شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب: له فشار پرته، طالبان تاوتریخوالی نه کموي

حمدالله محب: له فشار پرته، طالبان تاوتریخوالی نه کموي

تاند(جمعه، د حوت ۸) د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، په افغانستان کې د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره پر طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونه مهم دي.

محب دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو هغې کمېټې ته چې پر طالبانو د ۱۹۹۸ کال د بندیزونو څارنه کوي، خپله وینا کې کړې دي.

نوموړي یادې کمېتې ته ویلي، افغانستان او متحدین به یې دا ډاډ ترلاسه کوي چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه دا ډله له تاوتریخوالي راګرځوي او د سولې هڅې پیاوړې کوي.

خو طالبانو بیا ټینګار کړی چې له امریکا سره یې د خپلمنځي هوکړې له مخې باید د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېست لرې شي. دغه ډله وایي، له امریکا سره یې د خپلمنځي تړون پر ټولو برخو عمل کړی دی او اوس باید مقابل لوری هم خپلې ژمنې پوره کړي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي دغه ډله له امریکا سره د سولې د تړون ژمنو ته وفاداره ده او له هغې نه یې سرغړونه نه ده کړې، په داسې حال کې چې افغان او امریکایي چارواکي ادعا کوي چې طالبان د القاعده شبکې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو د شلولو، د تاوتریخوالي د کمولو او د بین الافغاني مذاکراتو په هکله په ژمنو ولاړ نه دي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو په توافقنامه کې راغلي چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ یو هېواد پر ضد استفاده نه کیږي او د هغه په وینا طالبان همدې اصل ته پابند دي او تر اوسه یې داسې څه نه دي کړي.

ډاکټر نعیم دغه راز په افغانستان کې په هدفي وژنو کې د دې ډلې لاس درلودل رد کړې دي.

طالبان وايي، لا خبرې دې پړاو ته نه دي رسېدلي چې پر اوربند وږغېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب