یوه ورځ به لـــــــمر راپورته اپوټه شي
یوه ورځ به لــــــمر یوه نیزه راټیټ شي
او ژوندون ته به د پای سپرغۍ کیږدي
………..
چې هر څه له لویۍ ما سوا لمبه شي
مځکه ختمه شي هواره شي ایره شي
لمر له ډیره تاوه وسوځي غوزه شي
انس و جنس له هرې خواوې نه راټول شي
او ماده او مانا دواړه هسې تول شې
وجودونه جسدونه ګردله شي
او د نسل د بقا فلسفه مړه شي
…………..
دا د عقل تقاضا ده چې دا وشي
او په لوی درز پسې لویه فنا وشي
………..
دا روحونه چې په سترګو لیدی نشي
دا به والوزي کیفیت د ابدیت ته
جنتونه چې په سترګو لیدی نشي
دا به راشي مرحلې د وجودیت ته
څه به ما ته لره ډیر یا بل ته کم شي
څه به خاوره څه به څه له خاورو سم شي
معیارونه چې په سترګو لیدی نشي
راپیدا به مجسم شي منظم شي
……………
څه بې حسه معانې به محسوسیږي
تیرې هیرې زمانې به راویښیږي
نو زه د خپلې مینې دې سوچ یم اخستی
دا د مینې تښنوونکی کیفیت به
چې پیدا شي زرغونیږي زرغونیږي
غزونې کا غزیږي او پسخیږي
او ډیریږي او ترپیږي او تپیږي
نه یې مرګ شته نه یې وېره او نه هېره
غلبه یې وي یوه له بلې ډېره
مجزا د وجودونو له کیفیته
مبرا د قیامتونو له افته
چې نه روح دی نه څیره لري نه جسم
نه خلص واحد تعریف لري نه اسم
دا به څنکه؟ څنګه؟ څنګه؟ وي او څنګه؟
ډاکټر منقادالرحمن رودوال
د نومبر ۳مه، ۲۰۱۹
د سره صلیب دفتر، ۱۱م سرک، وزیر اکبر خان مېنه
رودوال صاحب!
خدای دې په قلم برکت کیږده! ډیر ښه!