جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهبي نومه، اتل سپي؟ (لنډه کیسه) لیکوال: خالق رشید

بي نومه، اتل سپي؟ (لنډه کیسه) لیکوال: خالق رشید

 تیر ماښام و، ډوډۍ  مو خوړلې وه چې بیا د سپیو غپاوو زموږ کوڅه په سر واخیسته، موږ چې ماشومان وو کله به چې د شپې د کلي سپیو همداسې یو په یو غپا پیل کړه نو ورسره سمه به مې انا هم راوتوریده او یو په یو به یي ترخوله همدا یوه جمله څو وارې راووته: 

ـ خدایه خیر، خدایه خیر… لکه چې لیوان او پړانګان پر کلي راګډ شوي، تاسې وګورئ چې هغه زموږ سپین خرخو به دباندې نه وي پاتې شوې … د سپیو دا یوپه یو غپا خو بې څه نه وي … 

موږ به هم آرام پاتې شوو او ترهغو چې به ویده کیدو د سپیوغپا ته به مې غوږ نیولی وو…  خو اوس چې په ښارکې، هغه هم د کابل په ښارکې اوسو … نور نوهرڅه بل ډول شوي، کوڅې له کړکیو له لرې لرې په نیمه شپه کې هم راته ښکاري …او تردې هم مهمه دا چې اوس هرڅه د تلویزیوني کمرو او پردو پرمخ  لیدای شوو او دومره بیواکه یو چې اوس غله له چا نه پټیږي اونه هم په پټه له چا غلا کوي، هرڅه غلا او وژنه دا ټول په رڼا ورځ د خلکو په مخ کې په داسې حال کې چې د لسګونوهیوادو پوځیان هم دلته پراته دي ترسره کوي… ما په همدغه سوچ کې تلویزیون ته کتل چې کوم یوه یو ناڅاپه غږ کړ:  

ـ چپ چپ چې مهم خبردې…  

له خبرسره سم ناڅاپه د تلویزیوان پرمخ  دوه انځورونه هم غبرګ را وپړکیدل … د امریکا ولس د مشر او په څنګ کې یې د په تور کې نسواري رنګه سپي، دواړه په یوه وخت  اویوه پرده باندې، داسې چې مشر موسکی و او سپي ترهغه لږ په مغروره څیره د کامرې مخې ته خپله ژبه رایستلي وه او یوه بدوږمه غږ ههه ههه ههه هه هه …  یی د تلویزیون پرده لړزله چې د نطاق ترخوله راووتل : 

ـ دغه سپي چې نوم یې د ویلو وړنه دی لویه قرباني ورکړې اولویه اتلولی یې امریکا ته ورپه برخه کړې ده … 

  کله چې ما دا خبرواورید، پرخدای باوروکړئ ، پرما ګنهګاریي مه کوئ چې هغه د ماما د زوی د امریکایی سپیو چې روسي ځنځرونه یی په غاړوکې وو خبره رایاده شوه چې ویل به یی « داسپي پر دغو ځنخیرو ارزي … » هو، همدغه خبره مې سترګو ته تیکه ودریده، او پر دې مې باور وشو چې د سپیو په باره کې که د ماما زوی ولي نه و نوخالي هم نه و، ځکه چې دسپیو، هغه هم د امریکایی هغو په باره کې هوایي نه غږیده، په دغه سپي کې هم چې اوس یې  د دومره لوی ملک له مشرسره عکس څنګ په څنګ ښودل کیږي څه کمال او جمال خامخا شته ….     

ویندوی هم  ترموږ بدترلانه پوهیده چې سپي څه اتلولي کړې ده؟ خودرګرده دا وایي چې په دغه اړه به نن ناوخته  مشروینا کوي، هغه تردې زیات نورڅه ونه ویل چې ګواکي سپي دا کړې اویا یي انځورترمشرپه دغه اویا هغه لامل دومره هم لوړوښودل کیږي ؟… خبر تیر شو، عکسونه هم له پردې پربله لاړل خو زموږ په کورکې خو تاسې پوهیږئ چې زما له انا رانیولې بیا زما ترکوچنۍ خور پورې هریوه خپلې خپلې تبصرې راپیل او وډنګولې، خبرونه لا نه ول خلاص چې په هسکه مینه بل خبرراپیل شو، پرهغه سیمه چې هلته د زماني غمیزې ژړیده او په لسګونو خالي قبرونو خپلې خولې شهیدو جنازو ته خلاصې نیولې وې او د بی ګناه بندګانو د مړو د ټوټو نغاړولو ته یی سترګې څلور شوې وې، خوزموږ دغه لوی غم ته هیڅ فکرنه و او یوازې مو د هغه لوی او ظالم ملک د مشر او نسواري رنګه توربخن سپي  پرعکسونو باندې تبصرې او تحلیلونه پیل کړل :  

 ـ ګل ببوانا:  له عکسه خو معلومیږي چې لکه چې سپي دلوی ملک مشر داړلی وي …

 ـ ګلوخان آکا:یاره ماته خوترکومه چې خونکار معلوم دي، د کومې خونکارۍ نښې د دغه سپي په سترګوکې هم ښکاري  …   

ـ  لیونی لالا :هرڅه چې وي، دترمپ عکس ورسره دی، تاوان نه لري …درناوی د دواړو پرما حق دي … 

  ـ  ګلمرجان ماما: نه چې، له دغه سپي سره خوبه چا واده نه وي کړي، سپي خو لکه ما فیشني ښکاري …

 او یوازې شیرخان ماما وچې چپنه یی ترځان را تاوکړې وه څه یې نه ویل ځکه خوزه آرام ورنيژدې شوم اوغږمې پر وکړ چې ګواکي یوڅه خو ته هم ووایه … را ته موسکي شو، ځان یی سره وښوراوه، یوه لنډه جمله یي د زړه له تله راویسته :  

ـ خدای لوی دی او د هسکې مینې شهیدان زورور !  

زموږ ددغواوتو بوتو لړۍ دومره اوږده شوه چې خبره نژدې ماښام ته ورسیده ، د ترمپ او سپي عکسونو هرڅه را نه هیرکړي وو، ځدای، لمونځ ، دعا او پر قربانیانو خواشیني … نن ټوله ورځ په هرخبرې سرویس کې تود خبرهمدا و چې : د امریکایی الوتکو په هوایی برید کې د ملکی بی ګناه وژل شویو شمیر، په کندهار کې شل تنه، په فاریاب کې پنځوس تنه …. په کندوز کی اویا تنه، په ارزګان څلویښت تنه، په غور کې د لسو ماشومانو او ښځوپه کډون دیرش تنه … خو موږ داسې ورته بی احساسه شوي وو چې فکرمو کاوه دا د انسانانو شمیرنه دی، چرګان دي او یا هم د هوا مرغان …ان چې د یوې ساده دعا احساس موهم د دغو تلپاتې شهیدانو په وړاندې چې د نړۍ له یوه ظالم ځواک سره یې ډغرې وهلې له یاده وتلي و… او موږ لاهم انتظار یوست چې د ترمپ او سپي له عکسونو څه راوزي … په موږ ټولوکې یوازې شیرخا ن ماما و چې خپله چپنه به یې وڅنډله، خپل لمونځ  به یی وکړ، بیرته به په خپل ځای کیناست او خپله خبره به یی کله په زوره او کله په آرامه را تکرارکړه : 

ـ خدای لوی دی اودهسکې مینې شهیدان زورور ! 

ما ښام ناوخته و، مورمې د ماښامني تا بیاکوله، ماته یې راغږکړ چې راځه، اوس خو به په هوایي خبروستړی شوي یاست، دا ملک خو دغو هوایی خبرو وران وران کړ، ډوډۍ تیاره ده درواړه … ور پورته شوم، دمورمې هسې هم دازموږهوایی خبرې ښې نه ایسیدې، ډاریدم چې نورو ته یې زور نه رسیږي زړه پرما تش نه کړي اوبیا چغه راپسې ونه کړي …  په همدغه کې وم چې دتلویزون پرمخ بیا سورسرې سړي اوسپي دواړه راوپړکیدل ، نظاق داځل ترسپي دمخه د سړي عکس ته کتل اودهغه په باره کې یي معلومات ورکول، سپي هم هغسې د پردې پرمخ سونګیده اود هه هه هه هه … غږیی د تلویزیون پرده لړزوله… خو نطاق خپلو ویلو ته دوام ورکړ:  

ـ دا سپی چې نوم یي نه په ډاګه کیږي ، ډیر نامي او اتل سپی دی …  لویه اتلولي یی کړې … سره له دې چې ټپی شوی هم دی، او تر درملنې لاندې دی خو بیا هم خپل کارکوي، اوآرام نه دی ناست، لوی نامي دی او لوی اتل، ده امریکا ته لوی ویاړ ورپه برخه کړ … هو ، لوی ویاړ… تاریخی ویاړ… اوده سپیو ته هم تاریخ جوړکړ… 

په کوټه کې ارامه آرامي وه ،یوازې له دباندې مې د مورغږ درګرده راته چې اوس خو به په هوایی خبرو …خوموږ د هغې دخبرې پرځای د تلویزیون پرمخ د سپي ننداره کوله، د ګلوخان آکا زړه آرام ونه کړ، ځکه یی غږ را پورته شو:       

ـ دا احمقان ولی د هغه نوم نه اخلي … په دې کې څه خبره ده چې وایي نوم یی نه په ډاګه کیږي … نه په ډاګه کیږي ….  

شیرخان ماما په ځیرځیر ورته وکتل خپله چپنه یې بیا سره راټوله کړه اوورته موسکی شو :   

ـ نوم دې غټ دی خو ساده ګی دي لاهم هغه زړه ده… هرڅوک چې ښه سپي ساتي، پرهغو ښه نومونه ږدي اوهغه بیا له ځان سره ساتي ،ښه سپي خپله خپل نوم پيژني اوپه ځای یې پیژنی …یوازې دی پوهیږي اوخاوند یي چې نوم یي څه دی؟  که دهغه په نامه هرڅوک پوه شي،نوبیا خوبه هرڅوک هغه پیژني اوچغی به پسې وهې …ساده کیږه مه … د ښو اومهموسپيو نومونه تل له بادارانوسره خوندي وي … !؟  

داصلي کیسې په اړه دمشروینا پیل شوه ، عکسونه یوپربل پسې د تلویزیون پرپرده باندې د سورسري مشرله وینا سره تلل او راتلل ، وژل ، بمباري، اوتوره لوخړه دا ټول سره یوځای شوي وو، یوځاي یوتصویر داسې هم را وپړکید چې همدغه سپی دانسان دبدن ټوټه په خوله کې نیولې راکشوله او ګوډ ګوډ ورسره خوځیده …وینا لا روانه وه چې په تکرارسره یي ویل، په غارکې پټ و، مړموکړ، مړمو کړ…  نورنوهغه د تل له پاره موږ دوزخ ته واستاوه … 

ټول آرام ناست وو، زه را پورته شوم ، شیرخان ماما ته مې وکتل، دهغه په څیره کې هیڅ ډول بدلون نه لیدل کیده… هغه د انسان هغې ټوټې ته چې دسپي په خوله کې وه هم  په حیرانۍ سره نه کتل، داسې ښکاریده چې ګواکي هیڅ هم نه دي شوي … دا چې وینا کونکي په ویاړسره ویل چې مړموکړ… د ګلوخان آکا سترګې له اوښکو ورته را ډکي شوې ، ګلمرجان ماما کم پاتې و چې په کوټه کې اټن پیل کړي … اوخبر پای ته ورسید ، زه بیا شیرخان ماما ته ورنژدې شوم : 

– ما ما تا هیڅ عکس العمل ونه ښود ؟  

ـ د څه او چا له پاره ؟ 

ـ هغه انسان نه و چې سپي را کشاوه ؟  

ـ نه ! 

ـ ولي ؟ 

ـ دهسکې مینې شهیدان انسانان نه وو، مسلمان نه وو ؟ 

له دغې خبرې سره سم ماما راته په قهرشو، مانا دا چې  دده درد دومره ژورو چې نوریی خپل بوټونه په پښوکړل اوپرته له دې چې ماښامنۍ له موږ سره وخوري له کوره روان شو، ډیرپه قهر و، بې خدای پامانی ووت ، ورپسې ووتم … نه راته ښکاریده، خوغږیی د کورپه زینوکې په غړمبا سره پورته راته : 

ـ ده پرموږ رحم وکړ؟  

ـ پرانسان یې رحم و کړ ؟  چې اوس موږ له سپي ، هغه هم له بې نومه ظالم سپي ده ته د رحم هیله ولرو ؟ 

ـ نه نه ، زما اوس سم باوروشو چې دادهم هغو بې ګناه شهیدانوانتقام و، انتقام…  هغه چې له یوې اوونۍ را په دیخوا زما پرخوله راته : 

 ـ خدای لوی دی اودهسکې مینې شهیدان زورور !!! 

پای  

د شل نولس کال  د اکتوبر ۲۸ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب