یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهط په لومړي ځل یو پوهاند د یوه وزات سلاکار وټاکه

ط په لومړي ځل یو پوهاند د یوه وزات سلاکار وټاکه

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۱)  د طالبانو رژیم په لومړي ځل د افغانستان یو پوهاند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سلاکار ټاکلی.

د طالبانو یوې سرچینې تاند ته وویل، چې دغه نوی سلاکار پوهاند سیدحسن عدلیار نومیږي او نن د وزارت کارکوونکو ته معرفي او رسما یې خپله دنده پیل کړه.

ویل شوي، چې ښاغلی عدلیار کمپیوټر ساینس کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري.

 د طالبانو رژیم د ملایانو او طالب جنګیالیو په لاس د افغانستان د دولتي نظام په انحصار او له دې امله د دغه نظام په سخت زیانمنولو تورنیږي.

3 COMMENTS

  1. سلامونه.
    ښه اقدام دی. فکر کوم مخکې له ده هم ډ. فاروق اعظم د ۵ وزارتونو!!!! د مشاور په حیث ګمارل سوی دی.
    زه فکر کوم یو انسان لپاره د یو وزارت مشورتي اصلاحات هم مشکل کار دی ،په تېره… .ایکاش څوک ې مشورو له غوږ ونيسي او غلطئ په ګډه اصلاح کړي. د ټول ولس هیله ده چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته د مناسب پوهاندو ډاکټرانو + عالمانو ،نه صرف د ۵ کتاب ملایانو …… ټاکنې هم له نوي کال نه مخکې صورت ونیسي. آمین.

  2. اسدالله
    په داسې کارونو سره به ورو، ورو د انحصار کنګل مات او د ولس د خوشحالولو له پاره دا غوره اقدام دی.
    ښه کار شوی دی. که د لوړو زده کړو اوپوهنې وزارت او نورو وزارتونو په برخه کې هم ورته اقدامات وشي او هم دا ستونزې حل شي. خلک خوشحاله کیږي. دا ښه کار د ستایلو وړ دی

  3. سلام محترمو تبصره کوونکو او لوستونکو
    اصلا له پوهاند څخه نیولې بیا تر چپراسی، نداف پورې عین ترانه لاندې شرایط دمقرری او استخدام ابتدایی برخې ټاکی:
    الف- دکارتعهد او مسئولیت
    ب – وړتیا تحصلی مدارک او درجه
    ج-کاری تجربه او مثبته سیالی
    د- مساوات او عدالت دې برخه کې هېڅ ډول توبیر، رنګ ،قوم،مذهب،جنس، ګروه یا ډله، اندیوالی ، سمت اولوری ځای نه لری
    په ځینو هېوادونو کې بیا د معیاری مقرری لپاره لکه کانکور امتحان وضع شوی دغه امتحان دپوهې او تحصیل کچه ښیی!
    ځینو پرمخ تللې هېوادونو کې د هرامتحان به هر ظرفیت اوشمیرې لس اوچته نومره اخیییستونکی ټاکی بیا له لسو درې اوچتو سره مرکه کوی نو ر ۷ کسان تر یوکاله دمقرری امتیاز لری په هغه صورت کې چې خای خالی شو بیا ولیدل شی چې کوم یو دشرایطو او کار ښه داور دی .
    هیڅ دولتی ، تعلیمی موسسات ، پوهنتونونه( دولتی) په اټکل څوک نه مقرروی ذا یو معیار دی. بله مسئله داده چې یو مسلک خبله ترمینالوژی هنر او کاری برخه لری یو مسلکی سړی هیڅ وخت اخلاقا دبل چا دکار مسئولیت به غاړه نه اخلی زه فکر نه کوم چې داکتر ساپی انجینیری ومنی.
    موږ لاهم دزاړه فرهنګ ،بې خایه پتکو، ګواښ، تا وکړ ما وکړه، بګو مګو، ناوړه بن بست، اوښکر برښکر زور او زرو کې ورک ولس یو دوزخ اوجنت ته مو هم دانحصار لاره برانیتې ده عاقبت په خیر.
    هېره دې نه وی داسې پوهاندان ،انجینیران او داکتران شته چې بېوزلی ولس یې دغه حالت ته راووست نو یوازې تش به نومم لقب هم څه نشی کولای دبالیوود ډرامه ده.داتبصره له محترم وحیدصاحب سره هم شریک کوم.
    مقام اوقدرت دشهرت لپاره نه بلکې دخدمت لپاره دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب