دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د افغان ښځو آنلاین ادبي بهیر / راپور (۱۰) / تقوا...

د افغان ښځو آنلاین ادبي بهیر / راپور (۱۰) / تقوا برهان شکوري

د ستر ذات په نامه

نيټه: ۲۰۲۳/۷/۳۰ ميلادي _۱۴۰۲/۵/۸ شمسي‌د غونډې 

ځای: انلاين

د غونډې وړاندي کوونکې: ميمونه کامران

راپور ليکونکې: تقوا برهان شکوري

د غونډې ګډونوالې: ۲۱ تنه

د افغان ښځو انلاين ادبي بهير غونډه د کابل پر وخت ۵:۳۰ پيل او ۷:۳۰ پاي ته ورسيده. د غونډې اجندا مخکې شريکه شوې وه چې درې برخې يې لرلې:

  • د غونډې په لومړۍ برخه کې د ليکوالۍ پر ورکشاپ خبري وشوې.
  • د غونډې په دوهمه برخه (کره کتنه): د کره کتنې په برخه کې د اغلې کاملې عزيزي پر لنډه کيسه کره کتنه وشوه.
  • د غونډې درېیمه برخه د تل په څېر مشاعره وه.

لومړي برخه : د بهیر د هغو ګډونوالو لپاره چې نوې لیکوالي پیلوي اغلې شفیقه خپلواک د لیکوالۍ ورکشاپونه پیلوي. دا ورکشاپونه به د بهیر د اوونیزو غونډو څخه په بیل وخت کې تر سره کېږي او درې جلسې به وي. 

د دې ورکشاپ له ختميدو وروسته به کیسه لیکواله اغلې لېمه ودان د لنډو کيسو ورکشاپ پیولي چې د بهیر پینځه اوونۍ به دوام کوي او  د بهير په عمومي غونډو کې به وړاندې کېږي. 

دویمه برخه: د غونډې په دویمه برخه کې د کیسه لیکوالې او شاعرې اغلې کاملې عزیزي پر کیسې “یو ورک لیک” کره کتنه وشوه. 

یو ورک لیک

قبر تیار شو!

د دې غږ وهم مې اوس هم په زړه دی.

نن مې دلته د راتګ اته کاله پوره شوي، خو اولنۍ ورځ مې لا هم هېره نه ده، کله چې یې زما لحد ته وروستۍ خښته کېښوده او د قدمونو غږونه ورو ورو لرې شول، پرته له دې چې سترګې خلاصې کړم یو بل خواته مې وکتل.

مخامخ راته په تورو کالیو کې یوه ښځه ولاړه وه، په مخ کې یې یوازي زرغونو سترګو ځلا لرله، پرته له دې چې خپل سره غاښونه سره خلاص کړي، ویې ویل: پخیر راغلې!

له وېرې لړزېدم…

زیاته یې کړه، وېرېږه مه ملګرې دي یم، لږ وخت وروسته به داسې راسره عادت شې چې نه یم وېرېږې به!

تر خبرو یې مهربانه غږ ډاډه کړم…

وجود مې دومره سپک شوی و چې پرته له زحمته په اسانۍ الوتلای شوای.

مازدیګر د خپل قبر په یوه وړه ډبره ناسته وم، په هدېره کې د سپېرو قبرونو دوړې الوتې، یو څوک را روان و. لږ وروسته مې مور له وړې خور سره یو ځای راغله، ژړل یې، د قبر تېږي یې سره جنګولې، په چیغو کې یې ویل؛

لورې ته ولې ولاړې! زه له تا پرته په نړۍ کې هیڅوک نه لرم!

نور مې څه و نه لیدل ملګرې مې راوستلې وم، ویل یې تر وخت وروسته د خپګان ګټه څه ده؟ نور دې خوښه!

طاقت نه راته ساعت وروسته بیا پورته شوم، هره خوا تته ښکارېدله، حتی لمر هم ځلا نه لرله!

پام مې شو یو څوک دې خواته رانږدې کېږي…

میئن مې له سرو ګلونو سره یو ځای پر قبر ولوېد، په سترګو کې یې سره رګونه ښکلي ښکارېدل،  تر ډېره یې ژړل، ورو یې وویل؛ ولې ولې ولې دي داسې وکړل؟

کاش ته خبره وای! کاش پوهېدلای چې زه د دنیا تر هر انسان ډېره مینه درسره لرم!

تر دې مخکې چې وپوهېږې لاړې!

زه له تا پرته هیڅوک هم نه لرم، یوازې یم بېخي یوازي!

بیا یې زما د قبر په کتبه ولیکل

“تا پخپله بې پروایي له ځان سره نور هم ووژل”

یوخت مې سرته ملګرې ناسته وه، بیا یې په ارام غږ وویل؛ هغو خلکو چې ځان یې وژلی موږ یو قانون لرو!

حیران مې ور وکتل.

دې زیاته کړه؛

تر مرګ وروسته یې دلته تر اتو کالو او یوې ورځې پورې ساتو، له هغه وروسته یې خوښه چې بېرته نړۍ ته ورځي کنه؟

د حیرانتیا او خوښۍ ګډو احساساتو پسې واخیستم، ځان مې یو ځل بیا له مور سره یو ځای او د میئن تر څنګ له بارانه ډکه کوڅه کې تر یوې چترۍ لاندې ولید.

مګر دلته اته کاله؟ اندېښمنه یې کړم! دې د خیالونو لړۍ را پرې کړه؛

ته به د نن تر لمر لوېدو وروسته ویده شې!

او بیا مې د هغې ورځې اخېره خبر هم واورېده؛

لمر په لوېدو دی!!!

***

نن د هغې ورځې اته کاله او ۱۹ ساعتونه تېر شوي!

سهار به لمر لا تر غره هسک نه و چې سر ته مې ملګرې ولاړه وه، تر دې مخکې چې زه څه وپوښتم ویې ویل؛

اته کاله پوره شول!

ذهن ته مې پخوانۍ خبرې، ومې پوښتل، ستا خو به هغه وعده هېره نه وي؟ ویې خندل؛ اې د ژوندیو له ډلې خو نه یم! ستا یوه ورځ لا پاتي ده.

زړه مې طاقت نه کاوه پورته وختم، د قبر وړې ډبرې ښویېدلې وې، یوازې خاورې، سپاندې او څو لوېدلي ځایونه ښکارېدل.هوا ډېره ښکلې وه نور مې صبر نه شوای کولای.

څه وخت وروسته د کور مخ ته ورسېدم، د دروازې مخ ته خلک ډېر و مجبوره شوم پر دېوال پورته شم، انګړ له ښځو و نجونو ډک و، نه پوهېدم څه شوي خو له یوې کوټې د ژړا غږ راته شناخته ښکاره شو، ورغلم مور مې ژړل، په چیغو یې ویل؛

لورې زه له تا پرته هیڅوک نه لرم پر تا مې زړه روښانه دی!

له بلې کوټې د څو نجونو تر منځ یو دنګه نجلۍ را ووتله، ومې نه پېژندله، خو وېښته او سترګي یې زما کشرې خور ته ورته و، د ناوې په کالیو کې ښکلې ښکارېده!

له کوره ووتم! د مور وروستیو خبرو مې په ذهن تیاره خپره کړې وه، زه دلته نوره هېره وم.

یو بل ځای لاړم، د میئن کره مې!

ورغلم د دروازې مخې ته موټر ولاړ و، په کور کې د ګلابونو خوږ بوی لګېده، دهلیز ته ورغلم، زړه مې ولړزېد، هغه یوې بل خوا ته په نا ارامۍ قدم واهه ورته ومې کتل، خاص د پخوا غوندې و، هیڅ بدلون یې په څېره کې نه ښکارېده یوازې په خرمایي وېښتانو کې به یې څو سپېن وېښته لکه د وریځو په تروږمۍ کې د برېښنا غوندی کله کله وځلېدل.

د یوې کوټې له دوازې وړې نجلۍ ور منډه کړه.

دی ټيټ شو په خندا یې ورته وویل؛

شپږ کلنه شوې خو لا هم چپ او ښی بوټ نه پېژنې!

وړې نجلۍ ته مې وکتل، خرمایي وېښتو یې خړې سترګې چې کټ مټ ده ته ورته وې نیمې یې پټې کړې وې، مګر پوزه یې لوړه او شونډي یې نرۍ وې.

هغه ناره کړه؛ ډېر ناوخته دی! شاید زموږ تر ورتګه مېلمانه هم لاړ شي!

د هماغې کوټې په وره کې یوه د مناسب قد ښځه ودرېده، سم له واره یې وویل؛ وګوره ستا د ډالۍ کالي؟

 ـخدای ستا ښایست له تا پرته په هیچا کې هم نه دی خلق کړی.

ـ هی دروغجنه!

ـ قسم کوم ځکه خو زه د دنیا تر هر انسان ډېره مینه درسره لرم!

شاید ښځې رښتیا ویل یا ښایي زما کرکه وه چې سترګې یې بې ډوله او باڼه یې له څو ګامه لرې نه مالومېدل، مګر شونډې او پوزه یې کټ مټ وړې نجلۍ ته ورته و…

***

نن تر لمر راختو مخکې زه د تل لپاره ویده کېږم، دا لیک د هدیرې تر څنګ لار کې په دې هیله ږدم چې ښایي یو لاروی مې د کتبې لیکنه پاکه کړي.

2034/7/19

چهارشنبه

‏12:33AM

پای

د کره کتنې  په برخه کې ګلالۍ مومند، کاملې جانې ته د مبارکي په پار وويل چې کيسه ډېره ښکلي ده او سمبوليک تصويرونه لري. جملې یې داسې ترکیب شوي لکه لوستونکی چې هغه ځایونه په سترګو ویني. هغې وویل چې په کیسه کې مې دا جمله ډېره خوښه شوه:  «څه وخت وروسته د کور مخ ته ورسېدم، د دروازې مخ ته خلک ډېر و مجبوره شوم پر دېوال پورته شم»

استادې نعیمې غني وویل:

د ژوند دا فلسفه چې ژوند یو سفر دی په کیسه کې ډېره ښه تشریح شوې. که دا سفر هر ډول وي موږ ورو ورو ځان ورسره عادت کوو او د سفر مسیر د ځان لپاره خوندور یا هم د تحمل وړ ګرځوو.

انسان که هر څومره هم قوي حافظه ولري خو بیا هم هیرونکی دی او د وخت په تېرېدو سره هیرول د انساني حافظې کار دی، بلکې کمال یې هم دی چې ورسره کولای شي په اسانۍ سره راتلونکی ومني او په ژوند کې پر مخ ولاړ شي. دا ډول هېرول د هر سالم انسان نښې دي چې تېر به پرېږدي او په اوس کې به ژوند کوي او راتلونکي ته د تګ په تیارۍ کې وي.

د کیسې د پیل جمله ډېره دقیقه او اېښونکې راغلې:

« قبر تیار شو»

«د دې غږ وهم مې اوس هم په زړه دی»

دا جمله مو وار د واره د مرګ او هدېرې صحنې ته بیایي.

همدارنګه په کیسه کې ځينې تصویرونه ډېر رښتوني او روښانه دي لکه:

د مرګ تصویر په دې جمله کې:

 ««وجود مې دومره سپک شو چې پرته له زحمته په اسانۍ الوتلی شوی

یا هم دا ښایسته تصویر چې وایي:

 په سترګو کې یې سره رګونه ښکلي ښکارېدل» »

همدارنګه د نجلۍ د څېرې ورته والی له مور او پلار سره هم ښایسته تصوېر شوې.

په مکالمو کې ځینې نورې ښکلې جملې وې چې لوستونکی ورسره اشنا حس پیدا کوي او د ژوند له رښتینو مکالمو را اخیستل شوې دي. لکه

«« کلنه شوې خو لا هم ښی او چپه بوټ نه پیژنې.

یا هم ښځه چې مېړه ته د خپل صفت په مقابل کې وایي.

«هی درغجنه»

ښه به وای که دا ډول جملې په کیسه کې ډېرې وی.

همدارنګه ځينې خبرې وې چې په کیسه کې غواړم ورته تم شم:

یوه خبره دا وه چې د یوې لوستونکې په توګه زه دې حالت ایښه یا هم حیرانه نه کړم که څه هم د کیسې پیغام روښانه وو خو د لوستونکې په توګه دې پیغام زما يه فکر کې څه رابدل نکړل او دا راته د ژوند یو عادي حالت ښکاره شو چې پس له مرګه دې   انسانان هېر شي.

مکالمې په کې ساده وې او تصویرونه یې ډېر روښانه نه وو.

همدارنګه دا چې لیکوالې په کیسې کې د اته کالو وروسته د مړې نجلۍ/ ښځې ژوندي کول په څه دلیل غوښتل؟

په ټولو کې عالي کیسه ده چې لوستونکی تر اخره له ځان سره ساتي.

ډاکټرې شریفې شریف په خپله تبصره کې کیسه عالي یاده کړه او د کیسې موضوع یې نوې وبلله. هغې د نعیمې جانې د خبرو په تایید دا جمله چې «ورو ورو د قدمونو غږ اورېدل کیده» یوه انځورېزه جمله وبلله چې لوستونکی صحنې ته بیایي. هغې زیاته کړه کیسه هغه ده چې لوستونکی خوند ترې واخلي او دا یې وظیفه نده چې د مقالې په څېر دې د لوستونکي فکر بدل کړي. میرمن شریف دا موضوع چې یو راوي د خپل مرګ په اړه لیکل کوي په پښتو لیکنو کې نوې موضوع وبلله. هغې وویل چې دې ته په نړیوالو ادبیاتو کې د میتافکشن اصطلاح کاروي. هغې همدا راز وویل چې په کیسه کې ژوند ته ورتګ هم ډېر ښکلی انځور شوی کله چې راوي وایي چې دروازه بنده وه او زه په دیوال وروختم. دا تصویر زما په ذهن کې وار له واره مجسم شو. په دې اړه چې ولې راويي ته اته کاله وخت ورکول شوی تر څو بیرته راژوندۍ شي نو دا ماته هیڅ پوښتنه پارونکی نه وو او ماته کیسه په ټولو کې ډېره جالبه او له نویو خبرو ډکه وه. 

دې کیسې کې د مور او میین د احساساتو تکراری بیان ، همدا  په ژبه او بیان کې بې مسوولیتي او مبالغه ده. خواله رسنیو کې دا د مبالغې ډک صفتونه ډیر دي. دلته هم مور او میین راوي ته دروغ ندي ویلي، بلکې مبالغه یې کړې ده. 

خو مبالغه بیا په دروغو بدلېږي. د دویم کرکتر خبره چې وایي زه په ژوندیو کې نه یم چې دروغ ووایم، زما په اند همدو مبالغو ته اشاره ده. همدارنګه هغې وویل چې له مرګ وروسته د راوي ملګرې په تورو جامو کې ده چې سره غاښونه لري، دا تصویر ډارونکی دی خو بیا دا کس مهربانه ده چې دا تضاد ماته د پوهاوي وړ نه وو.

لېمې ودان وويل: په لنډه کیسه کې لوستونکی قاضي دی او لیکوال باید په کافي اندازه شواهد وړاندې کړي تر څو قاضي ته قناعت ورکړي. ما چې له دې کيسي څخه برداشت واخيست هغه دا و چي لیکوالې د کیسې د پیغام لپاره د یوه پر ځای دوه دلیله وړاندې کړي چې له مرګه وروسته هر څوک هیريږي. 

همدارنګه د کیسې ژبه په ځینو برخو کې ژورنالیستیکه شوې ده، د بیلګې په ډول:« زیاته یې کړه.» چې ښه به وو په ځای یې لیکل شوي وی « وې ویل» یا د «يو بل خوا يي وکتل» په ځاي که وليکي «يوې بلي خوا ته يي وکتل» ډير به ښه وی. 

بله خبره دا چې په کیسه کې راوي ولې د ځان وژلو هڅه کړې، لامل يې څه و، دا ندي واضع شوي.

وروسته ځلا نور د کيسې د پيغام په اړه وويل چې ډير عالي و.  ځان وژل حرام دي مګر بيا هم راوي ځان وژنه کوي چي لامل يي څه کیداي شي؟ دلته يي د مور او ميین ډيره ښه تشبيه راوړې ده. کله چي یې خور ودېږي مور يي داسي ورته وايي لکه څنګه چي يې دې ته د مرګ وروسته ويلي وو. له دې څخه دا پيغام اخيستي شو چې د لور وديده هم د مور لپاره د مرګ نه کم ندي.

 همدارنګه د راوي، د میین دروغ زما لپاره ډېر جالب و او کله چې وروسته هغه د خپلې ښځې صفت کاوه نو ما داسې انګیرله چې دا به هم دروغ وي.

ځولي لمن هم د کیسې پیغام ته تم شوه او ویې وويل: موږ تل په ژوند کې داسې فيصلي کوو چې په پایله يي فکر نه کوو. هغه که روابط وي یا هم له یوه ځایه تګ وي. که چيرې دې نجلي دا فکر کړی وای چې که زه نه یم هم به د مور هیريږم هم به د میين او نتيجه به يي زما هیرول وي نو دې به هيڅ کله ځان وژنه نه وای کړې.

منزې غفورزۍ د کیسې په هکله وویل:  کیسه ډېره ښه وه. ښه پیغام یې درلود خو دا چې د ځان وژنې لامل نه و روښانه شوی زه فکر کوم داسې کوم دلیل یې نه درلود چې د دې دا کار دې توجیه کړي، کنه نو هرومرو به یې د مور یا میېن په مکالمو کې یاد شوی و.

 ځینې وخت انسان د خپلې کورنۍ او نږدې خپلو لخوا له بې تفاوتۍ سره مخ کېږي چې له امله یې هغه کس فکر کوي هېچاته ارزښت نلري او له ټولو هېر/هېره ده، نو د دې لپاره چې هم د دې سلوک بدل واخلي او هم د ټولو پام ځانته واړوي داسې غلط قدم پورته کوي. دا دلیل به ځکه سم وي چې وروسته له مړینې یې د هېرېدو موضوع باندې ډېر تمرکز هم شوی.  نجلۍ چې هر ځای ته تللې له داسې یوې صحنې او مکالمې سره مخ شوې چې ښودل شوي ددې نشتون هم بې تفاوته ده ټولو ته، او ددې دومره لویې قربانۍ هم دا نده مهمه کړې، دا بیا هم له ټولو هېره ده، او کار یې بې ګټې دی. 

د معصومه عزيزي نظر دا و چې:هغوی چې د هېرولو شک ورباندې کېږي ممکن تر هغو کسانو ډېر وځورېږي چې د  نه هېرېدو هیله لري چې دې موضوع ته په کیسه کې پام نه دی شوی.

موږ ته پکار ده چې په دې اړه هم لیکل وکړو.

بل په کیسه کې د ځان وژنې لامل نه یادېدل د کیسې ښه والی دی، ځکه د ښه هنر ځانګړتیا دا ده چې موږ فکر کولو ته وهڅوي. په کیسه کې د اتو کالو ذکر ممکن له هغې عقیدې سره ارتباط ولري، هغه کسان چې ځان ووژني اته خونه یې په غاړه دي، نو دلته شاید هر کال د یو خون اندازه وي.

آمنې عزيزي وویل: د کيسي د انځورونو په اړه وويل په دغه کيسه کي انځورونه ډيه عالي ده، يوه بريالۍ کيسه هغه ده چي راوي یې خپل انځور بیان نه کړي او په انځورونو پيل نه شي بلکې د کرېکټر په خبرو پیل شي او کرېکټر په خپلو خبرو کې انځورونه وړاندې کړي. بل د کیسې دوه اړخونه زما لپاره په زړه پورې وو، یو دا چې انسان څومره د نورو له خوا خپل ځان ته په ارزښت ورکولو خوشالیږي او څومره ډېر غواړي چې تل د نورو په یاد وي. بل په کیسه کې د هېرولو اړخ دی، چې نجلۍ فکر کوي له ټولو مهمو خلکو یې هېره شوې حالانکه له اتو کلونو وروسته هم د دې قبر ته یې کورنۍ، ملګرې او میین راځي، خو که موږ او تاسو وګورو نو هر انسان له مړه کېدو وروسته یوازې دوه/درې کاله د ټولو په یاد وي له هغې وروسته هر څوک په خپلو سرګردانیو کې دومره اخته کیږي چې د مړ انسان په یاد راوړل هم ترې هېر وي، خو دلته نجلي وروسته له اتو کلونو هم د ټولو په یاد ده او د دې له پاسه هم فکر کوي چې نه هېره شوې ده. خو اصل کې که موږ پوه شو چې له مرګ وروسته دومره زر هیریږو او څوک به مو د دومره اوږدې لپاره یاد نه کړي نو هېڅکله به په خپل مرګ راضي نه شو. زما لپاره د هېرولو خبره ډېره جدي او حساسه ده ځکه په دې ټوله کیسه کې ما ته دغې مورد خوند راکړی.

ور پسي شفیقې خپلواک د کيسي د ماهیت په اړه وويل چي ډير نوی و، جالبه دا ده چي مړي خپله کيسه خپله کوي او دا ډير ورته جالبه وو چي ليک ليکي او بيا يي د ژوند له نوي اړخ سره يو ځاي کوي.

 هغې زیاته کړه چې د هغې په نظر دا ظلم یا هم یو ډول ځانغوښتنه ده چي يو څوک دي تل وغواړي چې کلونه کلونه دې له چا هير نشي، ځکه د ژوند هره ورځ نوي کيږي هر څه بدلون مومي او موږ بايد له چا دا طمع ونلرو چي هير مو نکړي.  مور دي مو نه هيروي ميین دي مو دې نه هيره وي او د پاي تاريخ يي کيسي ته ور کړي دا ډير جالب و. 

شفیقې خپلواک زیاته کړه: په یوه ورکشاپ کې مې له نامتو لیکوال هاروکی موراکامي څخه د هغه د یوې کیسې د یوه انځور په اړه وپوښتل نو هغه مې په ځواب کې وویل چې دا لوستونکی دی چې دومره په کیسه فکر کوي، ما چې کله کیسه لیکله نو دومره په جزیاتو مې یې فکر نه وو کړی. د لیکوال دا ځواب ماته سم ښکاره نشو خو وروسته مې له میرمن شریف سره په بحث کې له هغې دا وارېدل چې لیکوال اړ ندی د هرې پیښې او انځور په اړه دې توضیح ولري. 

د کره کتني په پای کي کاملې عزيزي پوښتنو ته ځوابونه وويل: دا چي تورو کالیو کي يوه ښځه راځي چې مخ کې يې يوازې زرغونې سترګي ځلا کوي، له  دې څخه يي هدف دا و چې تل ښه او مهربانه خلک سپين لباس او ښکلي څهري نه لري. داسې تورې څېرې او جامې لرونکې ښځې(انسانان) هم مهربانه کیدای شي. هغې د ټولو له نظرونو څخه مننه وکړه او وې ویل چې په دې کره کتنه کې یې د کیسې ډېر داسې اړخونه چې دا هم نه پرې پوهېده ورته روښانه شول.

د غونډې په پای کې د ګډونوالو لخوا مشاعره تر سره شوه چې هرې یوې، ګلالۍ مومند، امنه فنا، شفیقې خپلواک، نعیمې غني، منزه غفوري، ميمونه کامران، تقوا برهان شکوري، ځلا نور، معصومې عزيزي په کې شعرونه ولوستل او له دې سره غونډه په ټاکلي وخت پای ده ورسېده. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب