چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهقزاقستان وايي، افغان طالبان نور تروریستي ډله نه ګڼي

قزاقستان وايي، افغان طالبان نور تروریستي ډله نه ګڼي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۱مه) د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې له دې ایسته د افغانستان طالبان تروریستي دله نه ګڼي.

د قزاق رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د باندنیو چارو مرستیال وزیر قنات تومیش په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل:«طالبان نور د قزاقستان لپاره تروریستي او ممنوع ډله نه ده.»

ده زیاته کړه:«د دې لپاره چې د امریکا او بریتانیا د حکومتونو له لوري طالبان تروریستان نه ګڼل کېږي او هغوی په بیلابیلو کچو ورسره تماسونه لري، په دوحه کې ورسره خبرې کوي، نو موږ هم له حقوقي نظره د هیڅ راز نړیوالو اصولو سرغړونه نه کوو.»

ده دا هم وویل چې له سبانۍ (پنجشنبې) څخه د شنبې تر ورځې (د اګست تر ۵) پورې به د افغانستان – قزاقستان ګډه سوداګري غونډه په استانې کې جوړه شي. هغه مېلمانه چې له افغانستانه په دې غونډه کې د ګډون لپاره راځي د بندیزونو په لیستونو کې شامل نه دي.

ښاغلي تومیش وویل، شاوخوا یونیم سل چارواکي او افغان سوداګر به په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د قزافستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر قنات تومیش د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په استانې کې ویلي و چې قزاقستان غواړي له افغانستان سره د سوداګري اړیکو په پراخولو د افغانستان له لارې له پاکستان سره سوداګري راکړه ورکړه وکړي.

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګري اړیکو پیاوړتیا به مرسته وکړي چې د دوی لپاره د پاکستان بازارونو ته د ټرانسپورټ او لوژستیک لارې پرانیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب