یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهقطر د افغانستان وضعیت د ډاډ وړ وباله

قطر د افغانستان وضعیت د ډاډ وړ وباله

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۱۱ مه )  د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کې له نړیوالو غوښتي، چې طالبانو سره تعامل وکړي او په افغانستان کې د وضعیت ښه کیدو فرصتونه پياوړي کړي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، نوموړي دا هم ویلي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ دی.

سرچینه زیاتوي: په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په اړه د هر اړخيزو همکاريو پر دوام او پراختيا ضروري وګڼله.

 د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي روانه اوونۍ قطر ته تللی.

هغه له امریکایي استازو سره د مذاکراتو ترڅنګ، یو شمېر نورو بهرنیو دیپلوماتانو سره لیدلي.

قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پل ګرځیدلی دی.

دغه هېواد له طالبانو سره د امریکا د سولې د مذاکراتو او تړون کوربه هم و.

د طالبانو منتقدان دوی تورنوي، چې په افراطي کړنو او نړۍ سره د نه تعامل له امله یې افغانستان تر بل هر وخت منزوي کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب