سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهطالب ویاند حماد: که امریکا سره تعامل ونه کړو، هر څه خرابیږي

طالب ویاند حماد: که امریکا سره تعامل ونه کړو، هر څه خرابیږي

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۱۱ مه )  د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه لوړپوړي مقام عبدالحق حماد، په یوه تلویزوني بحث کې له امریکا متحده ایالاتو سره د دوی پر تعامل ټینګار وکړ.

هغه وویل، چې امریکا په اقتصادي،سیاسي، امنیتي او استخباراتي لحاظ د نړۍ زبرځواک دی او که دوی ورسره تعامل ونه کړي، هرڅه یې خرابولای شي.

د حماد په وینا، په داسې حال کې چې نړیوال بانک، ملګري ملتونه او نور مقتدر نړیوال ادرسونه له امریکا ډېر اغېزمن دي او دغه هېواد په ټولو هېوادونو کې ژور استخبارتي او اقتصادي اغېز لري، طالبانو ته سخته ده چې ورسره له تعامل پرته په افغانستان کې اوسنی وضعیت وساتي.

هغه پرته له دې، چې په ښکاره د پاکستان نوم واخلي وویل: په سیمه کې داسې هېوادونه شته، چې ډېر بد وضعیت کې دي، امریکا یې د کال په څلور میلیارده ډالرو اخېستی او ورته ویلی شي، چې افغانستان کې زموږ خلاف ډلې جوړې او هره ورځ لس لوی بریدونه په ولایتونو کې وکړي.

4 COMMENTS

  1. طالبان خو دعوه كوي چی ۴۳ هیوادونه یی مات کری دی او امریکا مو ماته کری ده. دا او هغه مو کری دی. جهاد مو کری دی، خو دیته نه گوری چی دوى ته د دی جهاد لگست چا ورکولو؟ بيا منكريري أو د عايد أو د لگستونو شفافیت نه شی ویلی او دعوت کوی چی نری ته یی ماتی ورکری ده.

  2. حماد ښه وایی افغانستان ددریمې نړۍ هېوادونو سره سیالی نشی کولی نو دلومړی نړۍ سره خو هیڅ امکان نه لری.
    امریکایان ډیر ساده خلک دی خو دا موږ یو چې دالر یی اخلو ،پټې اوښکاره معاملې ورسره لرو دوحه کې مصرف ددوی پر غاړه دی اوکش هم رالیږی کالیو مو بدلون وموند او همدغه اندازه پیسې مو خورد اوبرد ته برابر ې کړی نو حماس خو ملامت نه دی چې خپلې جامې له تڼیو سره فیشنی کړی او هر ه دقیقه لاس ورباندی کشوی. اه دوږې او تږی ولس په حال

  3. که د دوستانو په یاد وي دا ډول خبرې ما څو ځلې په تبصیرو کې لیکلې او لیکم يې ځکه زما یو لیکنه د پاکستان داقتصادې کمزورتیا په اړه لیکلی او د تاند له لورې نشر شوی ځینو دوستانو کیداي شي کتلی وي،
    (خلص) د پاکستان تاریخ (۱۹۴۷) معلوم ده ځکه کله چې د پاکستان اقتصاد کمزوری شوي ددې په خاطر چې د حل لارې یې پیدا کړی داسې ګام يې اخیستي چې د افغان ولس سره د ډالرو په وړاندې دښمني ته مخه کړي ځکه ۴۵ کلن جګړه او کابل په کنډواله بدلول یو ښکاره ثبوت ده
    خو نړیواله د جنګې جرایمو محکمه ویده ده تنها پوتین ته تکړه ده چې په اړه خبرې وکړي، ظالمانو یوځل راشي د پاکستان پوځ او استخباراتو سره، د افغانستان د بې ګناه ولس (ماشومان، ښځي ، سپین ږیري) او کابل کنډواله بدلولو او انسانو وژلو په اړه له دوي سره حساب، کتاب او محاکمه وکړي مګر تل د نړیوالو له لاسه همدا زموږ حالت شوي.
    کچیري په تیر ۳۵ کاله پخوا موږ داکراین په شان د غربیانو نه وای منلي او هغه لنډغر، بدمعاش رهبرانو او تنظمیي او ډالرو غرق مشرانو نه واي منلي نو نن به افغانستان داسې بی مشره او بې رهبره نه وو ځکه هر هیواد راځی او افغانستان ته ګوته نیسي چې دا کار افغانانو کړی ، هر دیګ چې بی سرپوښه شي همداسې کیږي
    نو لازمه ده چې افغان دولت نړیوالي محکمی ته عریضه وکړي چې لومړی باید د یاده محکمه ICC او بشرحقوق نړیوال سازمان ، ماشومانو د خوندیتوب سازمان او نور هغو سازمانو چې د ماشومانو او ښځو د حقوقو له پاره غږ پورته کوي د دوي په شتون کې د پاکستان د ۴۵ کلنو جرمنو حساب او کتاب غوښتنه وشي ترڅو نړی پوه شي، چې افغانستان ملامت نده ځکه پاکستان اوس دخپل کښت ثمره ویني ځکه پاکستان طالبان د افغان طالبانو په شان په پآکستان کې اسلامی نظام غواړی نو پاکستان دولت باید د دوی سره کینې او خپل هیواد کې له دوی سره د انګریزي لاډ میکالي قانون پرځای داسلامی محمدی (شریعت قانون) تطبیق او خپل نظامیان داسې تربیه کړی چې اسلامي هیوادونه اود پاکستان پښتانه او بلوڅ ولسونه يې له شره خلاص شي،

  4. دا قدیانی پنجابی پاکستان کښی اساسی تربیه شوۍ قدیانی طالبګۍ د نورو همقطارو خیټورو چټلو ږیرو په شان مسلسل شاخداره دروغ وائی ، تاسی بی ایمانه د پنجابی پاکستان له خوا د امریکا په ډالرو تربیه موندلی دی تاسی قدیانی چټل ږیرور د امریکا تربیه شوی غلامان یاستۍ تاسی خوږګان ئی دوه ‍‍‍ځلی کابل ته داخل کړۍ او د تاسو دا اخیری ځل داخلیدل کابل ته په ستره ‍‍‍‍ډورامه سره صورت وموند اما تاسی غلامان نه شرم او نه حیا لرۍ بیا هم تاسی خیټور خوږګان ځانونه د کابل فاتح شمیرۍ بلی تاسی بی شرمه بی حیا سی آي اي او آي ایس آي ډیر ښه غلامان تربیه کړی یاستۍ !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب