رحمان بابا وايي:
«په ادم کې د حیوان خویونه هم شته
بیا هله يې ادم بوله چې آدم شي»
په نړۍ کې د هر څه لپاره معیار او حدود ټاکل شوي دي. په همدې څېر انسانیت (Humanity) هم له خپلو حدودو او معیارونو څخه دباندې نه دی.
که ښه ورته ځیر شو «يت» د نسبت کلمه ده او انسان ته منسوبه شوې ده.
لکه انسان او انسانیت. شرف او شرافت. ظریف او ظرافت.
له دې کبله که موږ د انسانیت په هکله کومه څېړنه کوو، هرو مرو به هغه څه څېړو چې په انسان پورې اړه لري او یا انسان ته منسوب وي او یا په بل عبارت د انسان او انسانیت تر منځ به په اړیکو غږېږو او بحث به پرې کوو.
څرنګه چې خدای تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی دی، کړنې او عملونه یې باید هم انساني او د انسانیت پر معیارونو برابر وي.
نو ځکه به رحمان بابا ویل:
«د مکې په بزرګۍ کې هېڅ شک نه شته
ولې خر به حاجي نه شي په طواف»
انسانیت په دوو پښو تګ، د دوو لاسونو لرلو، خبرې کولو او د ښکلو کالیو اغوستلو ته نه وايې.
ځکه به رحمان بابا ویل:
«چې اغوستی يې لباس وي د پاکانو
د ناپاکو چارې کاندي خر به ګرم شي»
انسانیت په انساني شرافت او کمال پورې تړلی دی. یوازې په نرمو او تودو خبرو انسان د انسانیت کمال ته نه رسېږي.
خوشال بابا به ویل:
«څوک چې نرم ویل کا عمل یې ګنده
ټکان هم په خوله ویل کا نرم نرم»
د انسانیت ځانګړتیاوې ټولې په انسان پورې تړلې دي. څوک له ځناورو او له نورو ژویو څخه د انساني کړنو تمه نه کوي. ځکه چې د انساني ژوند معیار یوازې انسانیت ته وايي. همدغه ده چې د انسانانو هغه کړنې چې له انسانیت څخه لیرې او له یوه انساني ژوند سره سر نه لګوي د انسانیت ځانګړتیاوې ورته نه شو ویلای. لکه، بخل:
حضرت محمد « ص » وینا ده چې وايي:
«د بخيل آرامتیا له ټولو خلکو څخه کمه وي.»
دا ځکه چې بخل د انسانیت ځانګړتیا نه شي کېدای او بخيل تل نارامه وي.
الماني هیګل وايي:
«یوازې هغه څوک چې نه له دنیا خیر وړلای شي او نه د دنیا خلکو ته خیر رسولای شي، هغه بخيل دی.»
د انسانیت بله ډېره اړینه ځانګړتیا حیا ته وايي، څرنګه کېدای چې یو بې حیا انسان د انسانیت دعوا وکړي.
زموږ ستر لارښود محمد«ص» وايي:
«که چېرې څوک حیا نه لري، هر څه يې چې زړه غواړي و دې کړي.»
او امام جعفر صادق به ویل:
«څوک چې حیا نه لري، ایمان نه لري.»
خدای تعالی انسان ته د مینې، فکر، علم او عقل هغه عالي استعدادونه ورکړي دي، چې بل هېڅ مخلوق يې نه لري.
نو ځکه انسانیت او مینه سره تړلي دي. همدا مینه ده چې د انسانیت لوړوالی ښیي.
رحمان بابا وايې:
«څه حکمت د یار په مینه کې رب کېښود
چې عاشق لره هم درد او هم دوا شوه»
خدای تعالی د بشر نېکمرغي هم په انساني هڅو پورې تړلې ده. که انساني هڅې او کړنې له ظلم، استبداد، تبعيض او تاوتريخوالي څخه پاكې او پر قانونيت، اجتماعي عدالت، د انسان حقوقو او كرامت ته په درناوي ولاړې وي. ټولنه به هوسا او د انسانیت ځانګړتیاوي به په کې تامین وي. دا په هغه حالت کې امکان لري، چې انسان پر خپل نفس حاکم وي.
خوشال بابا به ویل:
«چې د نفس په حکم درومي هغه خوار وي
سړیتوب ور څخه مه غواړه شیطان شي»
ښه خوی، نېک اخلاق او ټینګ هوډ هم د انسانیت معیاررونه دي. د ښه خوی، د ښو اخلاقو او د ټینګ هوډ انسانان د انسانیت ځانګړتیاوې په ځان کې را ټولوي او ټولې کرنې يې په هېڅ مهال له انسانیت سره په ټکر کې نه وي.
د انسانیت اصل انساني سلوک ته هم وايي، ډېر انسانان بیا انساني سلوک ته د انسانیت د اصل په سترګه نه ګوري. دا ډول انسانان د خلکو په سترګو کې شګې اچوي، خپل ځان په نورو باندې دروند تلي، یوازې علم، پوهه، د ریا باور د انسانیت او تقوا معیا بولي.
خو هغه انسانان چې د انسانيت لرونکي وي، کړنې يې هم انساني وي، د فاسدو انسانانو کړنې هم فاسدې او غیر انساني وي. زیات وخت ناوړه انسانان د میکروبونو په څېر په ټولنه کې ریښې غزوي او ناوړه کړنې یې د ډېرو انسانانو ژوند اغېزمنوي.
که د تاریخ پاڼې واړوو وبه ګورو چې انسانانو ډېرې غیرانساني کړنې د انسانیت په نامه ترسره کړي دي.
په مصر کې کیلو پاترا خپل دوه وروڼه د واک په خاطر له خپلې مخې لیرې کړل.
سکندر مقدوني د نشې په حال کې خپل یو ډېر نږدې دوست او وتلی قوماندان یوازې په دې وواژه، چې د ده د خبرو ځواب یې ورکړی و.
شاه زمان خپل ورور همايون د واک په خاطر ړوند کړ، بیا شاه محمود د خپل ورور شاه زمان څخه سترګې وايستلې او زوی يې کامران بیا وزیر فتح خان ړوند او ټوټې- ټوټې کړ.
اورنګ زېب هم خپل پلار شاه جهان بندي او خپل ورور دارشکوه يې په دار وځړاوه.
د دا ډول انسانانو بڼه به د انسان وي، خو دوی به د انسانیت له اصلي مفهوم څخه لیرې او له دې به بې خبره وي، چې د لوی خدای ج په نزد تر ټولو بهتر هغه څوک دی، چې تقوا ولري او تقوا خو له انسانیت سره خور او ورور دي.
انسان ته هغه مهال ښه انسان ویلای شو، چې شیطاني او حیواني خویونه پرېږدي، انساني کرامت او انسانیت ته په درنه سترګه وګوري. که نه نو شیطان هم ستر عالم و، فرعون او نمرود هم د پوهې خاوندان او د خپل مهال نوموتي کسان وو.
انتقام، جهالت، قهر، کینه، باداري، نورو ته په ټیټه سترګه کتل، فساد، بې باوري، وینې تویونه، تکبر، غرور، د نورو په کارونو کې لاسوهنه، بېځایه ځانښودنه، غیبت، دروغ، غلا، ظلم، حسد، قتل، دا او دې ته نورې ورته ناخوالي یوه هم د انسانیت ځانګړتیاوې نه دي.
ځکه وايي:
«بخښنه له انتقام څخه ډېره خوږه ده.»
«جاهل د خپلې ژبې غلام وي.»
د رحمان بابا خبره:
«نادان دین ورکوي دنیا پرې اخلي
دانا نه کړي دا دادن دا ګرفتن»
حضرت علي رضی وايي:
«بېځایه قهر او غوسه عقل تباه کوي او انسان له سمون څخه لیرې ساتي.»
حضرت ع رض وايي:
«کینه روح ستومانه او زړه تباه کوي.»
او بیا وايې:
«کینه ګر تل ناروغ وي.»
او بیا زیاتوي:
«کینه د انسان وړتیا. او لوړتیا ته زیان رسوي.»
خوشال بابا به ویل:
«ادم زاد په معنا واړه یو صورت دي
هغه چې بل ازاروي، هغه ازار شي»
زموږ ستر پیغمبر لارښوونه کوي او وايي:
«هغه څه چې د ځان لپاره غواړئ، د نورو لپاره يې هم وغواړئ.»
رحمان بابا وايي:
«که دې خپله ګناه لویه لکه غر وي
په حیله حیله به غر د مچ وزر کړې
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي
خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې
تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شه
چې له حقه و باطلو ته ګذر کړې»
حضرت محمد ص وینا ده چې وايي:
«جنت ته د ننوتلو لپاره اړینه ده چې،
پر ژمنه وفا وشي
امانت خیانت نه شي،
د ځان او د نورو عزت وساتل شي،
د غیبت او چغل ګیري ځان ساتنه وشي،
او له حرامو څخه پرهېز وشي.»
خوشال بابا وايي:
«خر که بد دی بار وړي
بد سړی بدتر تر خره دی
ته يې ویښ وینې په سترګو
غافل ویښ نه دی، اوده دی»
خو له بده مرغه دا ټولې کړنې له انسانیت څخه لیرې کړنې په انسان پورې اړه لري او انسان ته منسوب دي. ځکه په خپله انسان دی، چې انسان وژني او په نړۍ کې به کومه بېلګه ونه موندل شي، چې د انسانانو په څېر دې کوم بل موجود په دومره لوی مقیاس خپل همنوعان ووژني او یا اتومي، بیولوژیکي او کیمیاوي وسلې د انسانانو د وژلو لپاره جوړې کړي.
انسانی ژوند په انسانيت پورې اړه لري، او هغه په هغه صورت کې تر لاسه کېدای شي، چې انسان د انسانیت ځانګړتیاوې په ځان کې راټولې او له غیرانساني کړنو څخه ځان وژغوري.
د اسلام د سپېڅلي باور له نظره انسانیت او ښه انسان هغه دی، چې دالله ج ټول حکمونه يې منلي وي. په اسلامي باور کې د انسان لپاره انسانیت تر ټولو غوره کړنه ده. د خدای ج په نزد تر ټولو غوره هغه دی چې تقوا ولري او تقوا خپله انسانیت ته وايي.
حضرت محمد ص فرمايي:
«هر څومره چې د یو چا نېکۍ د هغه له بدیو زیاتې وي، هغه کامل دی.»
که په لنډه او کوټلې توګه ووایو، انسانیت د ایمان ،تقوا، اخلاقو او ټینګ هوډ ټولګه ده. په هره اندازه چې دا ارزښتونه ټینګ، پایداره او هماهنګ وی، په هماغه اندازه به د انسانیت ستنې ټينګې وي.
انسان باید په ټولنه کې خپلې موخې، خپل ځای او د انسانیت او انساني ژوند غوښتنې وپېژني.
څه ښه وايي:
که له علم سره تقوا، ښځې سره حیا او له ملګري سره وفا نه وي، درې واړه په یوه ناچله روپۍ هم نه ارزي.
ګل پاچا الفت به ویل:
«زړه يې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی
په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي»
او یا دا چې خوشال بابا وايي:
«هغه زیست چې د عزت له مخې نه وي
چې يې کا په هغه زیست پورې هم پک یم»
ګل پاچا الفت به ویل:
«هغه نړۍ کې وي د ژوند واړه خوندونه
چې څوک نه ویني څه زجر بې قانونه
اطمینان د روح او فکر هلته بویه
چې اصول او قوانین کوي کارونه»
خوشال خټک بیا د هغه چا په هکله چې د انسانیت او تقوا تومنه په ځان کې نه لري وايي:
«چې نه د دین نه د دنیا دی
هغه که ګرځي په کار د چا دی
پرېږده چې ومري جهان ترې خلاص شي
په دا جهان کې یوه بلا دی»
له بده مرغه زموږ ځینې هېوادوال غلا، قتل، دروغ، غیبت، انسان غولونه، فساد، ظلم، د دروغو ټاپه وهل، رشوت او داسې له انسانیته لیرې کړنې د ځان لپاره روا بولي او په ویاړ يې تر سره کوي. خو اسلام د سپیڅلی باور له مخې دا ټولې کړنې حرامې دي. څوک چې حرامو ته حلال وايي، د هغوی حکم خو ټولو ته ښکاره دی.