سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهعمران خان: په افغانستان کې د عملیاتو په اړه د زرداري خبرداری...

عمران خان: په افغانستان کې د عملیاتو په اړه د زرداري خبرداری احمقانه دی

تاند: ( پنجشنبه، د زمري ۱۲ مه ) د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان، په افغانستان کې د پاکستان ضدو عناصرو د ځپلو په پلمه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو له لوري د عملیاتو د ترسره کېدو خبرداری احمقانه بللی.

هغه ویلي، چې په کابل کې د طالبانو حاکم رژیم د دوی « دوست حکومت» او د داعش خلاف مبارزې لپاره ګټور دی.

د هغه په باور، د بلاول خبرې لېونۍ او احمقانه دي.

د طالبانو رژیم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو د تازه خبرداري په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو مخکې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو د موجودیت ادعاوې رد کړې او هم یې په افغانستان کې د پاکستان د عملیاتو د خبرداري پر وړاندې توند غبرګون ښودلی و.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب یو ځل د پاکستان د ورته خبرداري په غبرګون کې ویلي وو، چې د افغانستان خاوره بې څښتنه نه ده او دوی به یې کلکه دفاع وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب