سه شنبه, مې 21, 2024
Home+په مصنوعي ذهانت د سینې د سرطان په تشخیص

په مصنوعي ذهانت د سینې د سرطان په تشخیص

تاند- په سویډن کې له مصنوعي ذهانت څخه د سینې د سرطان په تشخیص کې کار اخیستو ښه نتیجه لرلې ده.

د سویډن د لوند پوهنتون څېړونکي وايي چې له مصنوعي ذهانت یا اې آی څخه د سرطان په تشخیص کې استفاده د ایکسرې په پرتله په سلو کې ۲۰ اغېزمنه ثابته شوې ده.

د یورو نیوز د راپور له مخې، د لوند پوهنتون څېړونکو پر ۸۰ زره ښځو د خپلې څېړنې پایلې د چهارشنبې په ورځ / اګست ۲ په (The Lancet Oncology) علمي مجله کې خپرې کړې.

د دغو ښځو نیمايي د مصنوعي ذهانت له لوري وازمویل شوې چې د هغو په منځ کې یې د ۲۴۴ تنو د سینې سرطان تشخیص کړ؛ په داسې حال کې چې دود طریقه یعني د عکس او سکن په طریقه تر دې د لږ کسانو سرطان وپېژندل شو.

تر ټولو جالبه دا وه چې د مصنوعي ذهانت په وسیله په تشخیص شویو سرطانونو کې هیڅ یو ناسم ثابت نه شو. خو په دود طریقه کې ډېر ځلې تشخیص شوي سرطانونه ناسم وي.

دوی وايي چې لا هم نورو څېړنو ته اړتیا ویني.

دا په داسې حال کې ده چې ډیری ساینسپوهان وړاندوینه کوي چې په راتلونکې کې به مصنوعي ذهانت د ډاکتر او لابراتوار کار ورکوي.

تر دې وړاندې په بریتانیا کې هم د سرطان د تشخیص لپاره له مصنوعي ذهانته کار اخیستل شوی او څه نا څه پرمختګ په دې برخه کې شوی دی.

په سویډن کې د مصنوعي ذهانت له لارې د سرطانونو د تشخیص په برخه کې دې تازه پرمختګ هیلې لا ډېرې وغوړولي.

د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې ژر تشخیص شي، هر څومره ژر چې دا ناروغي وپېژندل شي، په هماغه اندازه یې د درملنې امکان زیاتیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب