Homeخبرونهد سالنګ لار د جوړولو لپاره له شنبې تړل کیږي

د سالنګ لار د جوړولو لپاره له شنبې تړل کیږي

تاند: (پنجشنبه، د زمري ۱۲ مه) د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګونو لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار یې پيل کړی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یادې پروژې د کار د ښه تطبیق په موخه؛ سر له شنبې ورځې څخه؛ دغه لویه لاره د ورځې لخوا د هر ډول ترافیکي وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړل کېږي.

سرچینه زیاتوي: د شپې لخوا په نوبت سره یوه شپه له شمال څخه جنوب لوري ته او بله شپه له جنوب څخه شمال لوري ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

ټولګټو وزارت له خلکو غوښي، چې د راتلونکې جمعې ورځې تر پایه پورې اړونده اړتیاوې پوره او د حوصله مندۍ یې له تخنیکي پرسونل سره همکاري وکړي.

 سالنګ لاره، د افغانستان شمال له مرکزي سیمو سره نښلوي.

یو شمېر خلکو د دې لارې د جوړیدو د پيل هرکلی کړی دی.

دا لار په تیرو کلونو کې په ځلونو ترمیم شوې خو ژر ورانه شوې، خلک تمه لري چې دا ځل به اساسي جوړه شي.

1 COMMENT

  1. د سالنګ لویه لار او تونل
    د سالنګ تونل د سمندر له سطحې نه 3950 متره لوړ او د افغانستان دهندوکش واورینو غرونو په مرکزي برخه کې موقعیت لري . د دې تونل اوږدوالی دوه کیلومتره او اووسوه متره ، سور یې 6 متره او د تونل لوړوالی پنځه متره دی .
    د دې پروژې د جوړولو کار د ارواښاد اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د پاچاهي او د شهید سردار محمد داود خان د صدارت په وخت کې د پخواني شوروي په مرسته په 1337 کې شروع او په 1343 پای ته ورسېده.
    د دې سترې پروژې کار د ډګروال محمدنسیم خان په مشرۍ د افغانستان د وخت ملي اردو په واسطه سرته رسېدلی ، چې 636 میلیونه امریکایی دالره مصرف ورباندې راغلی دی. د دې مهمې پروژې د کار په سرته رسولو سره د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ لاره 110 کیلومتره لنډه شوېده . د تونل له جوړېدو مخکې د هېواد شمال او جنوب ترمنځ تګ راتګ ، سوداګري او انتقالات د هندوکش د غرونو ترمنځ سرته رسېده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...