شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان ادعا کوي چې د ژوب پر فرقه برید افغانانو کړی

پاکستان ادعا کوي چې د ژوب پر فرقه برید افغانانو کړی

تاند (د اسد ۱۲ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تېره میاشت د بلوچستان ایالت د ژوب پر پوځي فرقې (چاوڼۍ)  حمله افغان ترهګرو کړې وه.

د جولای په  ۱۲ مه څو وسله والو د ژوب په فرقه برید وکړ او لږترلږه ۱۳ تنه یې ووژل.

پاکستاني چارواکو په پیل کې هم ادعا کړې وه چې حمله کوونکي افغانان وو خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز بلوچ پرون (چهارشنبې) وویل په دې برید کې ۵ حمله کوونکو برخه لرله چې ۳ یې افغانان وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې دا برید په کلکه غندي او په دې اندېښنه ښيي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو لپاره کار اخیستل کېږي.

پرون د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د باجوړ د یکشنبې د ورځې د برید پړه هم پر افغانانو واچوله.

طالبانو مخکې د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې د کارول کېدو په اړه ادعاوې رد کړي خو د پاکستان د تازه ادعاوو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ د تېرې یکشنبې د خونړي برید د قربانیانو شمېر ۶۳ ته زیات شوی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس په روغتونونو کې د یو شمېر ټپيانو له مړینې وروسته پرون چهارشنبه دا شمېرې خپرې کړي دي. 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب