Homeخبرونهپه ننګرهار کې يو ټلويزيون او ۳ راډيو ګانې وتړل شوې

په ننګرهار کې يو ټلويزيون او ۳ راډيو ګانې وتړل شوې

تاند: ( پنج شنبه، د زمري ۱۲مه) ‏‏‏‏سیمه ييزې سرچينې وايي، چې طالبانو روانه اوونۍ په ننګرهار کې د همیشه بهار تلويزيون تر څنګ ۳ راډيو ګانې، چې دغه تلويزيون سره يې له يوه ګډ دفتر څخه خپرونې کولې، تړلي دي.

د همېشه بهار تلويزيون مشر اتل ستانکزي رسنيو ته ويلي، چې د طالبانو ځواکونو یې پر دفتر یرغل وړی او همکاران یې وهلي ډبولي دي.

همیشه بهار، ځوانان او نن راډيو ګانو هم له دغه دفتر څخه خپرونې کولې.

طالبانو د دغو رسنيو د تړلو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د دوی له لوري پر رسنيو او خبريالانو د بندیزونو او ناوړه چلند شکايتونه زيات

شوي.

1 COMMENT

  1. د یوه مطلقه توري دیکتاتوري په لور روان هیبتي او حقاني ځناور به ځان او هیواد دواړه د نابودي کندي ته ورټیل وهي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...