Homeخبرونهایران تېره میاشت تر ۹۰ زرو پورې افغان کډوال شړلي

ایران تېره میاشت تر ۹۰ زرو پورې افغان کډوال شړلي

تاند: ( پنجشنبه، د زمري ۱۲ مه ) د طالبانو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن رشید اعلان وکړ، چې په تېره یوه میاشت کې نیږدې ۹۰ زره افغان کډوال وېستي.

هغه دا هم ویلي، چې د دوی تر نېمایي پورې کسان په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي.

ستانه شوي یو شمېر کډوال بیا دغه ادعا ردوي او وایي، چې د طالبانو رژیم ایران سره د کډوالو د وېستو په موضوع کې همغږی دی.

 طالب مقام نه دي ویلي، چې ایران د کډوالو موضوع سره څه ډول چلند باید وکړي.

مخکې طالبانو له ترکیې غوښتي وو، چې د افغان کډوالو د وېستو پر ځای پر مناسبو لارو غور وکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، له افغانستانه د څومیلیونه کسانو د کډوالۍ خبر ورکړل شوی، خو طالبان ادعا لري چې هیڅوک د دوی د ګواښ له وجې هېواد پرېښودو ته نه دی اړ وتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...