جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سرشمېرنې د پروګرام د پيل او برېښنایي تذکرو د وېش چټکولو...

د سرشمېرنې د پروګرام د پيل او برېښنایي تذکرو د وېش چټکولو خبر ورکړل شو

تاند: ( پنجشنبه، د زمري ۱۲ مه )  د طالبانو د حکومت د احصایې اداره وايي، د افغانستان د نفوسو د سرشمېرنې طرحه یې کابینې ته سپارلې او د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر یې هم ګړندی کړی دی.

دغه رياست وايي، چې څه باندې لس ميليونه نوې تذکرې يې صادرې کړي دي.

د طالبانو د “معلوماتو او احصایې ملي ادارې”  ادارې ویاند محمد حلیم رفیع ویلي چې دې ادارې د هېواد د عمومي سرشمیرنې طرحه کابینې ته وړاندې کړې او د تطبیق لپاره یې بودیجه جوړه کړې ده.

د هغه په وینا، په 31 میاشتو کې له 120 څخه تر 150 ملیون ډالرو ته اړتیا ده.

هغه وويل، پر دې پلان په کابينه کې بحث شوى، خو نړيوالو بنسټونو تر اوسه د دغه پلان د ملاتړ ژمنه نه ده کړې او که د طالبانو کابينه تصويب کړي، د دغه پلان د پلي کېدو لګښت بايد له “کورنۍ بوديجې” څخه تمويل شي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې له لسیزو راهیسې یې د نفوسو بشپړه سرشمېرنه نه ده کړې.

د دغې ادارې او نړیوالو سرچینو د اټکل له مخې، اوس د افغانستان نفوس څه باندې څلویښت میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.

طالب ویاند دا هم وويل چې ټولو افغانانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو وېش به د نفوسو د سرشمېرنې له پروګرام سره مرسته وکړي.

د افغانستان د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په ۲۶مه په دغه هېواد کې پیل شوه.

د طالبانو د احصایې ریاست ویاند زیاته کړه، که ټول وګړي دغه برېښنايي تذکرې ترلاسه کړي، د هېواد د نفوسو سرشمېرنه به هم په اسانۍ معلومه شي.

هغه وويل، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په دوو کلونو کې شاوخوا ٥،٤ ميليونه برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر کومه وخته به د دې هېواد ټول وګړي د زېږېدنې دغه سندونه ترلاسه کړي، هغه وويل چې دغه رياست هر کال په دې برخه کې پلان لري او په کال ١٤٠٢ کې يې د شاوخوا ٤ ميليونو نوي برېښنايي تذکرو د وېش او له ١٠ تر ١٥ ميليونو د وېش پلان لري.

هغه زیاته کړه، د طالبانو د احصایې ریاست هڅه کوي چې د زیږون د سندونو د ورکړې بهیر ګړندی کړي او په دې برخه کې په پام کې لري چې د ولایتونو په مرکزونو سربېره په ولسوالیو (ښارونو) کې هم د زیږون د سندونو د ورکړې دفترونه جوړ کړي.

د سروبي او چهاراسیاب په ګډون د کابل په ځینو ولسوالیو کې دا دفترونه په اصل کې فعالیت کوي.

د طالبانو د احصایې ریاست ویاند زیاته کړه چې د نفوسو د سرشمېرنې د تمویل په اړه یې د ملګرو ملتونو له بنسټونو سره خبرې کړې دي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

تر دې مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې دغې ادارې ویلي و چې په ټول هېواد کې یې ۶۹ مرکزونه فعال کړي او د تذکرې د پوښښ دولتي فیس ۳۰۰ افغانۍ (چې شاوخوا څلور ډالره کېږي) ټاکل شوی دی.

د بریښنایی تذکرو لپاره یو شمیر غوښتونکو ویلي چې دوی د نوي تذکرو ترلاسه کولو لپاره له “میاشتو راهیسې” انتظار باسي.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، د پاسپورټونو غوښتنه ډېره شوې، چې د دې لپاره الکترونیکي تذکره ضرور ده.

یو شمېر کورنۍ چې اړتیا لري خپل ناروغان بهر ته ولېږدوي وايي، چې د درملنې د لګښت تر څنګ یې له تور بازار څخه د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې پیسې ورکړي دي.

واک ته د طالبانو له راتګ راهیسې په سلګونو زره کسان له افغانستانه وتلي او د پاسپورټونو غوښتنې ډېرې شوې دي.

په افغانستان کې د پاسپورټ ترلاسه کول څو میاشتې وخت نیسي، داسې تورونه هم لګول شوي چې ډیری یې د غیر قانوني پیسو په ورکولو سره پاسپورتونه ترلاسه کړي، که څه هم طالبان دا تورونه ردوي.

1 COMMENT

  1. دا کار ډیر ضروري دی چې باید د هر قوم تعداد معلوم شي او دا هم معلومه شي چې پښتانه څومره دي. اوس خو زمونږ فیصدي د نیمایي نه دوی کمه ښایي. باید د هغو خلکو تعداد هم معلوم شي چې خارچ کې دي د خپلوانو نه یې باید پوښتنه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب