پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهسمنګان کې له زده کړو محرومې ۵۰ نجونو ته د کار زمینه...

سمنګان کې له زده کړو محرومې ۵۰ نجونو ته د کار زمینه برابره شوې

تاند ( دوشنبه ـ د سنبلې ۲۶مه)  سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د سمیرا په نامه یوې متشبثې مېرمنې له زده کړو محرومو ۵۰ نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په دې ډله کې هغه نجونې شاملې دي چې له زده کړو او کاره محروم کړای شوي دي.

د دې کارخونې مشره سمیرا وایي ۵ کاله وړاندې په ۲۰ زره افغانۍ د خیاطۍ مرکز جوړ کړ، چې په خبره یې اوس په کې د ۱۰۰ زره افغانیو وسایل لري.

هغه وایي، تر اوسه یې په دې برخه کې له حکومت او کومې موسسې مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د سمیرا په خبره یې د دې کار موخه یې د له زده کړو د محرومو نجونو لاسنیوی او له همدې لارې د لاسي صنعت پراختیا ته کار کول دي.

په کار بوختې نجونې هم خوښې دي، چې د کار زمینه ورته برابره شوې.

دوی وایي هڅه یې وکړه چې زده کړې وکړي خو ونه توانېدل او نه هم چا ورته زمینه برابره کړه؛ نو په همدې پار اړ شول چې یو کسب زده کړي څو راتلونکی پرې وپالي.

فرشته وایي د طالبانو له راتګ او ورسره هممهاله د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو له بندېدو وروسته دې پرېکړه وکړه، چې د خیاطۍ کسب زده کړي څو هم بوخته وي او هم له رواني فشاره یې ځان ژغورلې وي.

دوی هیله مندې دي چې طالبان یې د زده کړو پر وړاندې لګولې خنډونه ژر لرې او اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب