جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتورخم: پاکستان ته د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی شوی

تورخم: پاکستان ته د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی شوی

تاند: ( پنجشنبه، د زمري ۱۲ مه )  د تورخم ګمرک لپاره د طالبانو د رژيم چارواکي وايي چې په دغه ګمرک کې یې د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې ده.

د تورخم کمیسارۍ معاون مولوي نصرت الله اخند وویل، چې د دغې  کمیسارۍ منسوبینو  په  تېرو څو اوونیو کې ۱۱ کیلو ګرامه قیمتي ډبرې نیولي چې، په یادو ډبرو کې بیروچ او کرومايت شامل دي.

نصرت وویل، چې د تورخم بندر له لارې به هیچا ته د غیر قانونې کړنو د تر سره کېدو اجازه ور نه کړي.

د سرچنې په خبره له دې هم وړاندې په یاد کمرک کې ۲۰  جلده جعلي پاسپورټونه نیول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر خلک د طالبانو له بیا واکمنیدو سره پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ته له افغانستان څخه د قیمتي معادنونو د توکیو، پوځي تجهیزاتو او وسلو، او ان تاریخي اثارو د قاچاق زیاتیدو خبر ورکوي.

1 COMMENT

  1. د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د کرومیتو کانونه خو هره ورځ په غیر قانوني ډول استخراج او د تور پنجاب په لور وړل کیږي .
    یاربه افغانانو ته لږ عقل ورکړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب