جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغان او قزاق سوداګرو د ۱۹۱ میلیون ډالرو قراردادونه لاسلیک کړل

افغان او قزاق سوداګرو د ۱۹۱ میلیون ډالرو قراردادونه لاسلیک کړل

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۲ مه)  په استانې کې د افغانستان او قزاقستان سوداګرو او پانګوالو په خپل منځ کې د نژدې ۱۹۱ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړل.

د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې، د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا قراردادونه نن په استانې کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د درې ورځنۍ اقتصادي غونډې په لومړۍ ورځ لاسلیک شول.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ۱۵۰ تنه افغان چارواکي او سوداګر دې غونډې ته بلل شوي دي.

د دغه وزارت پر اساس، په دغو کسانو کې هیڅ داسې کس نشته چې د نړیوالو له خوا دې د بندیزونو په لست کې شامل وي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی د افغانستان او قزاقستان د سوداګري اتصال غونډې ته تللی دی.

د دغه وزارت په وینا، د غونډې مقدماتي مراسم پرون چهارشنبه پيل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب