Homeخبرونهداعش ډلې د خپل نوي مشر نوم اعلان کړ

داعش ډلې د خپل نوي مشر نوم اعلان کړ

تاند (جمعه، د اسد ۱۳ مه) د اسلامي دولت په نوم ترهګرې ډلې، چې ځینې یې داعش او ځینې یې خوارج بولي د پنجشنبې په ورځ د خپل نوي مشر نوم اعلان کړ.

دې ډلې خپل نوی مشر وروسته له دې اعلان کړ چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څو میاشتې پخوا وویل چې تُرک ځواکونو د داعش مشر وژلی دی.

د اسلامي دولت ډلې ویندوی په خپل ټیلګرام (خواله رسنۍ) کې ویلي چې ابو حفص الاهاشمي القریشي یې نوی مشر ټاکل شوی دی.

 د داعش ویندوی نه دي ویلي چې کله یې پخوانی مشر ووژل شو.

د الجزیرې تلویزیون د یوه راپور له مخې، د داعش مخکینی مشر د سوریې په شمال لوېدیځ کې له خپلې سیالې ډلې، حیات طاهرالشام سره په مخامخ نښته کې ووژل شو.

له بلې خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اپریل میاشت کې ادعا وکړه چې د ترکیې استخباراتي ځواکونو د اسلامي دولت پخوانی مشر له اوږده تعقیبه وروسته وژلی دی.

داعش ډله اوس تر منځني ختیځ په افغانستان او پاکستان کې ډیره فعاله ده. دې ډلې د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د خونړۍ حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

په دې برید کې لږترلږه ۶۴ تنه ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...