جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتاجیکستان: د نیشه یي توکیو په اړه د طالبانو خبرې د باور...

تاجیکستان: د نیشه یي توکیو په اړه د طالبانو خبرې د باور وړ نه دي

تاند: ( جمعه، د زمري ۱۳ مه )  د افغانستان په ګاونډ کې د طالبانو د رژیم تر ټولو واضح منتقد تاجیکستان هېواد، د دغه رژیم هغه ژمنې د شک وړ ګڼلي، چې د نیشه یي توکیو پر ضد د مبارزې په اړه یې کوي.

د تاجیکستان د نیشه یي توکیو پر ضد د مبارزې ادارې مشر حبیب الله وحید زاده په تازه خبرو کې ادعا کړې، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره دغه هېواد ته د نیشه یي توکیو قاچاق زیات شوی.

هغه په دې برخه کې د طالبانو رژیم د ژمنو په عملي کولو کې پاتې بللی.

د طالبانو رژیم بیا د نیشه یي توکیو پر ضد د لاسته راوړنو خبر ورکوي.

یو شمېر نړیوالو بنسټونو او سیمه ییزو هېوادونو هم د طالبانو د رژیم دغه ادعا تایید کړې ده.

تاجیکستان د طالبانو د رژیم واضح مخالف دی، تر دې چې د ملي مقاومت جبهې په نوم یې د دوی د وسله والو مخالفانو یوې ډلې ته پناه ځایونه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب