یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو کورنیو چارو وزارت: تېر کال تر ۱۲ زرو زیات جنایي...

د طالبانو کورنیو چارو وزارت: تېر کال تر ۱۲ زرو زیات جنایي جرمونه شوي

تاند: ( جمعه، د زمري ۱۳ مه )  د کورنیو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وايي، چې تېر کال په ټول هېواد کې ۱۲۲۸۳ جنايي پېښې شوې دي.

د دغه وزارت لپاره د طالبانو ویاند عبدالمتین قانع زیاتوي چې په دغو پېښو کې د لاس لرلو په تور ۱۷۲۱۷ کسان نیول شوي دي.

هغه دا هم وایي، چې تېر کال په ټول هېواد کې ۱۱۲۵۳ هکتاره کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي.

فقر، بې کاري، اقتصادي او بشري ناورین په افغانستان کې د جنایي جرمونو د زیاتيدو تر ټولو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.

دا ارقام داسې مهال اعلان شوي، چې په وروستیو کې له یو شمېر ولایتونو څخه د جنایي پېښو د زیاتوالي له امله د خلکو شکایتونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب