ما ته یوه ستونزه دې جوړه کړې وه، چې ما نه شوای کولای په اسانۍ د ښوونځي له نورو زده کوونکو سره توافق وکړم، که څه هم د لیسې ټول زده کوونکي کوچیان نه وو، بلکې زیاتره یې د غزني، پکتیا او پکتیکا او نورو ولایتونو د کلو او بانډو اوسېدونکي وو. کېدای شي په دې کې به هم د هغې خبرې لاس ؤ چې زموږ وردګ پرته له خپل قوم نه نورو پښتنو ته اندړ وایي او اندړو ته بیا د کوچیانو په سترګه ګوري.
همدغه له نورو زده کوونکو سره نه توافق او زما د زړه ډېر په تنګ توب د دې لامل شول، چې د ښوونځي د سرمعلم راباندې زړه وسوځي او راته ووايي، چې راځه د ښوونځي په اداره کې واړوه، ما هم په نیمه شپه له خپل اطاق نه بستره بار کړه او په اداره کې مې د مېزونو شاته واچوله، تر نیمې ورځې به اداره وه او له نیمې ورځې وروسته تر بل سهاره به زما د استوګنې ګوټه وه، د ښوونځي نور زده کوونکي به زما دې زور او واسطې ته حیران ؤ او ویل به یې چې شاګرد وګوره او د ټولې ادارې واک او اختیار ورسپارل وګوره!
کله کله به له ډېرې حیرانۍ نه د ادارې په کړکۍ کې راودرېدل او زما سیل به یې کاوه، خدایزده چې څه اشا تر پام ورغلم، خو ما به هم د دوی په دې راکتو ډول ډول نخرې کولې، ګیلاس به مې له چایو نه ډک کړ او په څوکۍ کې به مې په پروتو څښا، د کوم یوه سره به مې چې یو څه پېژندلي وو، هغه ته مې سات وکړ، د هغه بېچاره به که هر څو چایو ته زړه کېده، خو د سرمعلم له ډاره یې ادارې ته قدم هم نه شوای را اخیستای.
زما د دغې روب او داب زمانې ډېر دوام ونه کړ او ډېر ژر د ښوونځي د مدیر له خوا په کې لغته ووهل شوه، هغه وروسته له ډېر وخت نه ښوونځي ته راغی او د شپې یې چې کله د ادارې ګروپ روښانه ولید، نو ادارې ته یې سر راننویست، هغه یې چې پر ما سترګې ولګېدې حیران شو، چې دا غلا کوي او که څه بله موخه لري، چې ادارې ته په دې نیمه شپه راغلی دی؛ کله یې چې پوښتنه رانه وکړه او ما کیسه ورته وکړه، یو دم په قهر شو، داسې یوه چیغه یې راباندې راوکړه، چې نیږدې مې یې غوږونه را کاڼه کړي وو، وهلو ته مې یې چې څو ځان برابراوه، د ادارې له کړکۍ مې ترې ټوپ کړل او بېخي د ښوونځي له دروازې ووتم، له څه وخت نه وروسته چې راغلم، د لیلیې معلم یې تیار راته رالېږلی ؤ او ورته ویلي وو، چې ده ته ډېر ژر په همدې شپه کې په کوم اطاق کې ځای پیدا کړه، هغه بېچاره په ډېرو اطاقونو راسره وګرځېد، بالاخره یې د ګیلانوالو په اطاق کې ځای راته پیدا کړ.
دا ګیلانوال ډېر ښه خلک وو، ډېری یې د قران کریم حافظان وو، اطاق یې هم د قاریانو د اطاق په نامه مشهور ؤ، خو یوه په کې د میرګي ناروغي درلوده او بېرانېده به، د دغه ناروغ نه مې اروا قبضېده، ځکه ما په ژوند کې تر اوسه داسې څه نه وو لیدلي، کله به چې سم شو، پر هغه سربېره به هم ترې وېرېدم.
د دغه جنجال خو ښه ؤ ژر به پای ته ورسېده، یو بل بیا داسې ؤ چې هغه به د شپې پورته کېده، آن له اطاق نه به هم بېرون ته واته، یوه ورځ له اطاق نه وتلی ؤ او سیخ د لیلیې د څاه خواته چې سر یې لوڅ ؤ تللی ؤ، خو ښه ؤ څاه ته په ور نیږدې کېدو د لیلیې د معلم پرې فکر شوی ؤ او غږ یې پرې کړی ؤ، هغه چې ده غږ نه ؤ ورته کړی، معلم پرې پوهېدلی ؤ چې سړی په خوب کې روان دی، ژر یې ور منډې کړي وو او له لاس نه یې رانیولی ؤ او سیخ یې اطاق ته راوست، وروسته له هغې به موږ ټولو په منځ کې پرېویسته، دغه کار ما ته لا جنجال جوړ کړی ؤ، هر وخت به په دې فکر کې ویده کېدم چې نن به مې په خېټه کې راخېژي او سبا به مې په خېټه کې راخېژي.
یو وخت خو داسې هم شوي وو چې دی د پورته کېدو په حال کې پر ما داسې را کوړۍ شوی ؤ، هغه چې د بل قاري ورته فکر شوی ؤ چې زه لاندې او دی برسېره دی، ژر یې لغته ورکړې وه، د هماغه لغتې سره یې دی هم له خوبه راویښ کړی ؤ، پر سبا یې ما ته کیسه وکړه، چې بېګاه مې له مرګه وژغورلې، که پرې راویښ شوی وای، حتماً دې زاره چاودېده، ځکه ته خو ډارن یې، خو که له تا پرته یو بل زړور کس هم وای، ژوند یې په خطر کې ؤ.