جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرکندهار، ګډوډ انځورونه/ حکمت سروش

کندهار، ګډوډ انځورونه/ حکمت سروش

ځوان ولاړ دی د کوهک د غره په سر کي

د ارغند د مستۍ ګانو برم ته ګوري

خامکي غاړه؛ خولۍ یې غمي داره

د شنو ونو ښایستو و کوړم ته ګوري

د ښایستې کمېس ښایسته دی جل و بل دی

د سربند هوا وهلی تور اوربل دی

پر لاسو یې د نکریزو نخش جوړ دی

په زلفانو کي یې سور د انارګل دی

دوه مین دې په دیدن پسي راوتي

دي روان د باغ پل په منظره دي

اوبو راوړل څو صدبلګه ګلابونه

او دوی دواړه د یو بل په تماشه دي

ډله راغله و ډورۍ ته اتڼ جوړ دی

په اتڼ کې بیا دا څو یو څه نامیان دي

هلته لرې یو څوک خاندي څوک خوابدي

په ورکو کې کوټ سوي اوس سوختیان دي

ښایستوکي د مکتب بسته په شاه ده

د الجبر په سوالو کې فکر بند دی

مونانکه وارخطا ده امتحان ته

له شنبې یې په نومرو کي فکر بند دی

د بابا پر سر کږه لونګۍ روان دی

په زړګي کي اوه زره ارمانونه

د بابا صاحب مزار ته فکر وړی

په دوو سترګو کي یې دوه لکه دردونه

انا ناسته ده کیسې کوي ږغیږي

د روسانو، د خلقیانو پرچمیانو

د دې ښار د کنډوالو او تباهیو

د نامیانو، مسلمانو جهادیانو

دوه ځوانان په دوو مورچو کې سره ناست دي

پر اوږو یې دي دوه ډوله بیرغونه

د یوه ښار د یوې کوڅې او ژبي

پر یو بل کړي د مرمیو ګوزارونه

فیل کلونه د دې ښار په ننداره دی

ته وا ناست پر یوه لویه خزانه دی

نه موسکی سو نه یې سترګي کله نم سوې

چوپه خوله د هر یو شور په تماشه دی

په دې ښار کې په لمبو کي ګل موسکی دی

په غمو کي په دردو کي خوند روان دی

لا د وینو په باران کي مینه کیږي

د مرګونو په سایو کي ژوند روان دی

۲۰ مه اپریل، ۱۷ مه می ۲۰۱۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب