جمعه, مارچ 29, 2024
Homeمقالېاسلامد قومونو او بیلابیلو ادیانو ترمنځ اختلاف په درې ډوله دی،

د قومونو او بیلابیلو ادیانو ترمنځ اختلاف په درې ډوله دی،

څیړونکی او شناند:

استاد انجینر نورالله خان احمدزی –

د نړۍ په قومونو کې او د اختلاف د ټکي له نظره که ورته ځیر شئ او ښه پلټنه پکې وکړئ نو دا اختلاف درې ډوله دی. په دغه برخه کې ما ډیر کتابونه او ګڼ شمیر لیکوالانو لیکنې او د هغوی نظریات کتلي او له ډیرې پلټنې وروسته دغې پایلې ته رسیدلی یم چې دا اختلاف رښتیا هم درې ډوله دی او خلک هم په دغو دریو برخو ویشل شویدي.

لومړی اختلاف:

دغه اختلاف ته د کفر او ایمان اختلاف وایي، لکه زموږ او د هندوانو، زموږ او د عیسویانو، زموږ او د یهودیانو، زموږ او د کمونستانو، زموږ او د مجوسیانو او نورو مشرکینو.  دغه ته د ایمان او کفر اختلاف وایي او دا په بنسټیزو عقایدو کې مختلف وي یو بل سره، لکه:  ځینې روسیان یا کمونستان او ملحدین له سره خدای نه مني، عیسویان  چې حضرت عیسی علیه السلام ته هم خدای وایي او هم د خدای ځوی وایي او هم درېیم خدای وایي. یهودیان بیا حضرت عزیر علیه السلام ته د خدای ځوای وایي. هندوان خو خدایان مني امّا بیشماره ، سرکاري خدای د هغوی د پیشو ګانو درې سرونه دي او هغوی ورته تهري ویدیا وایي ، په قبالو، حکومتي لیک او لیکنو او دارنګه په حکومتي کاغذونو د پیشوګانو درې سرونه لیکل یا چاپ شوی وي.  دا یو ډول د اختلاف شو او دغې ته سخت او د ایمان او کفر ترمنځ اختلاف وایي او موږ ناروا عقاید ردوو او پخپل دین  چې د اسلام مبارک دین دی پر هغه فخر کوو او شکر هم پرې وباسو. الحمدلله.

دوهم ډول اختلاف:

دا ډول اختلاف د ګمراهۍ او نه ګمراهۍ (بېلارۍ او نه بېلارۍ)  دی، دا ډول اختلاف د هغو نورو  ډلو چې ځان ته مسمانان وایي خو هغوی د ډیرو څرګندو خبرو نه، د اسلام د ضرورتیاوو نه رد او بدل دي، لکه: زموږ او د شیعه ګان خلاف، زموږ او آغاخانیانو خلاف، زموږ او خوارجو خلاف، دغه خوارج یو قوم او ډله هم ده چې په مسقط او عمان کې اوسیږي او نظام هم هلته د هغوی چلیږي، دا ډله ځانته مسلمانان وایي حج کوي عمرې کوي، خو دوی حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر رضی عنه مني امّا حضرت عثمان رضی الله عنه او حضرت علي کرم الله وجهه نه مني. د هغوی دا عقیده چې که چا لویه ګناه وکړه نو هغه کس له اسلام څخه بهر شو (لکه د زنا علم او داسې نور) او داسې عقیده چې د لویې ګناه والا کس به د تل لپاره په دوزخ کې وي او همدارنګه دوی وایي چې د خدای جل جلاله لیدل نشته البته په جنت کې، دارنګه په ظاهر کې شیعه ګان چې د حضرت علي رضی الله عنه او د هغه د اولاد څخه بغیر دا نور صحابه نه مني، د هغوی له عقایدو او کتابونو څخه داسې معلومیږي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ددې لپاره راغلی وو چې هغه د خپل اولاد بیان وکړي او هغه صحابه چې قرباني یې ورکړي او دا دین یې خپور کړی وو او تر ټولې نړۍ یې رسولی وو دا نور یو هم نه مني او هغو نورو ته په سپکه ګوري د حضور صلی الله علیه وسلم بیبیانو ته سپک ګوري دا ډله هم د خدای جل جلاله لیدل یا دیدار نه مني، د قرآن کریم په اړه د تحریف عقیده، د احادیثو په اړه د هغوی او زموږ ترمنځ اختلاف چې دوی زموږ  ډیر احادیث نه مني او دهغوی ډیرې نورې خبرې او عقاید غلط دي او داسې نور ډیر مسایل دي چې زموږ د اهلسنت والجماعت او د هغوی ترمنځ پکې اختلاف شتون لري نو دغه ډول اختلافاتو ته د ایمان او کفر اختلاف نه وایي بلکه دا ډول اختلاف ته د ګمراهۍ او نه ګمراهۍ اختلاف ویل کیږي.

درېیم ډول اختلاف:

دا ډول اختلافات د اهلسنت والجماعت او د غیرمقلدینو یا د مذهب څخه د انکار کوونکو ترمنځ شتون لري. اهل سنت والجماعت چاته ویل کیږي! سنت د خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم لار ته وایي او جماعت د صحابه کرامو ټولي یا جماعت ته ویل کیږي نو دا زموږ د ډلې تشخیص او ځانګړتیا ده او دغو څلور مذاهبو ته همدا نوم کارول کیږي.

موږ اهلسنت والجماعت څلور ډلې په ټولو اصولي او عقیدوي مسایلو کې یو ډول عقیده لرو او د څلور مذاهبو ترمنځ اختلاف شته خو د غوره او د نا غوره، عقیده یې یوه ده مسلک یې یو دی خبره یې یوه ده، د دوی ترمنځ لکه چې مو ولیکل اختلاف یوازې د غوره او نا غوره دی څوک وایي چې آمین با الجهر کوو او بله ډله وایي چې نه آمین باالسر یا پټه آمین ویل پکار دي دغه اختلافات هم په فروعي مسایلو کې دی نه په اصولي او عقیدوي مسایلو کې.

د نړۍ هغه خلک چې مسلمانان ورته ویل کیږی په دغو کې ۹۵٪ اهلسنت والجماعت دي او بیا په دغو کې ۶۲٪ احناف دي. اوس دا د ۵٪ او ۹۵٪ ترمنځ اختلاف د نیکي حق او د بیلارۍ او ګمراهۍ ترمنځ اختلاف دی او بل د ۹۵٪ ترمنځ اختلاف دا د غوره او د نا غوره اختلاف دی او دغې ته اختلاف مذموم نه ویل کیږي بلکه دا  احسن او ښه دی په دین کې.

د مثال په توګه دا اختلاف د اهلسنت والجماعت ترمنځ ولې راغلی!!! کله حضور صلی الله علیه وسلم یو عمل کړی وي او بیا یې ترک یا پرېښی وي خو یوې ډلې ته دا عمل معلوم وي او بلې ته نه وي رسیدلی یا پټ پرې پاتې شوی وي یا هغه عمل هغو سیمو ته چې دوی پکې ژوند کوي نه وي رسیدلی ځکه دوی ټول په یو ځای یا سیمه کې نه اوسیدل، یو صحابي د یو ځای وو او بل صحابي د بلې سیمې نو  یو صحابي یو عمل خپل کړ او هغه بل صحابي چې دبلې سیمې وو هغه دوهم عمل خپل کړ  دارنګه یو صحابي چې دلنډ وخت لپاره د حضور صلی الله علیه وسلم خواته راغلی او هغه دا لیدلي چې حضور صلی الله علیه وسلم خپل لاسونه پورته یا اوچت کړي په لمونځ کې بیا بل صحابي چې د عمر تر آخره پورې د حضور صلی الله علیه وسلم خواته پاتې شوی هغه وایي چې هو دا عمل هغه مبارک د یو څه یا لنډ وخت لپاره کړی او بیا یې ترک یا پرېښی ‎، چا ترې آمین په زوره اوریدلی او چا په پټه، کله به حضور صلی الله علیه وسلم آمین د تعلیم لپاره په زوره ویل او هغه صحابي دی لیدلي چې آمین یې په زوره ویلی دی، خو بیا بل یا نور صحابه وایي چې آمین یې د تعلیم لپاره په زور ویلی دی چې خلک یې زده کړي او بیا یې یا نور وخت یې په پټه آمین ویلی یا لوستی دی. کله به آیت هم په زور لوست او حتی د ماسپښین او مازدیګر په لمونځ کې هم قرائت یا آیت  په زور ویلی دی تر څو خلک پوه شي چې هغه مبارک تلاوت یا قرائت کوي.

کله حدیث وي خو عمل پرې دوه ډوله راغلی وي، لکه: حضور صلی الله علیه وسلم د صحابوو یوې ډلې ته وویل چې بغیر دبني قریضه و نه به بل ځای لمونځ ونکړئ، که قضا شي په حکم د مصطفی دی  موږ خو به د حکم منل کوو نو چا لمونځ وکړ په لاره کې او ویې ویل چې د حضور صلی الله علیه وسلم موخه دا نه وه چې لمونځ پرېږدئ او بلې ډلې لمونځ ونکړ او غوښتل یې لمونځ په هغه ځای کې وکړي کوم ځای چې حضور صلی الله علیه وسلم ورته توصیه کړې وه، اصل کې د حضور صلی الله علیه وسلم مطلب دا وو چې لاره کې د تګ په وخت کې سستي ونکړي او په  بیړه لاړ شئ چې کافران در څخه ونه وځي. اوس کلام یا حدیث یو ده خو صحابه دوه ډلې شول یوې ډلې پرې عمل وکړ او بلې ډلې پرې ونکړ  خو دوی فهم کې خطا شول، دوی چې سرور کائنات ته ور ورسېدل او دا کیسه ورته واورول شوه نو حضور صلی الله علیه وسلم د دواړو ډلو عمل ته ښه وویل یعنې دواړه یې تقبیح نکړې. علماء وايي چې چا لمونځ په اول وخت کې وکړ د دوی رأیه قوي ده ځکه دوی د قرآن پدې آیت باندې عمل وکړ {حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ الْوُسْطَى وَقُومُواْ لِلّهِ قَانِتِينَ } ساتنه وکړئ په لمونځونو باندې او منځنی لمونځ لکه د مازدیګر او دریږئ الله تعالی ته امر منونکي، او په مراد د مصطفی یې هم عمل وکړ که څه هم په ظاهر کې د حضور صلی الله علیه وسلم د قول مخالفت پکې  ښکاري، حافظ ابن القیم رحمه الله وايي: دا لومړیتوب د دوو ډلو ده او دا چا چې لمونځ ونکړ نو دوی هم درجه لري. هغوی په وینا د مصطفی په ظاهرو الفاظو عمل وکړ نو دا ترې معلومه شوه، چې عمل بالحدیث لپاره اول تحقق د معنی مراد ضروري ده، بل دا چې سلامتیا د معارضې نه چې دا حدیث صحیح ده.

چا چې د هر صحابي په عمل کړی او کوم صحابي چې چیرته تللی دی نو هم هغه عمل هلته پاتې دی لکه کوفه (اصل کې کوفه تپې یا د خاروې لوړ ځای ته وایي) کې چې حضرت علي رضی الله وخت تیر کړی  او هلته د هغه د خلافت ځای یا مقر هم وو، او ډیر صحابه (له څلور سوه څخه ډیر) هلته پاتې وو نو د کوفې او شاوخوا سیمو خلکو او خپله امام اعظم ابوحنیفه د دغې سیمې د صحابوو علم خپل کړ او نورو ائمه وو چا د مکې چا دمدینې او چا د مصر او نورو سیمو خو ټولو دا دین له صحابوو او تابعینو څخه ترلاسه کړی دی او هغوی د امت امین او خیر غوښتونکي خلک ول.

دا اختلاف چې د غوره او نا غوره اختلاف ورته ویل کیږي او هر مذهب د یو یا یوې ډلې د صحابوو عمل خپل کړی نو له دغو څخه همدا څلور مذاهب جوړ شول چې هر مذهب د خپلې سیمې او صحابوو عمل خپل کړ او بلې ډلې د هغه بل ځای عمل خپل کړ. نو دغې ته بد یا ناروا اختلاف نه وایي او بل د امامانو ترمنځ د اختلاف یا اختلافي مسایلو کې داسې کړنه وه چې کله به په کومه مسئله کې څه اختلاف وو نو دهغوی نظریات او دلایل داسې ذکر شویدي.

امام شافعي فرمایي چې په هغه حدیث به عمل کوو چې عمل د حرمینو وي، امام مالک فرمایي چې په هغه حدیث به عمل کوو چې مدینې والاوو پرې عمل کړی وي، امام احمد فرمایي چې په هغه حدیث به عمل کوو چې کثرت روایت وي او امام اعظم ابوحنیفه فرمایي چې په هغه حدیث به عمل کوو چې مطابق د قرآن وي، دا قاعدې دي اوس غیرمقلد وایي چې دا یو هم ماته د منلو وړ ندي یعنې هغوی د دغو امامانو له مسلک او منهج څخه خلاف روان دي او دغه لارې چه امامانو غوره کړي هغوی یې ردوي. موږ وایو چې کوم شی نورو امامانو ویلي هغه هم ښه دي خو امام صاحب د ترجیح چې کومه قاعده او استنباط ویلی ده هغه تر نورو غوره ده.

د عباسي خلافت پر وخت هم قاضي القضات امام قاضي ابویوسف وو او هغه به خپله آخري پریکړه کوله او بل دا چې په نورو سیمو کې به نور قاضیان هم ول خو بیا به هم آخري ځل لپاره فیصله یا پرکړه قاضي ابویوسف ته راجع کیدله. بیا چې خلافت عثماني او خلافت مغولیه راغلل هغو ټولو کې هم د امام اعظم ابوحنیفه فقه او د مذهب حنفي مطابق پریکړې کیدلې او د نورو مذاهبو لپاره پکې کوم ممانعت نه وو بلکه د هغوی سیمو کې د هغوی فقهی مسایلو او قاضیانو ته رجوع کیدای شوه او هیڅ ډول بندیز ور باندې نه وو.

مطلب دا چې دا نور مذاهب په اطرافو او کلیو بانډو کې وو خو مذهب حنفی ته ډیر شهرت او پیژندګلوي حاصله وه او ډیر مشهور وو، نو ددې وجه یوازې همدا وه او بل په مذهب حنفي کې ډیر جذابیت شتون درلود او تر ډیر جامع او کامل مذهب په توګه نړۍ ته څرګند شوی وو، ددې مطلب داندی چې دا نور مذاهب باطل یا منع وو بلکه هغوی ته دومره شهرت او پیژندګلوي نه وه حاصل شوې او همدا وجه وه چې دا مذهب په ټوله نړۍ کې همداسې په اکثریت سره را روان دی.

نو دا څلور ډلې یو خلک دي ټولو ته اهلسنت والجماعت وایي او د دوی ترمنځ بیلتون په فروعي مسایلو نه راځي بلکه بیلتون د تل لپاره په اصولي مسایلو او عقیدوي مسایلو باندې راځي خو لله الحمد زموږ د اهلسنت والجماعت څلور ډلو ترمنځ داسې کوم ستر اختلاف شتون نلري. مطلب دا چې دا امت الله تعالی په همدغو څلورو مذاهبو را غونډ کړیدي او که څوک داسې یوه نوې فتنه را پورته کړي او ووایي چې مذاهب پریږدئ یا مذهب پریږده، راشه په حدیث باندې عمل کوه او ددې لپاره درې خبرې ضروري دي اول دا چې دا حدیث صحیح دی او که صحیح ندی دا خو د حدیث پوهانو د فن کار دی چې دا حدیث څنګه دی!  هر کس خو پدې نه پوهیږي چې دا حدیث صحیح دی او که ضعیف دی یا موضوعي دی. دوهم د حدیث معنی، دریم دا چې بل حدیث خو مقابل یا معارضه خو پکې نشته، نو دا د حدیث او د دین پوهان او علم پوهانو کار وي او د مذاهبو علماء د دغه فن بنسټ ایښودونکي ول او هغوی پدې پوهیدل چې له دغه حدیث څخه څه مطلب یا کومه مسئله اخستل کېدای شي! هغوی دا مسایل واضح کړي او خپله مسئله یې پرې واضح کړې وي. اوس یوه نوې ډله چې اوس پيداشوی هغه وایي مذهب پریږده او په دلیل پسې لاړ شه، اول خو په دلیل هر څوک پوهیږي نه بلکه په دلیل باندې پوهه خو د علماوو او د دین د پوهانو کار دی. دا هر مذهب چې په نړۍ کې شتون لري که حق دي یا باطلې ډلې دي هره یوه ډله ځانته دلایل لري بیا نو داسې وخت به راشي چې په امت کې به په لکونو ډلې پیداشي چې هره یوه به د دلیل خبره کوي او بیا به یوه ډله د بلې ډلې خبره نه مني یوه ډله به یو کتاب مني او بله ډله به بل کتاب مني. یو کس به دلیل پسې ګرځي کله به ورته د قادیانیانو کتاب ورته ښه ښکاره شي او کله به ورته د کمونستانو دلایل ښه ښکاره شي او کله به د یوې ا وکله به د بلې ډلې دلایل ښه ښکاره شي په داسې کولو سره به په لکونو ډلې او مکتبه فکر ډلې ټپلې جوړې شي.

هغه سړک یا لاره چې پء هغې د نړۍ باچاهان تللي دي، نظامونه پرې تللي دي، بزرګان پرې تللي دي، اولیاء کرام پرې تللي دي،ستر ستر علماء پرې تللي دي، مفسرین، محدثین، فقهاء، مستنبطین او د خیر القرون مجتهدین پرې تیر شویدي دا به ښه وي او که له ځانه نوې ډلې جوړول به ښه وي!!!

نو د هر کار لپاره خلک د هغه فن ماهر یا پوه خلکو ته ورځي او دا چې وایي هغوی پسې مه ورځه نو دا خلک دین بدناموي او له ځانه یې بیلې بیلې ډلې او ګوندونه جوړ کړي، په داسې کولو سره امت ټوټه ټوټه کیږي او پر ځای  ددې چې ګټه وکړو نو دا موږ د سترې تباهي او بربادي کنډې ته ټیل وهي.  په آخر کې یو څو احادیث له لنډ مفهوم سره لیکم:

      د حضور علیه السلام فرمان ده چې؛  قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: « (اتَّبِعُوا السَّوَادَ الْأَعْظَمَ، فَإِنَّهُ مَنْ شَذَّ شَذَّ فِي النَّارِ» ) رَوَاهُ ابْنُ مَاجَهْ مِنْ حَدِيثِ أَنَسٍ.   مشكاة المصابيح ص ۳۰ باب الاعتصام با الکتاب والسنة) باب مجمع بهار الانوار ص ۱۴۳ ج ۳).

بل حدیث کې حضور علیه السلام فرمایي: علیکم با الجماعة فرمایي: چې تاسو باندې لازمي ده چې د مسلمانانو له ستر جماعت سره واوسئ.  مشکوة شریف ص ۳۱.

  بل ځای کې حضور علیه السلام فرمایي: ان الله لا یجمع امتی علی الضلالة  فرمایي چې زما د امت (علماء او صالحین) به هېڅکله په بېلارو باندې راغونډ یا متفق نشي.

 بل ځای کې حضور علیه السلام فرمایي::  ید الله علی الجماعة ومن شذ شذ فی النار  فرمایي چې (کومې مسئلې باندې زما د امت اختلاف راشي نو تاسو باید هغې خواته ودریږئ کومه خوا کې چې علماء او صلحاء په اکثریت کې وي)  په ډلې یا جماعت د الله تعالی لاس یا د هغه مرسته ور سره وي او څوک چې له هغوی بېل یا جلا شو (خپل ځان ته یې بل مسجد جوړ کړ) هغه به جهنم ته یوازې اچول کیږي  (مشکوة شریف ص ۳۰ ایضا).

حضور علیه السلام فرمایي: من فارق الحماعة شبراً فقد خلع ربقة الاسلام عن عنقه.  چا چې یوه لوېشت د مسلمانانو له جماعت څخه لرېوالی غوره کړ (یعنې څو مسایلو کې د لږ  وخت لپاره هم لرېوالی غوره کړ) نو بېشکه دغه کس له خپلې غاړې د اسلام پړۍ یا رسۍ لرې کړه. (مشکواة شریف ص ۱۳۱ ایضا) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب