سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهشهبازشریف هم د باجوړ پېښه کې افغانستان پړ وباله

شهبازشریف هم د باجوړ پېښه کې افغانستان پړ وباله

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۱۱ مه ) په خيبر پښتونخوا ايالت کې له وروستي بريد وروسته د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي، چې د طالبانو حکومت بايد د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د کارولو مخه ونيسي او د دغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

روانه اونۍ، په باجوړ سیمه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند د فضل الرحمان څانګې پر غونډه   ځانمرګی برید وشو، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخېست.

د شمېرو له مخې، په دغه برید کې ۵۶ تنه وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

“ډان نیوز” راپور ورکړی، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې پېښه کې له ټپیانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې افغانستان کې واکمن  باید د ترهګرو له خوا د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي لپاره مشخص اقدامات وکړي.

دغې پاکستاني رسنۍ زیاته کړې، چې د پاکستان لومړي وزیر په بریدونو کې د افغان اتباعو د لاس لرلو او په افغانستان کې د پاکستان د حکومت پر ضد د وسله والو د فعالیت د ازادۍ په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې  .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم له طالبانو غوښتي چې د هغو وسله والو پرضد اقدام وکړي چې د افغانستان خاوره کاروي.

زرداري وويل، افغانستان منظم پوځ، د ترهګرۍ ضد ځواک او د پولو مديريت ځواک نه لري، چې له امله يې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ستونزې رامنځته شوې دي.

خو په کابل کې د طالبانو واکمن رژيم دا ډول څرګندونې رد کړې او د ترهګرو ډلو له خوا یې د دغه هېواد له خاورې د کار اخیستلو خبره هم رد کړې ده.

2 COMMENTS

  1. دا ۵۰ کاله چې ستاسو خاوره د افغانستان خلاف استعمالیده او تاسو بې دینو هم پرې فخر کاوه او هم مو پیسې ګټلې هیڅ خبره نوه. اوس تاسو خپله لوبه شروع کړې د پښتنو په سیمو کې او نوم د افغانستان اخلئ. افغانستان او افغانانو ته دې خدای توفیق ورکړي چې ستاسو خاوره ورانه کړي او د هر هغه چا سره همکاري وکړي چې پاکستان نابودول غواړي. زمونږ خو دا اول کال دی ۴۹ کاله خو مو درته پاتې دي.

  2. زه وایم ولې دا سیاسیون نه ورته وايې چې آی ظالمانو همدا تاسو تل د کشمیر او ډیورنډ کرښې لپاره تل د انګریزانو په لمسون لکه کرايي نظامیان دلته او هلته د هندوستان او افغانستان لپاره ستونزی جوړی کړي چې کله تیر ۲۰ کلنه دوره کې به افغان دولت ویل چې طالبان د پآکستان خاوره د افغانستان په وړاندې استفاده کوی نو تاسو له امریکا غوښتنه وکړه چې ډیورنډ کرښې باندې د اغزن تار د غځولو لپاره مرسته درسره وکړي چې همغه شان وشو چې نن پاکستان په ټوله فرضي کرښه باندې امنیتی پوستي لری، او ټول اغزن تار مو ټول شپه په ګروپونو باندې روښانه او امنیتی کمری نصب بیا څنګه طالبان په اغزن تار اوړی بیا له امنیتې کمرو تیریږي نو لدې معلومیږی چې تاسو پدې ټول عمر کې ادعا کړي اوهر څه مو غلط ثابت شوي.
    په باجوړ کې یاده پيښه داعش کړي وو چې مسولیت يې واخیست چې لومړی ځل همدا داعش په پاکستان کې پیدا شول چې آن د اشرف غنی په دولت کې همدې ډلې له پاکستان په افغانستان کې په هندوانو، اهل تشیع باندې بریدونو کول، او دولت به ټول شواهد ولس وښودل چې برید له پاکستان سازماندهی شوی مګر بیا به هم تاسو نه منله،
    باید ووایم ددې پخاطر چې اوس د پنجاب دولت د ولس له ملامتي خلاص شي او دواړه پښتانه قومونو لر او بر سره جلا کړی (چې دا انګریزانو پروژه ده) نو یاد برید پړه یې په افغان دولت واچوله مګر اصل کې د دوي هدف پدې په راتلونکو ټاکنو کې د پښتنو خلکو ونډه او پښتنو مشرانو ته خنډونه جوړول وو چې دا کار په افغانستان کې هم پدې شل کلنه دوره کې هم کیده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب