جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههېواد ته د افغان حاجیانو راستنېدا پای ته ورسېده

هېواد ته د افغان حاجیانو راستنېدا پای ته ورسېده

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۱۱ مه ) د طالبانو د رژیم چارواي وایي، چې له حرمینو شریفینو څخه افغان حاجیان په وروستۍ الوتنه کې، نن کابل ته را ورسېدل.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې سږ کال شاوخوا ۸۹ الوتنو کې څه د پاسه ۳۰ زره افغان حاجیان د بیت الله شریف زیارت ته لاړل او دغه بهیر نن په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

هغه، د دغه بهیر د بریاليتوب ترسره کېدو په لاره کې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او اړوندو ادارو او دغه راز د کام ایر هوايي شرکت د مسئولینو هڅې وستایلې او په راتلونکي کې، افغان حاجیانو ته یې د لا ښو خدماتو د وړاندې کولو او زیاتو آسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.

مولوي حنفي همدا رنګه، افغان حاجیانو ته د ښو خدماتو د وړاندې کولو په خاطر د سعودي عربستان له مقاماتو او مسئولینو څخه مننه وکړه او ټولو حاجیانو په تېره بیا افغانان حاجیانو ته يې د لازیاتو آسانتیاوو د برابرولو غوښته وکړه.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نور محمد ثاقب، د سعودي عربستان له خوا په راتلونکي کې د افغان حاجیانو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د حج ونډه چې څه د پاسه ۳۰ زره حاجیان وو؛ بیت الله شریف حج ته لاړل او بېرته را ورسېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب