پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+له لمر وهلو څنګه ځان وساتو؟

له لمر وهلو څنګه ځان وساتو؟

تاند- سږنۍ جولای (سرطان/ اسد) د هوا د تودوښې له نظره په نړۍ کې بې سارې میاشت وه، تر دې وړاندې د تودوښې درجې متوسط دومره لوړ شوی نه و.

لا هم هوا توده ده نو باید څه وکړو چې له جل وهلو یا ګرمي وهلو ځان وساتو؟

کله چي د بدن حرارت د سانتي ګراد ۴۰ درجو او یا تر هغه لوړ شي، نو انسان جل (جوله) وهي، دا حالت ځیني وخت د انسان د مرګ سبب کیږي.

جل وهل یا ګرمي وهل داسي یوه ناروغي ده چي لمر ته د ډیر ګرځیدو په صورت کي رامنځته کیږي. په دې حالت کي د بدن حرارت بې حده ډیر لوړیږي.

د امریکا د مایو څیړنیز (طبي) کلینیک د یوه راپور پراساس کله چي د بدن حرارت د فارنهایت۱۰۴ درجې (د سانتي ګراد ۴۰) او یا تر هغه لوړ شي، نو سړی وايي چي دغه کس جل وهلی دی، دغه ستونزه په دوبي کي ډیره وي.

د جل وهلو په صورت کې باید ژر تر ژره د تداوي بند و بست وکړو کنې دا خطر شته چې د ناروغۍ عوارض ژر اعصابو، زړه، پښتورګو او د بدن نورو غړیو ته تاوان ورسوي او حتی د مرګ سبب شي.

د لمر وهلو څرګندې او عامې نخښې دا دي:

ګنګسوالی، عصبانیت، ژر تحریکیدل، بې هوشي، وارخطايي او بالاخره کوما حالت ته رسیدل.

لمر ته د ډیر ګرځیدو او پاته کیدو ترڅنګ په دوبي کي ډیر الکول څښل او لږ اوبه څښل د جل وهلو امکان څو چنده زیاتوي. سربیره پردې هغه کسان چي عمرونه یې تر ۶۵ کلونو لوړ وي او یا هغه کسان، چي داسې ځانګړي درمل استعمالوي مصرفوي چي په بدن کي یې ګرمي رامنځته کوي، لکه د ویني د فشار یا ډیپریشن ضد دواوي، تر نورو ډیر د جل وهلو چانس لري. د دې تر څنګ هغه کسان، چي د زړه او سږو تکلیفونه لري، همداراز هغوی چې چاغ دي او یا لږ ګرځي، د جل وهلو امکان یې ډیر وي..

نازک، کم رنګه او ساړه کالي

د خپل بدن پوست له لمره وساتئ. لمر وهل د بدن د یخولو وړتیا یا ظرفیت کموي، په دې خاطر په ازاده فضأ کي خپل بدن د خولۍ او غټو تورو عینکو په وسیله وساتئ. د بدن غوړول هم د لمر وهلو له مخنیوي سره تر ډېره مرسته کوي.

ډیري اوبه وڅښئ

هیڅکله یو کوچنی په پارکینګ کي په موټر کي یوازي مه پریږدئ. دا کار اکثره د هغوی د جل وهلو او مرګ سبب کیږي. کله چي یو موټر په لمر کي ودرول شي، په موټر کي د تودوښې درجه کیدلای شي په هرو ۱۰ دقیقو کي د سانتي ګراد ۶،۷ درجې ته لوړه شي.

یوازي د ورځي په ساړه وخت کي سپورټ وکړئ، لکه سهار وختي یا مازیګر..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب