جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ملي تدارکاتو کمیسیون نصاب پښتو ته ژباړل کیږي

د ملي تدارکاتو کمیسیون نصاب پښتو ته ژباړل کیږي

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۱)  د طالبانو د رژيم د چارو ادارې د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ د نصاب د پښتو ته ژباړلو د پلان خبر ورکړی.

سرچینې ویلي، چې په دې اړه یې د ژباړې لپاره یوې کمېټې ته دنده سپارلې ترڅو ياد نصاب د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ د زده کوونکو لپاره اسانه او عام فهمه شي.

 یو شمېر خلکو د طالبانو د دغې پریکړې هرکلی کړی او ویلي، چې په حکومتولۍ کې د ژبو د توازن ساتلو لپاره باید پاملرنه زیاته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو رژیم د ځينو ادارو او مصطلحاتو د عربي کولو له امله توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...