جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهشاوخوا ۲ نیم زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه...

شاوخوا ۲ نیم زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شول

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۱)  د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت ویلي، چې شاوخوا دوه نیم زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د هرات د اسلام قلعه بندر له لارې د ايران څخه  (۲۳۹۴) تنه افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول.

سرچینه وایي،  د يادو راستنېدونکو له ډلې  ( ۲۲۳)  تنه د مرستو په موخه د مهاجرت همغږۍ ( ۱۲۵۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.

د ويلو ده، چې يادو کورنيو سره مخکې هم په لومړي قسط کې نغدې مرستې شوې وې.

د یو بل خبر له مخې: د  پاکستان څخه له څلور سو زيات  افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.

کډوالو وزارت وایي، چې دغه ۴۲۰ کډوال د کندهار د سپين بولدک بندر له لارې د پاکستان هيواد څخه هېواد ته راستانه شول.

ویل شوي، چې د مهاجرينو چارو رياست د سپين بولدک د مهاجرينو چارو د سرحدي آمریت د معلوماتو له  مخې (۳۵۲) کورنۍ د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته  ور وپېژندل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې نور راپورونه د یادو کډوالو د جبري ستنیدو خبر ورکوي او وایي ایران او پاکستان په زوره افغان کډوال له خپلې خاورې  وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب