عبدالوحيد وحيد
افغان ولس هم لکه د نړئ د نورو ملتونو په شان د ارام، سوله ييز او هوسا ژوند حق لري. د دغه ملت بچيان هم د نورو هيوادونو د ماشومانو غوندي د لوبو او له هر ډول فزيکي او اروايي ګواښ څخه په پاکه فضا کې د ساه اخيستلو او لوبو کولو مستحق دي. زموږ ځوانان هم د نورو هېوادونو د ځوانانو په شان په ساينسي علومو او د تيکنالوژي په برخه د لوړو زده کړو او پرمختګونو ظرفیت او استعداد لري، خو بيا هم ولې د تېرې سړې جګړې، سيمه ييزو دښمنيو او نړيوالو رقابتونو په ځانګړي ډول له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم له تېرو څو لسیزو راهیسې ووژل شول وکړيدل او وځوريدل. افغانان د نړيوالې ټولنې د ټولنيز بدن د يوه غړي په توګه له نړيوالې ټولنې څخه د خپل محرومیت مظلوميت او محکوميت په تړاو د پوښتنې او ورته د اوښتو ويجاړيو د تلافي غوښتلو حق لري.
موږ پوهیږو چې د کوم نړيوال مشروعیت پربنسټ په افغانستان باندې بريد وشو او د کومې نړيوالې محکمې د پريکړې له مخې د دغه هېواد خلکو ته په امریکا او اروپا کې د ترهګرو ډلو لخوا د ترسره شويو کړنو سزا ورکړل شوه.
که څه هم له پخوا زمانې راهيسې د خپلو ناکاميو او ستونځو په تړاو ځان ته برائت ورکول، نور خلک او هيوادونه ملامت ګڼل انساني فطرت دى، خو زموږ په ټولنه کې په ځانګړي ډول د سياست په قاموس کې د خپلو ګناهونو پړه پر نورو اچول د د سياسي کلتور برخه او د خپلو عيبونو د پټولو وسيله ګرزېدلې ده.
د خلق او پرچم ډلو (كمونستانو) داود خان او د دريو اونيو ماشومانو په شمول د نوموړي ټول فاميل په يو ځاى ووژل خو همدغه وحشت يې توجیه کاوه. ټوله شاهي کورنۍ يې غداران او خائنان ګڼل. د خونړۍ کودتا په پايله کې د واک له ترلاسه کولو وروسته يې هم د يوې خپلواکې محکمې له قانوني عدالتي پروسس څخه پرته د افغانانو په وژنو، ځورونو، ربړونو، کړونو او د بلدوزرونو په ذريعه د زرګونو بيګناه او لاس تړليو ژونديو افغانانو له خاورو څخه د لاندي کولو وحشتونو پړه هم د انقلاب د دښمنانو په تور په وژل شويو خلکو باندي ور اچوله.
مجاهدين چې د اسلامي نظام قائمولو او عمري عدالت د پلى کولو شعارونه به يې ورکول کابل ته له رسيدو سره سم د واک په سر خپلمنځي جګړو سره ونښتل. کابل کنډواله شو په زرګونو ولسي وګړي د کورنئ جګړې په تنور کې لولپه شول، جهاد د واک ترلاسه کولو د حرص چور او چپاول د وحشي توپان په لمن کې بدنام او بالاخره د هغوى حکمراني هم د افغان ولس د کرکو او نفرتونو په څپو کې پاى ته ورسېده.
د ديموکراسي شعار پورته کوونکي په ديموکراسي کې افراطيت، د واک لېونۍ مينې او فساد وخوړل. د وارداتي ديموکراسي او مصنوعي جمهوريت د پلويانو په له منځه تللو کې د وسلوال اپوزيسيون نقش کم او د هغوى خپل واک محوره ذهنيت، هرډول فساد او پاشلي حکومتي جوړښت ستر رول درلوده. په اوس وخت کې زموږ د ګڼ کلتوره ټولنيزو جوړښتونو، عيني واقعيتونو او د منل شويو نړيوالو معيارونو پراساس د نظام د جوړيدو د امکاناتو او فرصتونو له شتون سره سره د اوسني حکومت چورلټه ناکامي د هغوى د خپلو چلندونو او خيالي اټکلونو له امله د وړاندوینې وړ ده.
د علم اليقين او عين اليقين په کچه په افغانستان کې د حجاب، عفت، تعليمي نصاب او بله داسې ستونځه نشته چې د انجونو په مخ د زده کړو د بنديدو پريکړه توجیه کړي او د اوسني مشرتابه امر ته مشروعیت وروبښي. په دغه تړاو کله ناکله د حاکمې ډلې لخوا کله نصاب، کله اقتصاد، کله عفت او کله هم نور موارد پلمه ګرزول يوازې بانه ده.
که د انجونو په زده کړو باندې بنديز ته هر څومره توجيهات ولټول شي, د قناعت وړ نه دي. لا هم وخت شته چې موجوده حاکمه ډله د خپلو ديني او ملي مسئوليتونو د احساس له مخې د اعتدال لاره خپله کړي. د يوه ملت د مشرتابه دنده د ديني عالمانو له نورو عنعنوي دندو سره خورا ستر توپیر لري.
زموږ په جنتي خاوره کې يو پر بل پسې د دوزخي سياستونو کره او انکار نه منونکى ثبوت داهم دى چې په تيرو څو لسيزو کې په افغانستان باندې هر حاکم راغلى او افغان ولس منلى او نازولى دى، خو هيڅ حاکم د ولس د سوکالي او د هېواد د ابادي په موخه له واک څخه د لاس په سر کيدو لپاره تيارى نه دى ښودلى. د تاريخ په پاڼه کې له وسلوال مخالف اړخ سره د هوکړې په صورت کې د سولې په موخه د ولسمشر د مستعفي کيدو او بې پرې ډلې ته د واک سپارلو د وړانديز ثبت نلرو. په مليونونو افغانانو د هيواد د ازادي استحکام او ابادي په موخه خپل سرونه قربان کړل، خو د حيرانتيا خبره ده چې د تيرو څو لسيزو راپدیخوا هيڅ مشر هم د سولې، د هېواد ښيرازه کولو، ولس ته د هوسا ژوند د برابرولو او د روښانه راتلونکې لپاره د واک قرباني کولو بيلګه نه لرو.
عجیب او غریب سياسي دود رامنځته شوى دى. تر هغو چې امتیازات وي، حکمراني وي، فساد وي، غصب وي، مهم دولتي پوستونه په خپلوانو او انډيوالانو وېشل کېږي خو که بده ورځ راځي نو حکمرانان له خپلو نازولو، انډيوالانو او شريکانو سره يو ځاى تښتي او په بهرنیو هېوادونو کې د عيش او عشرت ژوند کوي، خو د پړې ګوته نورو خلکو او هېوادونو ته نيول کېږي.
هر عمل عکس العمل لري او زموږ په سياست کې د تېر وخت ټولنيزو محرومیتونو ظلمونو، د نورو د نفى کولو، حقونو د سلبولو او ورباندي د خيټې اچولو په پايله کې رامنځته شويو انتقامي غبرګونونو کې افراطيت په بربنډ ډول احساس کيږي؟ له اوسنیو چارواکو سره د ملت پرونۍ خواخوږى او عاطفي چلن د هغوى په وړاندې د تير رژيم په پيل کې له ناروا کړنو څخه سرچینه اخيستى وه او هيڅ شک نشته چې د سبا غبرګونونه به د هغوى له نننيو مټکورو کړنو او له ډبرين ذهنيت څخه سرچینه واخلي.
وخت تيريږي او ضرور نه ده چې ننني فرصتونه به سبا ته هم شتون ولري. اوسنى امنیتي وضعیت او د مديريت لپاره د پريکړو يوازې يو مرکزيت د ستاينې وړ اړخونه او د سمون لپاره ښه فرصتونه دي، خو د دې ټولو فرصتونو د له منځه تللو امکانات هم خورا زیات دي. نړيوال تعامل په پرتله ايز ډول ښه دى. اړينه دا ده چې اوسني واکمن د انجونو په مخ د تعليمي بنسټونو دروازې پرانيزي، د واکمني اوسني انحصاري جوړښت باندي بيا فکر وکړي او حکومت ته د ملي حاکمیت د بڼې ورکولو په شمول په تدريجي ډول د لا نور سمون او بدلون لپاره د ريفورم لنډمهاله منځمهاله او اوږد مهاله پلانونه ترتیب او عملي کړي.
سلام محترمو تبصره کوونکو او لوستونکو
اصلا له پوهاند څخه نیولې بیا تر چپراسی،نداف پورې عین ترانه کې لاندې شرایط دمقرری او استخدام ابتدایی برخې ټاکی:
الف- دکارتعهد او مسئولیت
ب – وړتیا تحصلی مدارک او درجه
ج-کاری تجربه او مثبته سیالی
د- مساوات او عدالت دې برخه کې هېڅ ډول توبیر، رنګ ،قوم،مذهب،جنس، ګروه یا ډله، اندیوالی ، سمت اولوری ځای نه لری
په ځینو هېوادونو کې بیا د معیاری مقرری لپاره لکه کانکور امتحان وضع شوی دغه امتحان دپوهې او تحصیل کچه ښیی!
ځینو پرمخ تللې هېوادونو کې د هرامتحان به هر ظرفیت اوشمیرې لس اوچته نومره اخیییستونکی ټاکی بیا له لسو درې اوچتو سره مرکه کوی نو ر ۷ کسان تر یوکاله دمقرری امتیاز لری په هغه صورت کې چې خای خالی شو بیا ولیدل شی چې کوم یو دشرایطو او کار ښه داور دی .
هیڅ دولتی ، تعلیمی موسسات ، پوهنتونونه( دولتی) په اټکل څوک نه مقرروی ذا یو معیار دی. بله مسئله داده چې یو مسلک خبله ترمینالوژی هنر او کاری برخه لری یو مسلکی سړی هیڅ وخت اخلاقا دبل چا دکار مسئولیت به غاړه نه اخلی زه فکر نه کوم چې داکتر ساپی انجینیری ومنی.
موږ لاهم دزاړه فرهنګ ،بې خایه پتکو، ګواښ، تا وکړ ما وکړه، بګو مګو، ناوړه بن بستو اوښکر برښکر زور او زرو کې ورک ولس یو دوزخ اوجنت ته مو هم دانحصار لار برانیتې ده عاقبت په خیر.
هېره دې نه وی داسې پوهاندان ،انجینیران او داکتران شته چې بېوزلی ولس یې دغه حالت ته راووست نو یوازې تش به نومم لقب هم څه نشی کولای دبالیوود ډرامه ده.داتبصره له محترم وحیدصاحب سره هم شریک کوم.
مقام او قدرت دشهرت لباره نه بلکې دخدمت لپاره دی. کور مو ودان
سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
يقيناً په هر هېواد او ټولنه کې د مسئوليت او دندو سپارلو په مهال ځينې ځانګړې شرایط او مقررات په نظر کې نیول کیږي خو متاسفانه موږ په دغه تړاو ښه او روښانه شاليد نه لرو. البته په پرتله ييز ډول په توپیر قائل يو.
د القابو په مورد کې به زه دا ور اضافه کړم چې له مسلکي لياقت تجربې کاري پشتوانې ورهاخوا د بريالي مامور، مدير امر رئیس او وزیر لپاره له مسلک او مسئوليت سره وفا تعهد صداقت او خلوص هم اړين اړخونه دي
د ښاغلی وحید صاحب احساسات د ستاینی وړ دی.
مننه جناب غلام حضرت صاحب محترمه
الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره
ښاغلی او عزتمند لیکوال عبدالوحيد وحيد صاحب!
ستاسی ژوره لیکنه می تر حده ډیره خوښه شوه. ستاسی محترم په دغه لنډه ریښتینی لیکنه کی د افغانستان د تیر ۴۷ کلن تاریخ واقعی انځور پروت دی، ستاسی ټوله لیکنه په واقیعت، منطق او په روښانه بې پرېتوب ولاړه ده.
په ډیر درنښت
سلامونه او مننه جناب افغان صاحب محترمه
کاش چې ددغه مظلوم هيواد او مجبور ولس لپاره مې نور ډېر څه کولاى شواى
ستاسی د عنوان په اړه (په جنتي خاوره کې دوزخي سياستونه) باید یو څه ولیکم:
کله چې غازی امان الله د پښتنو سیمو آن د وزیرو او بلوڅو قومونو په ملاتړ له انګریزانو خپلواکې واخیسته، مګر انګریزانو دا نشو زغملی چې افغانان د نورو هیوادونو په شان پرمختللی او تعلیم یافت اشخاص او کدرونه ولری نو بیا د حبیب الله کلکانی (بچه سقاو) او پیر بغدادی په وسیله د غازی امان الله خان په وړاندی ډلي ټپلې پیدا کړی چې اخر امان الله خان مجبور شو چې هیواد پریږدی ترڅو دی هیواد وینه تويه نشی، مګر حالت دیته راورسیده چې روسان راغلل او ځان یی ګرمو اوبو ته رسیدلو په خاطر په داود خان باندی برید وکړ چې پدی وخت بیا انګریزانو، امریکایانو ته پلمه پیدا شوه چې روسیی پوځیانو په وړاندی په پاکستان کې ډلې ټپلې جوړی کړی او داکتر نجیب الله تر داره ورساوو بیا د هغو ډلو ټپلو ترمینځ چې پاکستان کې د انګریزانو، امریکا او فرانسی او عربستان په مشوره جوړي شوی وی د واک پر سر کابل په کنډواله بدل شو، چې په لومړی ځل د طالبانو په نوم یو تحریک را پیدا شو او دا ټول شته تنظیمونه یی یو طرف او بل طرف وشړل مګر طالبانو د ځینو اشتباهاتو له وجهې لکه د انګورو د تاکونو وهل، د بودا مجسمی چپه کول، او ځینې نوری کړی لکه په اسامه بن لادن ملاتړل چې غرب دا پلمه پیدا کړه او په ۲۰۰۱ کال کې برید وشو او زموږ په جنتی خاوره باندی د دوزخ سیاستونه روان وو،
سوال دا پیدا کیږي چې هغه سازمانو او هیوادونه چې بشرحقوق چیغی وهی ولی دا پخوانې تنظمی کسان یی په ۲۰ کالو کې محاکمه نکړل چې د کابل په داخلې جګړو کې یی هیڅ ډول جرم څخه دریغ نه کولو لکه د انسان په سر میخ ټکوهل، د ښځو سینې پری کول، رقص مرده، د ځینو ښخو له پنځم پوړه ځانونه غورځول، دښتې لیلې پیښې،
همدی انګریزانو او امریکایانو په رڼو سترګو ورته کتل او همدی تنظیمی ډلو هغه جنایات وکړل چې هر لیکوال یی په لیکلو او ژورنالست په ویلو باندی شرمیږی لکه د ایشچې قضیه، بشر حقوق سازمان او اداره مسولیت څه وو او څه دې؟
پاکستان او ایران پدی ۴۵ کلنې جګړی په دوران کې له افغانانو سره څه ونکړل د نړیوالی جنګې جرایمو محمکې له پاکستان او ایران سره څه وکړل پدی ۲۰ یا ۴۵ کالو کې؟
آیا نړیواله جنایی محکمه کولای شی له انګریزان سره په افغانستان باندی دې دري (۳) ځله یرغل پوښتنه وکړي چې هغه ماشومان او ښځې او نارینه چې دوی وژلی، افغان ولس ته غرامت ورکړی ؟ بیا پدی اړه د نړیوالی جنایی محکمی دنده څه ده (تنها د امریکا او انګریزانو ډول ته ګډیدا که د بشرحقوق قانون تطبیق)؟
آیا نړیواله محاکمه کولای شی د پاکستان څخه د ۴۵ کلنې او ۲۰ کلنې نا اعلان شوی جګړي په اړه پوښتنه وکړی او د نړیوال اصولو او کنوانسیونو خلاف د افغان ولس د وژلو په اړه افغان دولت ته غرامت ورکړی؟ د همدی محکمې دنده څه شی شوه؟
آیا همدا محکمه کولای شی له روسانو سره هم ورته حساب وکړی چې د کومو اصولو په اساس په افغانستان برید وکړ او څومره افغانان شهیدان شو آیا همدا روسان یا پخوانی شوری حاضر دی چې افغان ولس ته غرامت ورکړی؟ بشر حقوق څه معنی؟
یوځل بیا انګریزانو، امریکا (ناټو، آیساف) پټو او ښکاره د نړی استخباراتی شبکو دلته افغانان ووژل مګر همدا نړیوال محاکمه کولای شی له ناټو او آیساف شریکو هیوادونه سره حساب وکړی که نشی کولای بیا د دوی شتون څه معنا؟
پاکستان چې د انګریزانو له لوری د افغان ولس د وژلو او د افغانستان د ورانولو لپاره مینځ ته راغلی پدی ۲۰ یا ۴۵ یا ۳۵ کالو کې د نړیوالو کنوانسیونو او اصولو خلاف سرغړونې وکړی مګر همدا محکمه او نور هغه سازمانو چې د ماشومانو او ښځو او بشرحقوق چیغې وهی د پاکستان پوځ او استخباراتو په اړه یی پریکړه نیولی او دومره یی ویلی چې دغو کسانو یا (پوځ او استخباراتو) دومره افغانان وژلی که یی نشی کولی بیا د دوی دومره مصارف او شتون په څه معنا؟
افغانان باید پوه شی چې همدا سازمانو تنها ددی لپاره پیدا شوی چې تنها غرب او انګریزانو لپاره مثبت لابی وکړی مګر نغواړی چې د دوی سرغړونی نړیوالو ته برملا کړی
په درنښټ
سلامونه او مننه جناب ګل محمد صاحب محترمه
د شلمې او يويشتمې پيړئ ناخوالې وحشتونه تيري تباهي او وژنې يقيناً د پرديو جاسوسي چینلونو په لمسونه هڅونه، روزنه او پالنه او د خپلو د قبل الوقت ریفورمونه سهوو او يا هم په وروستیو کې د واک او ځواکمنتیا ليونۍ مينې او د ولس د کومائي حالت له امله رامنځته شوې او لا هم دوام لري.
سپارښتنه مى داده چې موږ ملت د غفلت له خوبه راويښ نشو د قيادتونو په تړاو هدفي معيارونه رامنځته نکړو او د مشرانو د انتخاب له عنعنوي لارو چارو څخه ځانونه نه راباسو نو بيا به هم لکه پرون او نن سبا ته هم تباه د نورو د لوبو وسيله او محتاج ملت يو ا