جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهط د بلخ د تبيان فرهنګي مرکز مسوولین د پرونۍ چاودنې په...

ط د بلخ د تبيان فرهنګي مرکز مسوولین د پرونۍ چاودنې په تور نیولي

تاند: ( یک شنبه، د کب ۲۱ مه) ‏په بلخ کې د طالبانو امنیتي چارواکو په تبیان فرهنګي مرکز کې د پرونۍ چاودنې پړه د دغه مرکز پر مسوولینو اچولې او ویلي، چې یاد شوي مسوولین یې نیولي دي.

د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري په یوه ویډیویي کلېپ کې وویل:(( دا پېښه چې رامنځته شوې، عامل یې خپله د تبیان فرهنګي مرکز مسوولین دي. دوی نه زموږ امنیتي ځواکونه او نه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خپله غونډه خبر کړي وو، موږ یې مسوولین نیولي او له پوښتنو وروسته پرې قانون تطبیقوو)).

طالب ویاند د تبیان فرهنګي مرکز د نیول شویو مسوولینو د شمېر او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په تبیان فرهنګي مرکز کې پرون په داسې مهال چاودنه رامنځته شوه، چې دغه مرکز د ځایي خبریالانو ستاینغونډه بللې وه.

د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۵ خبریالان ټپيان شوي دي.

ځینو سرچینو د پېښې د وژل شویو شمېر ۲ تنه او د ټپيانو شاوخوا ۳۰ تنه ښودلی دی.

د تبیان فرهنګي مرکز مسوولینو د پېښې د مرګ ژوبلې او د طالبانو د لګولو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د خبریالانو د دفاع ملي او نړیوالو بنسټونو یاده پېښه غندلې او په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او نه خوندیتوب د کچې پر زیاتوالي یې اندیښنه ښودلې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب