جمعه, مارچ 29, 2024
Home+استثمار/استعمار | زهير سپېڅلی

استثمار/استعمار | زهير سپېڅلی

دا دواړي کلمې زياتي کارېږي، خو کله-کله ئې په کارولو کې تېروتنه کېږي  او د يو بل پر ځای استعمال شوي وي.
دواړي درې سېلابيزي او اووه توريزي کلمې دي. توپير ئې په (ث) او (ع) او معنا دواړو کي شته. پېژندنه او پر ځای کارونه ئې مهمه ده.
په زاهد، پښتو- پښتو سيند کي ئې معناوي داسي دي:
استثمار: د ټيټې طبقې له کار او زيار څخه د لوړې طبقې ګټه اخيستل.
استعمار: د يوه قوي هېواد سياسي، نظامي او اقتصادي برلاسی پر يوه ضعيف ملت يا قوم يا ځمکه باندې، ښکېلاک.
په فرهنګ عميد کي استعمار داسي تعريفوي:
استعمار: ابادي غوښتنه، ابادي کول. په نننۍ اصطلاح پر ضعيفو او کمزورو هيوادونو د قوي هيوادونو نفوذ، مداخله او د ابادۍ په بهانه د هغو له منابعو څخه ګټي اخيستني ته وايي.
اردو فيروز اللغات کي داسي ليکلي.
استعمار: نوې ابادي کول، ازاد هيواد غلامول.
ځيني نور ئې داسي ښيي:
«استثمار په لغت کي د ثمرې اخيستلو معنا ورکوي.
استعمار په لغت کي ابادۍ غوښتلو ته وايي. په اصطلاح کي  کله چي يو قوي هيواد پر ضعيف هيواد باندي په اقتصاديؤ سياسي، کلتوري او نظامي لحاظ تسلط پيدا کړي.»
په پښتو کي د (استعمار) لپاره (ښکېلاک) او د (استثمار) لپاره (زبېښاک) استعمالوو.
د (ګر) په وروستاړي ترې (استثمارګر) او (استعمارګر) جوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب