شنبه, اپریل 27, 2024
Homeسپورتکندهار کې د غېږنیونې سیالي وشوه

کندهار کې د غېږنیونې سیالي وشوه

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۱)  د کندهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست او د غېږنیونې فدراسیون له خوا د یاد ولایت يه عینو مینه کې د شاوخوا ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غیږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ چې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې د کندهار د مرکز په ګډون د «ارغنداب، دامان، ډنډ او پنجوایي» ولسوالیو پهلوانانو په کې ګډون درلود.

ځایي چارواکي وایي د دې سیالیو موخه د دودیزو لوبو وده، ورزش ته د ځوانانو هڅول، یووالی او د یو بل منل و.

په دې سیالیو کې د ورزشي مسوولینو ترڅنګ،  مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.

د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړي په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.

1 COMMENT

  1. زما عرض د پورته لیکنی سره هیڅ ارتباط نلری:
    ښاغلی محترم محب زغم ډیر ښه قلم او نازکی ګوتی لری ( ګټوری ژبنی لیکنی کوی ) لیکنی ئی همیشه فقط په ” افغان جرمن ” کی خپریږی، د افغان جرمن پنځوس سلنه لوستونکی غیر پښتانه دی ( که څه هم اکثراً پوه اشخاص دی ). زما پیشنهاد ښاغلی زغم ته دا دی چی همدا لیکنی تاند ته هم ولیږی ځکه د تاند اکثره لوستونکی پښتو لیکنی په مینه لوَلی او حتماً زما په ګډون ټول ګران لوستونکی به د هغه د لیکنو څخه څه زده کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب