شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبشعرد دروېش دراني یو غزل

د دروېش دراني یو غزل

له بدو څرنګه لاس واخلي چې ضمیر نه لري

شیطان به وتړي په څه باندې، زنځیر نه لري

هر څه په خپله خوښه کاندي، بل ته غوږ نه نیسي

زړه د بدن داسي باچا دی چې وزیر نه لري

خپل خیرن زړه به نو په کومه رڼا باندې وینځي

که سړی ټول عمر خوشاله وي او ویر نه لري

زما زړګی به هم تل نه ګوري د غشو لاره

او ستا باڼه به هم مدام داسي تاثیر نه لري

دا دومره ژر چې ټولوي دروېشه داسي ښکاري

چې له جهانه د تګ نیت د ښار امیر نه لري

2 COMMENTS

  1. ډیر ښکلي غزل دی.خو فکر کوم مقطع کې یوه وړه تیروتنه شته. او هغه داده چې د (ز) په ځای (ژ) راغلې.
    هلته لیکل شوي: دا دومره ژر چې ټولوي درویشه داسې ښکاري
    فکر کوم اصلی بڼه به یې داسې وي:
    دا دومره زر(طلا،مال، دولت…) چې ټولوي درویشه…
    که همداسې وي، نو اصلاح یې کړئ
    مننه

  2. سلام
    ډیره ښه دوست صاحب
    ښه ټکي ته مو اشاره کړي ده
    درویش صاحب واقیعت مو ویلی دی، حقيقت همداسي دی
    مننه او درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب