چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکلتورخاطرهپېریاني مېرمن / لیکوال: محمد نعمان دوست

پېریاني مېرمن / لیکوال: محمد نعمان دوست

چې درې څلور کسان سره یو ځای شي، نو د بحث محوري موضوع یې د روژې مبارکه میاشت وي. روژه یوه غټ ازمون دی خو دا ازمون د جلال اباد په څېر ګرمو سیمو کې نور هم ستر دی. له یوې خوا شدیده ګرمي، له بلې خوا د ورځو اوږدوالی، د بريښنا نه شتون او بیا بیوزلي هغه څه دي چې دغه الهي ازمون یې نور هم سخت کړی دی.

ملګرو! په دې کوڅه کې لاسي بمبه لرونکې څاه ده. دا پمپ دمه نه وهي. هره شیبه یې څوک شاته ولاړ وي او د ده له خولې د خدای ج ستر نعمت (اوبه) بهیږي. مازیګر و، له ښاره ستړی مخ په کور روان وم. همدې بمبې ته را ورسېدم. ماشومان او سپین سرې میرمنې له خپلو بوشکو او پلاستیکي سطلونو سره راټولې وې. یوې به لاس وغځو،وچو لاسونو کې به یې پوله پوله رګونه ښکاره شول، زبیښلي مخونه، چې هډوکي به پکې نیغ ولاړول، له تورو ټیکریو ښکاریدل. دوی داسې بریښېدلې لکه سر او کال چې روژه وي، لکه په مړه ګيډه چې یې هیڅ خواړه نه وي خوړلي.

تږی وم، نوبت ته منتظر شوم خو د اوبو انتظار را نه د دې میرمنو مجلس هېر کړ. دغو میندو د روژې په اړه خبرې کولې. یوې ویل: ګرمي ده، ډوډۍ بلا پسې، خو یخ سره به څه کوو؟ بې یخه خو اوبه نه تیریږي، څنګه به یې اخلو؟ قیمتي ده که یخ اخلو نوره سودا به په څه کوو؟ لکه دا ستونزه چې د ټولو وه، نورو هم ورسره غبرګه کړه: الله دې وه رحمیږي، یخې اوبه هم د هر چا قسمت کې نه وي. مجلس همداسې روان و. یوې بلې میرمنې خوله پرانیسته، هغه د ځان په غم کې نه وه. هغې ویل: په واړه لمسي مې ډاریږم. د څو میاشتو دی.

هسې نه…. حیران شوم، ما ویل روژه له کوچني ماشومه څه غواړي؟ د هغه یې په روژه څه؟ خو د میرمنې د خبرو ادامې مې پوښتنې حل کړې. هغې ویل: نږور مې چې څه ونه خوري شیدې یې وچیږي او چې شیدې یې وچې شي نو ماشوم به څه خوري؟ ابله ورځ ضُعف شوه، ډاکټر ورته ویل کمزورې یې، تازه میوه خوره، ښه خواړه خوره. ډاکټران څه خبر دي؟ د یوه مزدور میرمن میوه خوړی شي؟

زوی مې ټوله اونۍ ایله دوه – درې ورځې کار پیدا کړي، نور بیکاره وي، په دې پیسو اوړه هم نه کیږي. میرمنه لګیاوه، خو زما په ذهن کې د هغې کوچنی لمسۍ ګرځېده را ګرځېده: د هغه مور به ټوله ورځ وږې وي، ماښام به را ورسیږي، خو په دسترخوان به یې څه نه وي، د ملا اذان به واوري، خو لکه دا اذان چې د دې لپاره نه وي. ماشوم به په ژړا شي، له ولږې به رپیږي، مور به یې سینې ته نږدې کړي، خوشحاله به شي، خو د شیدو درک به نه وي، بیرته به کوکې کړي، په سترنجۍ به پړمخې ولویږي، د وږې مور لاسونو کې به دومره ځواک نه وي چې راپورته یې کړي، هغه به هملته چیغې وهي او بیا به یې د خوب څپه سترګې پټې کړي.

وږې مور به د خپل نهر زوی په ملا لاس وهي، له سترګو به یې یوه یوه اوښکه را څڅیږي، یو دم به پورته شي، یو شور به جوړ کړي او په زوره به چیغه کړي: نه، نه یې منم دا ټول دروغ دي. فریب دی، دوکه ده. کوروالا به پرې راټول شي، په هغې به د پیریانۍ ګومان وکړي، ملا صاحب به سورتونه چوفوي خوهغې ته به د راټولو کسانو سادګي خندا ورولي؛ په کړس – کړس به وخاندي، خو خلک به وایي: پیریان یې زورور دي، بل قوي ملا او تعویذ ګرته یې بوځئ. میرمن به غوسه شي، پورته به شي، په ګډوډو ګامونه به روانه شي او ځان سره به لګیا وي: کومه ده مسلماني؟ مسلماني همدې ته وایي چې یو دې له ولږې مري او بل دې له ډېر خوراکه چوي؟

اسلامي جمهوریت همدې ته وایي چې یو دې د خپل زوی سالګره دوبۍ کې لمانځي او بل دې په ولږه ویده کیږي؟ اسلامي نظام همدې ته وایي چې د اولی الامرو بانکونه دې له پیسو ډک وي او د غریبو خلکو دستر خوانونه دې، له ډوډۍ تش وي؟ عدالت همدې ته وایي چې د خلکو نماینده ګان دې په بیکارۍ او غیابت کې لوړ معاشونه او امتیازونه اخلي او د کاریګر ولس بچیان دې له ولږې رنځیږي؟ اسلامي جمهوریت همدې ته وایي چې د یوه والي پانګه دې له ملیارده اوړي او د ولس جیبونه دې خالي وی؟ انساني خواخوږي همدې ته وایي چې یو څوک دې ودونو کې په زرګونو ډالر سندرغاړو ته ورکوي، لوکس هوټلونه دې کرایه کوي او د هغه ګاونډیان دې خالي دسترخوان ته ناست وي؟

اسلامي جذبه همدې ته وایي چې مذهبي مشران دې په ډول ډول لذیذو او مقوي طعامونو شخوند وهي او ولس دې د شخوند لپاره څه نه لري؟ ایماني جذبه همدې ته وایي چې د امت مسلمه په نوم شعارونه دې ورکول کیږي، خو خپل وږي مسلمانان دې ترې هېر وي؟ او… د میرمنې جذباتي خبرې به خلک غلي کړي، خو وږی زوی به یې راویښ کړي.

هغه به نرۍ کړیکه وکړي، له مور به خبرې هیرې شي، ورمنډه به کړي خو څوک به یې نږدې نه ورپریږدي او وایي به: زوروره حمله پرې راغلې، هسې نه خپل ماشوم ژوبل کړي! محمد نعمان دوست، جلال اباد د چنګاښ ۱۸مه، ۱۳۹۲ (ګرداب ورځپاڼه)

4 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب