یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعرد افغان نجونو او میرمنو د ۲۰۲۱ کال وروستۍ سملاستي مشاعره

د افغان نجونو او میرمنو د ۲۰۲۱ کال وروستۍ سملاستي مشاعره

د مينا نظري د غزل دوه بيتونه

 څومره بې مانا وې بې مانا شولې

 ژونده هسې ګرد غوندې فنا شولې

 ماسره دا فکر چېرې هم نه و

داسې چې یو ته مې تمنا شولې

مينا نظري

بيا به مې د غم خونه نسکوره شي

 ښکليه که ته هسې په خندا شولې

 عابده سپوږمۍ

ستا له غمه مړه نه شوم رنځوره شوم

 ته چې رانه لاړی بې پروا شولې

 آسيه محرابي

ما درته خپل زړه سورى راوړى دى

 ته خو، وار د مخه په ژړا شولې

عابده سپوږمۍ

 راغلې تیاره ژوند ته مې رڼا شولې

ما په خوب لیدلی وې زما شولې

آمنه فنا

ما درته په مینه کې ځان داسې کړ

ته له کبر هسک شولې سما شولې

 شېبه ګهيځ

ما هم نور د هېلو لمن ټوله کړه

تۀ چې رانه لاړې د بل چا شولې

 مهر تاج

تا پسې مې ټوله نړۍ ړنګه شوه

پل دې رانه واخیسته په شا شولې

منيژه غفورزۍ

چانه ګیله وکړم چاته وژاړم

هیلې مرورې بی وفا شولې

 ناجيه نجات

وایه نو مېړانه به هم داسې وي

جنګ د سترګو پاتې ته خطا شولې

 شېبه ګهيځ

ویلی ټولو خلکو ما باور نکړ

داسی په دوکه چی نن جلا شولې

 نبيله قادري

کوهستاني ناست به وې په خاورو کې

ملنګ به وې تاج مې کړلې، ناز شولې، ادا شولې

 مهر تاج

 تا ته مې دعا له د زړه له تله کړه

 هیڅ ګناه مې ولې په ښېرا شولې

شېبه ګهيځ

غرقه به نشه کې تر محشره یم

جار دې کيف د عشق د انتها شولې

آمنه فنا

 بیا مې زړه بوږنېږي بیا ښه نه یمه

 بیا مې راته هیلې په ژړا شولې

منيژه غفورزۍ

اف خدایه توبه مې له انسانه هم

ته خو د زړه سر وې بیا ملا شولې

شېبه ګهيځ

 څه بد بخت انسان نامسلمان وې ته

 ورک شه طالبګيه!!! اوس پاچا شولې

آسيه محرابي

 سترګې مې بې رنګه وې بدرنګې وې

 تاسره خاوندې د ځلا شولې

فرشته صالحي

ګونګو تصویرونو ته مې وژړل

دومره رانږدې شولې صفا شولې

شېبه ګهيځ

 شوخې وې شرنګې وې زما سترګې

ګوره اشنا څومره با حیا شولې

فرشته صالحي

 څومره عبادت مې درته کړئ ؤو

وختلي بوت، راته سزا شولې

 مهر تاج

زه به مې له سره درته تېره شم

ته هم که په ما باندې شیدا شولې

منيژه غفورزۍ

 زما د خوب مانا راکړه! راغلې وې

ته مې آئينه کې خوا په خوا شولې

آسيه محرابي

 غرقه دې په مینه کې کړم

داسې زه یا خو ته عناب وې یا مینا شولې

 شېبه ګهيځ

ستړى وي ستومانه لا پخوا , خو اوس

 وخت سره بدل او بدنما شولې

 هما ظفر احمدزۍ

ژوند سره زه بېرته به پخلا شمه

ته راته په مینه که ګویا شولې

منيژه غفورزۍ

 زه د موسيقۍ په سور او لی درکډ

ته بې سر راګ، سارې، ګا، ما شولې

 آسيه محرابي

 تا ته رسیدلې تر جرمنه وم

ته خو بیا راستون تر امریکا شولې

شېبه ګهيځ

درد غوندي يوه څړيکه شوه

زړه کې مې هغه ورځ چې تللې او پنا شولې

 هما ظفر احمدزۍ

نورې نخرې مکوه در جار دې شم

ژوند نشوې ملنډې شوې په ما شولې

هوسۍ ناز

مکر او چل و ول کې ته اوله یې

اه زمانې! بده روی سیاه شولې

فرشته صالحي

خير که تر جرمنه ايسته تېره شوې

زما آزار وهلې تک تنها شولې

 آسيه محرابي

یک تنها وم ناسته ستا سندور ته

 ته بیا کوم غزل ته په نوا شولې؟

 شېبه ګهيځ

 نه مې ویل چې داسې راته مه ګوره؟

وګوره چې کلي کې رسوا شولې

منيژه غفورزۍ

 بنده موسیقي یې کړه طالب ملا

کومه یوه نغمه ته په نڅا شولې

 شېبه ګهيځ

 سر مې کړ رباب په بېړه درغلم

 ګړنګ ته يې ژر ژر په ګډا شولې

 آسيه محرابي

 زړه مې وې، یوازې چې زما وې تۀ

 ځان دې کړو تقسیم، اخر بلا شولې

مهر تاج

 پټه مې په غوږ کې درته وویل

 څنګه ته ناځوان وې په غوغا شولې

 شېبه ګهيځ

 ستا په شوق ژوندۍ نغمي بللی شم

 عشقه مړو سندرو ته مې سا شولې

آمنه فنا

 وایي په وښو چې هم پایي انسان

څومره قیمتي کله ګیا شولې

شېبه ګهيځ

 پیغلې وي راټولې په خوږه دېره

 وه د ماښام لمونځه،چې قضأ شولې

مهرتاج

هغه وخت و هېڅ تر خياله نه راتلې

 اوس ګوره چې ټوله مې دنيا شولې

 عابده سپوږمۍ

هسک تياره آسمان که ستوري ستوري شي

ته لکه سپوږمۍ په کې رڼا شولې

آسيه محرابي

ټولې پرېښتې به په سلام درشي

 ستا له مهربان زړه که آګا شولې

 منيژه غفورزۍ

 ستا غزل، غزل دی په سندرو کې

زما سندرې ستا په شعر ګويا شولې

 آسيه محرابي

 سیند کې د سندرو دې فنا کړمه

 ژوند ژوند مرغلرې مرجوڼا شولې

 آمنه فنا

پاتې هر مزل کې به کامیابه شم

 شا ته مې ولاړ که ته ابا شولې

شېبه ګهيځ

داسې چپه ناسته یې خبر نه کړې

نه چې ته ریس الوزرا شولې؟

ناجيه نجات

 زما لاس کې بنګړي او سپېنو لېچو ته

 اور شولې لمبه شولې سزا شولې

 عابده سپوږمۍ

 پټ مې له کړکۍ نه درکتلي و

 بام ته راختلی چې بیګا شولې

 شېبه ګهيځ

ټول په زړه زخمي زخمي په تا پسې

اخ وطنه! څه په واويلا شولې

 آسيه محرابي

اخ وطنه خداى دې امن امن کړه

 پېغلې درته ټولې په دعا شولې

عابده سپوږمۍ

څنګه دې په بد وخت کې میینه کړم

 تیره ورځ خبره شوم چې نیا شولې

شېبه ګهيځ

 نيا به دې انا وي، اې زه ځوانه يم

 ته ولې په ما مئين بيا بيا شولې

 آسيه محرابي

 تړمې اوښکې هر وخت زما پر مخ

 لاړې ته هم بلې ته فدا شولې

شېبه ګهيځ

اخ , په زړه راتيره شوله هغه ورځ

ته مې چې زخمي زړه ته دوا شولې

هما ظفر

 احمدزۍ کرکه هم عجیبه ننداره کوي

تللیه! ته هم میشته په تورا شولې

شېبه ګهيځ

 اې زما د وطن د جوړيدو کيسې

خوب شولې خيال شولې رويا شولې

 ډېوه سهاک

 ما ويل دا څوک دى او د چا به وي؟

 بخت ګوره زما د ژوند ښکلا شولې

 هما ظفر احمدزۍ

ما چې به په ذهن جوړولې

 ته خولې ته به مې جوړه ته مسکا شولې

آسيه محرابي

ماتې دې وعدې کړلې په بله شوې

اوس انکار له مینې کړې په نا شولې

شېبه کهيځ

ټولې معشوقې دې نن راټولې دي

 زه وايمه څنګه په هوا شولې

ډېوه سهاک

 ټولو به ویل چې سره جوړ نه یو

 زه شومه موسی، تۀ مې امسا شولې

مهر تاج

 ته د تقدس د کتاب توري يې

ته د ژوند بقا او مسيحا شولې

 آسيه محرابي

 ارزي په شبګېر او په نغمو د ژوند

 مینه به شم، شپه که د یلدا شولې

! مهرتاج

 څنګه شو شهيد زما جمهوريت پکې

څنګه مړاوې هيلې د بابا شولې

 ډېوه سهاک

 ما درته د زړه ور پرانيستلي وو

ته پکي ديره لکه سنډا شولي

سايره سليم

 زه لکه يوسف د در غلام دې وم

 ته زما په عشق کې زلیخا شولې

آسيه محرابي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب