یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهکابلوف: پښتانه د افغانستان تر ۵۰ سلنې پورې نفوس جوړوي

کابلوف: پښتانه د افغانستان تر ۵۰ سلنې پورې نفوس جوړوي

تاند:( شنبه، د‌ جدي يوولسمه) ‏د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ادعا کړې، چې د افغانستان شاوخوا ۵۰ سلنه نفوس له پښتنو څخه تشکیل شوی.

هغه دا خبره د روسيې له سپوتنیک خبري اژانس سره په وروستۍ مرکه کې کړې او په دې ډول يې په افغانستان کې د اکثریت قوم د نه موجوديت ادعاوې تاييد کړي.

د روسیې ځانګړي استازي په عین حال کې د پياوړي مرکزي نظام لرل افغانستان ته په ګټه بللی او د فيدرالي نظام رامنځته کيدل يې په دې شرايطو کې ګټور نظر نه دی ګڼلی.

دا په داسې حال کې ده، چې په يوه لويه برخه رسمي او تاريخي اسنادو او څېړنو کې د پښتنو د نفوس کچه تر ۷۰ سلنې ښودل شوې ده.

طالبانو د روسیې د ځانګړي استازي دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو اداره ادعا کوي، چې هيچا ته په خپلو کورنيو چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوي.

يو شمير پښتانه څېړونکي باور لري، چې روسیه د پخواني شوروي اتحاد د امپراتورۍ او پر افغانستان د پوځي یرغل له وخته د افغانستان د قومي تفرقې او اقليت قومونو د پارولو په هڅه کې وه.

دوی له طالبانو غوښتي، چې روسیه د افغانستان په کورنيو چارو کې له مداخلو منع او دا ډول دسيسو ته يې عکس العمل وښيي.

7 COMMENTS

  1. که پښتانه ۵۰ فیصده وي او یا کم داخو ټولو ته مالومه ده چې له هر قامه دوی ډیر او اکسریت دي خو تا جکبازان کوشش کوي چې د پښتو ژبه او کلچر یې له منځه یو سي او منحل یې کړي ، هیڅ وخت به هم یو تاجک په پښتو خبرې ونکړي ، دوی زمونږ کابلۍ دري ژبه ایرانۍ کړه او د ژبې هویت یې له منځه ورک که
    دوی داهیروي چې پښتانه بل هیچیرته په نړۍ کې نشته او نه وو ، یواخې د لرو او برو پښتنو پ مناطقو کې او له دې مخه یانې تراححمد شاه مخته پښتنو لودیانو، غوریانو ، غلجویو او سوریانو په سلګونو کلونو حکمتونه کړي دي ! نور حقائق نه لیکم خو خدای د پښتانه هو شیار کړي !!

  2. TO. PORK OR SHWIN KABELOOVE.
    WE AFGHANS ARE UNITED WE ARE TO GETHER BROTHERS.
    THIS IS NOT YOURS DUTY.TO SHOW US OUR PERCENTAGE.
    SHUT UP YOR DIRTY HANDS IN OUR NATION.
    WE ARE UNITED AFGHANS
    THANKS FROM AFGHANS

  3. د پښتنو له مینځه وړلو له پاره د یو ؤ سویسی جنرال له خولې ما ته په ۱۹۹۰ کال کې داسې یوه خبره ووتله: «که پښتانه نه بنیادمېږي، له مینځه وړل کېږي»۰ ما غبرګوون وښوده خو افسوس چه پښتنه مې و نه کړه چه پښتنو څه بد کار يې کړی، ده چه دا راز يې ماته وویل، له کار نه هم لاس يې ونیول شو، ګوندې چه اصلي خبره دا ده چه پښتنو چا ته سر ټيټ کړی نه دی او د اسکندر خبیث له وخته تر اوسه، اسکندر او بچي يې له مقدوونیې په غربي اروپا کې وطن لري او دا غربي اروپا ده چه د مقدوونیانو یا د اسکندر خبیث پاتې شوي خلکو له لاره پښتانه له مینځه وړي. د اسنادو پر بڼسټ! پښتانه د غربي اروپا په لار پراته دي چه له دې لارې د ګرمو اوبو نه د آسیا شمال ته تېرېدلې نشي. نوی کتاب لیکل شوی چه نوم یې کووز لیکم، دا کتاب په غور ووایاست او ژور فکر وکړئ، بیا به پوه شی چه اصلي خبرې څه دي. ډېر مهم کتاب دی:نوم يې دی: یعنې له نن نه ۳۱۹۸ کلوونه مخ کې.
    1177BC

  4. ښاغلی لاروف ته وایم
    مونږ ټول افغانان یاستو او یو واحد افغانستان ځمونږ د افغانانو اصلی او دایمی ټاټوبی، وطن او ګران هیواد دی.
    ستاسو د وخت شوروی او اوسنی سوپر طاقت امریکا ډیر کوششونه وکړه چه ځمونږ ځینی ورونه وغولوی او وطن راته وویشی. او یا مو په یو او بل نوم ځینی ورونه راپاڅوی مګر کامیابه نشوای او ټولی دسیسی مو د خاورو سره خاوری شوی.

    اوس مو بیا دغه ناکامی خبری د خولو څخه راوزی خو دا واوره چه ټولو افغانانو ستاسو د زور او نظامی قواو په موجودیت کی دغه خبری و نه منلی، ځکه افغانان نه بیلیدونکی اولسونه او خلک دی او وی به. افغانان زیرکه او هوښیار شویدی نوری ستاسو دغه زهرجنی او مقصدی خبری نه منی.

  5. افغانان باید یو موټی شی کابلوف او هغه ته ورته مداخله کوونکو او بدخواهانو ته ځواب ورکړل شی
    لله الحمد موږ یو متحد ملت یاستو هیچا ته د مداخلی اجازه نه ورکوو.

  6. کابلوف خو کمه بده خبره يې نه ده کړې، د اسنادو پر بڼسټ رښتیا يې ویلي دي، دا خو ثابته خبره ده چه د غربي اروپا او خصوصاً انګریز له پښتنو نه بد اخیستوونکی دی. همدا چه هم هند تجزیه شو او هم افغانستان او پنجاب مینځ ته راوستل شو، تر نن ورځ پښتانه ځپل کېږي او دې اروپايي پلانوونه ډووب او پټ دي چه غواړي په ټوله آسیا حاکم شي!کابلوف د اسنادو پر بڼسټ وايي، کوز يې مهرباني وکړئ او ووایاست! دوه مې کاپي کړل خو بې شماره اسناد په ګوګل کې ښته!

    https://www.worldometers.info/world-population/afghanistan-population/

    https://minorityrights.org/minorities/pashtuns/
    بې شماره اسناد براته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب