Homeخبرونهننګرهار کې ۲ سوه تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

ننګرهار کې ۲ سوه تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

تاند: ( شنبه د جدي يوولسمه) ‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په‏ ننګرهار کې ۱۹۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نيول شوي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې یاد شوي کسان د تېرې یوې میاشتې په لړ کې له یو شمېر وسلو، وسایطو، مهماتو او جعلي پېژندپاڼو سره نیول شوي دي.

سرچينه دا هم وايي، چې نن په ‏ننګرهار کې ۶ تنه د غلا په تړاو ونیول شول.

ويل کيږي، چې یاد کسان د بهسودو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د ننګرهار ځايي طالب چارواکو هم دا موضوع تایید کړې ده.

د اقتصادي او بشري ناورين او بې کارۍ شدت او په امنیتي ادارو کې د مسلکي کادرونو نه موجوديت د جنایي پېښو د زیاتېدو عمده علتونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...