جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د امريکا د تخلیې وار د مخه بهير د دفاعي...

ولسمشر غني: د امريکا د تخلیې وار د مخه بهير د دفاعي او امنیتي سکتور د پاشلتيا یو مهم علت و

تاند:( شنبه، د جدي يوولسمه) د افغانستان بې واکه شوی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې امريکا متحده ايالاتو د ترهګرۍ ضدو ځواکونو د تخلیې بهير له پلانولو سره د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د مقابلې مورال زیانمن او د دوی د ليکو په پاشلتيا کې رول درلود.

ښاغلي غني د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې وويل:((د تروریزم په وړاندې ټولو قطعاتو ته په خوست، جلال اباد، کندهار او کابل کې د وتلو وړاندیز شوی و. زموږ جنرالانو ته وعدې ورکول شوې وې. د ملي امنیت اداره چې یو حیاتي بنسټ و، کارمندان یې تخیله/ وویستل شول.))

ولسمشر غني ویلي، چې د تخلیې بهير له پیلیدو څخه مخکې په دې اړه د امریکا پلان په رواني لحاظ د افغان ځواکونو د پاشلتيا په برخه کې رول درلود.

امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر غني دغې نيوکې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار بيا اندیښمن دی، چې لویدیځ هېوادونه او په ځانګړي ډول بریتانیا به بهرنيو هېوادونو ته له ويستلو افغان ځواکونو څخه د بلې جګړې لپاره ګټه واخلي.

هغه له طالبانو غوښتي، چې دغې موضوع ته بې تفاوته پاتې نه شي.

ويل کيږي، چې په لسګونه زره افغان صفري ځواکونه او نور پياوړي پوځي ظرفیتونه امريکا متحده ايالاتو او نورو لويديزو هيوادونو ته ویستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب