چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهحکمتيار: لویدیځ بله جګړه پلانوي، د مقاومت هڅې عادي مه ګڼئ، د...

حکمتيار: لویدیځ بله جګړه پلانوي، د مقاومت هڅې عادي مه ګڼئ، د تشويش وړ دي

تاند: ( شنبه د جدي يوولسمه) ‏د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار طالبانو ته په افغانستان کې د لویدیځ د بلې جګړې د پلان خبرداری ورکړی او غوښتنه يې کړې، چې د مقاومت هڅې بايد عادي ونه ګڼل شي.

حکمتيار پرون د جمعې ورځې د لمانځه په خطبه کې له افغانستان څخه د جمهوري نظام د صفري او نورو امنيتي او دفاعي ځواکونو ويستل، له هېواد څخه د خلکو د وتو پراخ بهير، په يو شمېر بهرنيو هېوادونو کې د طالبانو پر ضد د مقاومت ډلو د دفترونو پرانیستل کیدل او په کور دننه پراخ فقر او طالبانو سره مخالفتونه د انديښنې وړ ګڼلي.

ګلبدين حکمتيار د پاسپورټونو د تر لاسه کولو لپاره د خلکو اوږدې لیکې هم له هېواده وتو ته د خلکو ډېره لېوالتيا او مجبوري يادوي او وايي، چې طالب چارواکي بايد خلکو ته د اطمینان او ورورولۍ د احساس په ورکولو سره هېواد نه د دوی د وتو لېوالتيا کمه کړي.

هغه په عین حال کې، له طالبانو غواړي چې بهر ته د تللو مخالفو سیاسي لوریو په هېواد ته بللو وخت ضايع نه کړي.

د ګلبدین حکمتیار په باور، د طالبانو بهر ته تللي مخالفان په بلنو هېواد ته نه ستنيږي، ځکه د ده په ادعا هغوی د بهرنيو سرتېرو له راتلو پرته هېواد ته د ستنېدو جرئت نه شي کولای.

3 COMMENTS

  1. بې عزته او بې حکمته نجس حکمتیاره، وایی د کوڼ په کونه کې مېخ طویله ټکوهل، کوڼ چیغي کړې چي دا ټکه هاری چیري دی!
    ته نور و شرمېږه، زموږ ولس دومره بې عزته نه دی چي ته کوني ورباندي پاچایی وکړې!

  2. hekmatyaar must get justice for criminal history.
    he is responsible for killing of thousands afghans in jalalabaad&kabul city.

    THANK YOU

  3. حکمتیار صاحب په ارامه خوب وکړه هیڅ خبره نشته.
    افغانستان اوس نړیوالو د یاده ویستلی دی، د نړی په میډیاګانو او تلویزونونو کی افغانستان اوس د سرخط، منځ خظ او حتی اخرنی خط په خبرو کی هم نه یادیږی.
    بله خبره داده چه د نړی یو هیواد نه په پټه او نه په ښکاره هیڅ کومی جبهی ته نه ډالری ورکوی، نه ټوپکی او نه کوم امتیاز، په افغانستان کی جنګ او جګړه نوره ختمه ده.
    بیا هم وایم خپل پخوانی او اوسنی خوبونه دیی په ارامی سره پوره کړه.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب