تاند: ( شنبه د جدي يوولسمه) راپورونه وايي، چې نن مازيګر د کابل ښار د پینځمې ناحيې اړوند د ښوونې او روزنې پوهنتون مخې ته چاودنه شوې ده.
د دې چاودنې د هدف، څرنګوالي او نورو جزيياتو په اړه تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د طالبانو امنيتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کابل یاد شوی عمومي سړک د پوځي پوهنتون لاره ده.
سربېره پر دې همدې سیمې ته نيږدې د یو شمېر طالب چارواکو او پلویانو کورونه هم دي.
د پېښې نور جزییات له تاند څخه وڅارئ.