چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامنيتي ګواښونو کابل کې د پاسپورټ ریاست فعاليت په ټپه درولی

امنيتي ګواښونو کابل کې د پاسپورټ ریاست فعاليت په ټپه درولی

تاند: ( شنبه د جدي يوولسمه) ‏د طالبانو د پاسپورټ عمومي رئیس عالم ګل حقاني مني ، چې د امنيتي ګواښونو له کبله په کابل کې د دغه رياست فعاليتونه په ټپه درېدلي دي.

نوموړي نن ويلي، چې د امنیتي تدابیرو تر بشپړېدو وروسته به ډېر ژر بېرته په کابل کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل شي.

 حقاني وايي، پنجشنبه ورځ چې د طالبانو جنګياليو ته د پاسپورټونو د وېش لپاره ځانګړې شوې وه، لغوه شوې او همداراز تر دې وروسته به د پاسپورټ اداره د پنجشنبې او جمعې په ورځو رخصت وي.

څو اونۍ مخکې په کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته د یوې چاودنې خبر ورکړل شو، خو طالبانو وويل چې يو بريدګر يې له برید څخه مخکې په نښه کړی او وژلی و.

 د کورنیو چارو د پخواني وزير مسعود اندرابي په ګډون د جمهوري نظام يو شمېر مخکينيو چارواکو پر طالبانو تور پورې کړی، چې خپلو جنګیالیو ته د پاسپورټونو د وېش په پلمه یې پنجشبې ورځ په دې خاطر عام خلک پاسپورټ ریاست ته له ورتلو منع کړي وو، چې د القاعدې په ګډون يې پاکستاني او نورو بهرنيو ترهګرو ته افغاني تذکرې او پاسپورټونه جوړول.

طالبانو بيا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی