چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد مدرسو فارغین او ملایان د عامې روغتيا ولايتي رييسان ټاکل شوي

د مدرسو فارغین او ملایان د عامې روغتيا ولايتي رييسان ټاکل شوي

تاند: ( شنبه د جدي يوولسمه) د طالبانو د عامې روغتيا وزارت چارواکو په ولايتونو کې د عامې روغتيا رييسان په ډله ییزه توګه له دندو ګوښه کړي دي.

د طالبانو د روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال عبدالباري عمر په دې اړه د روغتيا ولايتي رياستونو ته په استولي مکتوب کې ويلي، چې ګوښه شوي رييسان نور کوم رسميت، امتیازات او په حاضرۍ کې د لاسلیک صلاحيت نه لري.

د عامې روغتيا يوشمير ګوښه شويو رييسانو، چې د ازاد رقابت له لارې دغو دندو ته بریالي شوي وو، وايي چې پر ځای يې نا مسلکي خلک او هغه هم تر ډېره ملایان ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشران له سیاسي بستونو پرته په نورو تخصصي بستونو کې د متخصصينو د کار د دوام ادعا کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي څو ځله په پاکستان کې د یو شمېر غونډو او ځینو نړیوالو رسنیو سره په مرکو کې مدعي شو، چې د جمهوري نظام تر ۵ سوه زره پورې کارکوونکي په دندو کې برحاله دي او دا د طالبانو د حکومت د ټول شموليت نښه ده.

د طالبانو د واکمنۍ د ناکامۍ یو لوی دلیل همدا ګڼل کېږي، چې د مدرسو فارغین یې په هره برخه کې د متخصصينو پر ځای ګومارلي او د حکومتولۍ چارې یې سقوط سره مخ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب