پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د پوهاند رسول باوري د ابدي سفر کال پوره شو

د پوهاند رسول باوري د ابدي سفر کال پوره شو

له نن څخه یو کال پخوا د ۲۰۲۱ د جون په ۱۲ مه (د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي ۲۲) د افغانستان تکړه لرغونپوه او د پوهنتون استاد پوهاند محمدرسول باوري د کورونا ناروغۍ له کبله وفات شو.

پوهاند رسول باوري په ۱۳۳۶ کال کې د ارزګان ولایت په هراوت ولسوالۍ کې زېږېدلی او په خپله سیمه کې د ابتدايي زده کړو تر پای ته رسېدو وروسته د کابل پوهنتون ته بریالی شو.

نوموړی په هالنډ هیواد کې د لرغونپوهنې په برخه کې تر ماسټرۍ کولو وروسته په خوست کې د شیخ زاهد پوهنتون او تر هغه وروسته د کابل پوهنتون د لرغونپوهنې څانګې مشر او استاد، د پوهنې وزارت نصاب مسؤل او بیا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین و.

پوهاند باوري تر مړینې یوه میاشت مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له فرهنګي معینیته استعفا کړې وه.

پوهاند باوري پخپل ژوند کې ۳۰ علمي اثار او تر ۳۰۰ زیاتې علمي او تحقیقي مقالې لیکلي دي.

پوهاند استاد رسول باوري د مرحوم اختر محمد خان زوی او د محمد یعقوب خان لمسی و، چې  په  ۱۳۳۶ لمریز کال  کې یې د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. استاد باوري لومړنۍ زده کړې  د ارزګان ولایت سیدال خان لېسه کې  پای ته ورسولې او  لوړې زده کړې يې بیا د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د تاریخ  په څانګه کې او ماسټري یې په هالنډ پوهنتون کې په لرغونپوهنه کې واخیسته. پوهاند باوري د کابل پوهنتون په ګډون د خوست او له هیواد څخه بهر په بېلابېلو  کورنیو او نړیوالو پوهنتونونو کې د لرغونپوهنې په برخه کې د استاد په توګه پاتې شوی دی. نوموړی د پوهنې وزارت د نصاب ادارې د تاریخ برخې رییس، د شیخ زاهد پوهنتون رییس او د اشرف غني د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او سرپرست هم پاتې شوی دی او دغه راز پوهاند له کلونو راهيسې د افغانستان په ملي راډيو- ټلویزیون کې د فرهنګي میراثونو په نوم یوه خپرونه هم چلوله، چې په یاده خپرونه کې به یې د هیواد تاریخي ابدات معرفي او په مستنده توګه ثبتول. د تاریخي ابداتو په اړه د پوهاند باوري دا کړی خدمت به په کلونو کلونو راتلونکو نسلونو ته پاتې وي. استاد باوري خپل ډېر عمر د علمي څېړنو او په تېره بیا د تاریخ او لرغون پېژندنې په برخه کې څېړنیزو کارونو ته وقف کړی و او په دې برخه کې یې ډېر محصلین هم روزلي دي. رسول باوري د هیواد د فرهنګي او تاریخي میراثونو د خوندیتوب په برخه کې ارزښتناک ګامونه اوچت کړي دي، چې لیکلي اثار او طرحې یې ښې بیلګې ښودل کیږي. پوهاند رسول باوري د دې هېواد ستره هستي وه، د خبرو، منطق، استدلال او پوهې عظیم شخصیت و. نوموړي د دې هېواد د فرهنګ او لرغونتیا د پالنې او ساتنې لپاره ډېرې هڅې کړې دي. تل یې له ملي هویت او فرهنګ په نره په علمي دلایلو دفاع کړې ده او د دې وطن د راتلونکو نسلونو لپاره یې ګټور اثار په میراث پرې ایښي دي.

پوهاند باوري د استادۍ د سپېڅلي دندې ترڅنګ په لسګونو علمي، تاریخي او څېړنیز اثار لیکلي او  ټولنې ته یې د استفادې لپاره وړاندې کړي دي. د استاد باوري په اړه داسې هم ویل شوي چې د هیواد د لرغونپوهنې په برخه کې تر سلو زیات مستند فلمونه، د ملي موزیم د چارو بیارغونه، د لرغونپوهنې کټې د چارو سمون، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو اغیزمن سمون او داسې نور فرهنګي کارونه یې د یادونې وړ دي. پوهاند رسول باوري د کډوالۍ پر مهال په سختو حالاتو کې هم د خپل ګران هیواد او ولسونو لپاره په علمي، فرهنګي او څېړنیزو چارو کې فعال رول لوبولی او ارزښتناکې قلمي هلې ځلې یې کړې دي. پوهاند باوري د افغانستان د تاريخ او لرغونپوهنې د ډګر يو پياوړی عالم، ليکوال او څېړونکی، متواضع او د نرم خوی او نېکو اخلاقو خاوند و او دغه راز په کاري ډګر کې له همکارانو سره د یو لارښود همکار په توګه پاتې شوی دی. استاد باوري سولې ته د رسېدو، ټولنیز عدالت او د هیواد د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي او په دې ویاړلې لار کې ښه ځلېدلی دی.

د لرغون پیژندنې دغه استاد په همدې برخه کې له شلو ډېر لیکلي تاریخي آثار او تر ٣٠٠ ډېرې مقالې په هیواد کې او له هیواده د باندې نشریو او ویب‌پاڼو کې خپرې کړې دي او دغه راز  تر ۱۰۰ په ډېرو سمینارونو کې یې ګډون هم کړی دی.

استاد تر نیمه پېړۍ زیات عمر د ښوونې، لیکوالۍ او رهبرۍ له لارې د افغان ملت د پوهاوي او ملت جوړونې د روایتونو په ملاتړ کې تېر کړ. په شلمه پېړۍ کې د استاد کُهزاد، علامه حبیبي او علامه رشاد په څېر، یوویشتمه پېړۍ کې ښاغلی باوري د افغان هویت د تعریف او پیاوړتیا لپاره یوه ښه نمونه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب