جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد تالقان خونړۍ ورځ؛ ط - ان د ۸ داعشیانو د وژلو...

د تالقان خونړۍ ورځ؛ ط – ان د ۸ داعشیانو د وژلو خبر ورکوي

تاند(شنبه، د جوزا ۲۱ مه) ‏‏‏‏د تخار ولايت مرکز تالقان ښار نن په ساعتونو- ساعتونو د سختو ډزو او ګډوډۍ شاهد و.

ځایي خبريالانو د ورځې په اوږدو کې د خپلو سرچينو په حواله ویل، چې د طالبانو دوه قوماندانان په دې ښار کې سره نښتي او جنګيالي یې د یو بل خلاف ډزې کوي.

له دې سره، د طالبانو وياندويانو نن ناوخته په يوه ډېره لنډه اعلامیه کې ویلي: « د ‎اسلامي_امارت ځواکونو نن د ‎تخار په مرکز کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې اته تنه شر اچوونکي وژل شوي او درې تنه نور نیول شوي دي.»

طالب وياندويانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې له شمالي ولايتونو څخه د طالبانو د خپلمنځیو اختلافاتو د شدت او له دې کبله داعش ډلې سره د يو شمېر طالب قومندانانو د يو ځای کیدو ادعاوې شوي.

طالبانو بیا په دې اړه راپورونه رد کړي او بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب