جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د لرغونپوهنې د مسلکي پوهاند رسول باوري ویر یو کلن شو

د لرغونپوهنې د مسلکي پوهاند رسول باوري ویر یو کلن شو

پوهندوی آصف بهاند

(د رسول باوري لومړی تلین)

تېرکال جون میاشت زموږ د فرهنگ په بڼ کې د حساب وړ داسې فرهنگي څېرې ورژېدي او زموږ له لاسه ووتې چې بیا به یې ځایناستي تر ډېرو پورې پیدا نه شي. د دې تللو رژېدلو په ډله کې یوهم د لرغونپوهنې د برخې ستره هستي، نامتو پوهاند استاد محمد رسول باوري دی.

څو ورځې مخکې د افغان لیکوال، څېـړونکی او ژونالست مصطفی عمرزي لومړی تلین و، د هغه د فرهنگي شخصیت او ترسره کړو کارونو  له پاره مې یوه ویر لړلې مقاله ولیکله او دا دی اوس زما د گران همکار او د علمي کارونومرستندي، زما د لیسانس زدکړو همدوره او د لیلې د بنډارونو او علمي بحثونو یار پوهاند رسول باوري لومړی تلین دی. دا څو کرښې د ده د لومړي تلین او ترسره کړو علمي کارونو ته د درناوي په پار لیکل کېـږي.

استاد باوري د افغانستان په پوهنتونو کې د خپل تدریس په موده کې گڼشمېر شاكردان روزلي، خو گوره چې په روزل شوو شاگردانو کې به کله د ده د ځایناستی په توگه څوک سر راپورته کړي، د ده پر پلونو به قدمونه کېـږدي او د ده د پاتې علمي کارونو د بشپـړولو هڅې به وکړي.

د استاد باوري د علمي ــ فرهنگي کارونو لنډ جاج ما په هغې مقالې کې وړاندې کړی و چې، ما د ده د مړینې په مناسبت تېرکال لیکلې وه او په دغـو مهمو پتو کې مې خپره کړې وه:

ــ تاند:

ــ دعوت میډیا:

ــ افغان جرمن پورتال:

هلته ما داسې لیکلي وو:

«پوهاند محمد رسول باوري په پوهنتونونو کې د خپل تدرس په موده کې په زرګونه شاگردان روزلي دي، د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو د پېژندنې، رغونې او خوندي ساتلو په برخه کې یې گڼې علمي مقالې او په لسګونه کتابونه لیکلي دي. د ده دا کارونه، د دې گواهي ورکوي چې ده د خپل هېواد له تاریخ، لرغونو ابداتو او په ټول کې له فرهنگ سره څومره مینه درلوده او د خپلو مقالو او کتابونو په لیکلو سره یې نړیوالو ته د خپل هېواد څېره او فرهنگ څه ډول معرفي کاوه.

پوهاند رسول باوري د افغانستان او سیمې په کچه یو مطرح فرهنگي شخصیت او قلموال و، د سلگونو  علمي مقالو او تر دېرش عنوانه زیاتو کتابونو لیکوال و . د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معین په توگه یې د خپل څلور کلن کار په موده کې، د افغانستان د هنر، فرهنګ او تاریخي ابداتو د رغونې په برخه کې دومره کار او خدمت وکړ چې هيڅ چا به نه وي کړی . ده د یو مطرح مسلکي او د لوړو زدکړو 

او علمي رتبې د لرلو شخصیت په توگه د افغانستان د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب له پاره هم د قدر وړ څه کړي دي چې په علمي ډول حساب ورباندې کېدای شي. 

پوهاند رسول باوري داسې علمي فرهنگي شخصیت و چې په یوې کورنۍ، سیمې او وطن پورې یې اړه نه درلوده، بلکې د ده فرهنگي هڅې او فرهنگي تولیدات دا ښيي چې دی په ټول وطن پورې اړه لري او د هېواد په فرهنگي بهیر کې یوه مطرح څېره وه. د اطلاعاتو او فرهنگ د مرستیال په توگه یې د خپل ماموریت په دوره کې داسې عملي کارونه وکړل چې د حساب وړ دي، د فرهنگ په برخه کې، په تېره د لرغونو سیمو او اثارو د پېژندلو، معرفي کولو او ساتلو په برخه کې یې د یوې لویې مؤسسې په کچه عملي کارونه وکړل…»

زما د یادې مقالې تر خپرولو وروسته، د پوهاند باوري د ژوند او مړینې په باب نوي معلومات په میډیا کې را څرگند شول. زه به د استاد باوري د لومړي تلین د درناوي په پار د یادو معلوماتو ځینې برخې له درنو لوستونکو سره شریک کړم.

د هغه وخت د کندهار د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست، د پوهاند باوري د مړینې او جنازې د مراسمو په 

باب داسې معلومات خپاره کړل: 

«د کندهار اطلاعات اوفرهنګ ریاست

د پوهاند محمدرسول باوري جنازه په کندهار کي خاورو ته وسپارل سوه

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مخکنی معين پوهاند محمدرسول باوري د شنبې په ورځ د ورپېښي ناروغۍ له امله د کابل په يوه روغتون کي وفات سو.

د هغه جنازه کندهار ته راوړل سوه، چي په هوايي ډګر کي د کندهار والي په شمول د کندهار زيات شمېر فرهنګيان، استادان او ولسي وګړي ئې مخي ته ورغلي وه.

د پوهاند محمدرسول باوري د جنازې سره د کابل څخه د اطلاعات او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين محمدهارون حکمي، په فرهنګي چارو کي د رئيس جمهور سلاکار محمدزرين انځور، د اطلاعات او فرهنګ وزارت مشاورين، د ياد وزارت يو شمېر مامورين او لسګونه نور دولتي او فرهنګي کسان کندهار ته راغلي وه.

د ارواښاد پوهاند محمدرسول باوري جنازه د شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د مشاهيرو په هديره کي خاورو ته وسپارل سول، چي پر مهال ئې لسګونو لوړ پوړو مسئولينو، فرهنګيانو، د پوهنتون استادانو او عامو کسانو ګډون کړی وو.

خاورو ته د جنازې تر سپارلو وړاندي د ويناوو لنډ پروګرام جوړ سوی وو، لومړی د پوهاند محمدرسول باوري ژوند ليک د اطلاعات او فرهنګ وزارت د سلاکار ډاکټر طارق رشاد له لوري وويل سو، د استادۍ څخه د معينيت تر چوکۍ پوري ئې کړي خدمتونه هم په مفصل ډول بيان سول.

د رئيس جمهور پيغام په فرهنګي چارو کي د رئيس جمهور سلاکار محمد زرين انځور ولوست، د رئيس جمهور له لوري ئې غمشريکي او خواخوږي شريکه کړه او د هيواد په کچه ئې د پوهاند محمدرسول باوري مړينه لويه ضايع وبلل.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت پيغام د هنر او فرهنګ معين محمد هارون حکمي ولوستی، د غمشريکۍ تر څنګ ئې د ويناوالو هغه غوښتنو ته هم مثبت جوابونه وويل، چي د وزارت څخه ئې د پوهاند رسول باوري اړوند درلودل.

د هغه د اثارو چاپېدل، په مرکز او کندهار کي ئې په نامه باندي د ځايونو نومول، په فرهنګي جنتري کي د پوهاند محمدرسول باوري د تلينې ور زياتول او ځيني نوري غوښتني وې، چي د کندهار فرهنګيانو له مرکزه درلودې.

په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي آغالالي دستګيري هم وينا وکړه، نوموړی د پوهاند رسول باوري پر تېر علمي ژوند وږغېد، د فرهنګ او هنر په برخه کي ئې د ارواښاد باوري هڅي د ستايلو وړ وبللې او نوموړی ئې د وطن يو نه ستړی کېدونکی خدمتګار وباله.

د لوړو زده کړو وزارت او کندهار پوهنتون پيغامونه هم ولوستل سوه، په پيغامونو کي تر ډېره حده د ارواښاد پوهاند باوري پر خدمتونو او کارنامو بحث وسو.

د ارواښاد پوهاند باوري د کورنۍ په استازيتوب ئې مشر ورور خبري وکړې، د هغه دوې خاطرې او د وطن سره د ځانګړي ميني درلودل ئې بيان کړل او هم ئې د هغه د ماوريت په جريان کي د نوموړي پر سپېڅلتيا او وطن ته پر وفادارۍ بحث وکړ.

د يادولو ده، چي په کندهار پوهنتون کي دننه د مشاهيرو په هديره کي يوازي څو د ګوتو په شمېر د وطن او کندهار په کچه علمي او فرهنګي کادرونه ښخ سوی دي، چي د هغې جملې څخه تر ټولو مخکنی قبر د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد دئ.»

د استاد باوري د علمي شخصیت په باب او د ده د ترسره کړو فرهنگي کارونو په هکله سرمحقق استاد زلمي هېواد مل، د باوري ترمړینې څو ورځې وروسته، د خدایبښلي باوري د فرهنگي شخصیت په باب یو غنیمت مطلب خپور کړ. دا چې رسول باوري څومره له زدکړو، څېـړنو، فرهنگي او علمي کارونو سره مینه درلوده، دا به د استاد  هېوادمل په دې لیکنه کې ولولو: 

«تل زده‌کوونکی باوري

زموږ استاد پوهاند عبدالحی حبیبي( پر ګوریې نور)  به د فردوسي (رح) د خبرې په مصداق تل موږ ته دا ویل: «انسان باید د مرګ تر ورځې زده کوونکی پا ته سي. رسمی زده کړې تاسې ته اصول او ځینې لارې در ښیي، مګر انسان باید خپله د زده‌کړې له لیارې ځان پوه کړي» د استاد دا خبرې ماته دیو مِلاک حیثیت لري.

زه چې هر کال نویو شاګردانو ته درس شروع کوم، پر لومړۍ یا دویمه ورځ د استاد همدا خبرې ورته کوم.

زموږ دمعاصر دوران په فرهنګي شخصیتونو او استادانو کې پوهاند رسول باوري دغه خصوصیات لرل او دزده‌کړو همېشنی عاشق ؤ.

شاوخوا دولس کاله د مخه، زما دهغه زمان د رسمي وظایفو پربنسټ د یو مقام له خوا راته وویل شول چې له باوري سره باید خبرې وکړم چې که د خوست پوهنتون ریاست ومني.

باوري هغه وخت پوهنوال ؤ، ما یو ځای ورسره ولیدل. د خوست پوهنتون د ریاست خبره مې ورسره وکړه.

ده په ځواب کې راته وویل: «په خپله ساحه د خلکو او وطن خدمت پر هر چا له لازم دی، خو زما دوه آرمانه دي: یو دا چې دوکتوری واخلم او بل دا چې پوهاند سم. که په اداري کاروونو کې ونښتم، نوبیا به دې دواړو اهدافو ته ونه رسېږم.»

زما او د باوري مجلس به همېش آزاد او خودماني ؤ. ما ورته بیا وویل: باوري ګله! زه ډېر خوشحاله شوم چې اوس هم د اکاډمیکي پوهې له پرمختیا او له لوړو زده‌کړو سره علاقه لرې، له پوهې سره ستا دې مینې او عشق ماته د استاد حبیبي خبرې زما په خاطره کې بیا را تاندې کړې. لا زیاتو زده‌کړو سره ستا دا عشق د ډېرې مننې وړ دی.

له رسمي مجاریو موږ کولای شوی تا ته په تاجیکستان، ایران او هند کې د دوکتوری زمینه مساعده کړو. د دوکتوری تحصیلي دوره پر تحقیق بنا ده. ته کولای شې د دغو هېوادو په یو پوهنتون کې د ډیزرټېشن لپاره موضوع ثبت کړې د COURSE WORK  دوره، تاسې غوندې مشرانو استادانو لپاره په جامع امتحانونو  کې محاسبه کوي او ته یوازې د ډیزرټېشن پر تکمیل او دفاع مکلف یې . ته کولای شې تحقیق په خپل هېواد کې بشپړ کړې او یوازې د دفاع لپاره ورشې، پاتې شوه د پوهاندۍ موضوع، د خوست پوهنتون د ریاست په دوران کې د پوهاندۍ لازم شرایط ته آماده کولای شې. 

باوري له ما سره قانع شو او د ریاست خبره یې په شروطو ومنله او ما هغه مقام ته د ده د رضایت خبره وکړه، بیا د لوړو زده کړو وزارت، د مقام له هدایت سره سم، دی د خوست پوهنتون ریاست ته واستاوه.  

د خوست پوهنتون د ریاست په دوران کې به مو تل تلیفوني خبرې سره کولې، یوځل یې بیا د خپلې دوکتوری خبره راسره، یاده کړه. داځل نو ما ورته وویل: باوري جانه! ته خو اوس لوی سړی یې! خپله همدا غوښتنه په  رسمي ډول د عالي تحصیلاتو وزارت ته راولېږه او ما خبر کړه چې بابري صاحب سره پرې د بعدي اقداماتو په باب خبره وکړم.ګمان کوم چې د پوهنتون کارونو له امله یې دې کار ته وار ساز نه شو او زموږ د و ظایفو رسمي دوره هم پای ته ورسېده. 

د څېړنې په میتودولوژۍ کې یو اصل دی چې له موضوع سره د زړه مینه او له کار سره شوق څېړونکی د پوهې ډېرو لوړو پوړیو ته رسوي. دغه اصل ته په پاملرنه سړی ویلای شي چې له خپل مسلک سره د باوري مینه له مبالغې پرته په عالي حد کې وه. دی باستانشناس و. د معاصرې باستانشناسۍ پر اصولو او لارو چارو پوه او دخپل هېواد له تاریخي بناوو سره علاقمند. د همدې علاقې له امله په معاصر دوران کې دی د باستان شناسۍ یو په تول پوره محقق و. 

دهېواد له تاریخي بناوو سره د ده د مینې پر بنا به وه چې کله موږ د پارسي او پښتو ژبو د شاعر، ملا عبدالعزیز زوري فراهي، د نمانځنې غونډه کې د ګدون لپاره فراه ته سفر کاوه، نو باوري مو هم د سفر ملګری کړ. ده په فراه کې د فریدون او د ګرشاسپ تاریخي کلاوې ولیدې. د ګرشاسپ کلا چې د تر اسلام دمخه زمانې د معمارۍ یوه غوره او کم نظیره  نمونه ده، باوري يې په لیدو ډېر خوشحاله شو او چې بېرته راغی سملاسي یې  پرې یوه ښه مقاله ولیکله. 

دغه راز د احمدشاه بابا د زو کړې د درې سومې کالیزې د نمانځنې په غونډه کې د ګډون لپاره هرات ته هم راسره لاړ. 

په دې دوو سفرونو کې د باوري ملګرتوب دده د شخصیت یو بل څنګ هم راوښود او هغه دا چې باوري، ډېر مجلس آرا، خوش طبع، ظریف او خنده رویه سړی هم ؤ چې څومره به ورسره ناست وې، دومره به دې دده له مجلسه خوند اخیست او لابه دې دده مجلس ته هوا کېده. 

که څه هم له باوري سره زما د شناخت ډېر کلونه کېدل، خو د اجتماعي شخصیت دا بعد یې د فراه او هرات په سفرونو کې را ته څرګند شو.

زه او باوري د هجري شمسي څورلسمې پیړۍ په شپېتمو کلونو کې سره آشنا شوو. په هغو کلونو کې زما ډېر معزز او پر ما ګران استاد پوهاند میرحسین د تاریخ او فلسفې پوهنځی کې استاد ؤ. زه په هفته کې یو ځل د استاد لیدو ته ورتلم. کله کله به مې یو ډېر مؤدب ځوان لیده چې د استاد دفتر ته راځي او د ټولو اکاډمیکو آدابو په رعایت له استاد سره خبرې کوي. ورو ورو زه هم ورسره آشنا شوم. دا ځوان باوري ؤ. 

په همدې کلونو کې د استاد میر حسین شاه په خاصه پاملرنه، موږ د تاریخ او فلسفې د پوهنځی له خوا، د بهزاد، تاریخ مرصع او د افغان او هند د روابطو، درې سمینارونه جوړ کړل. پدې کلونو کې ځوان باوري د پوهنځی معاون و. د سمینارونو د اداري او تدارکاتي چارو په اجرا کې د پوهان میر حسین شاه او زما ټوله اتکا پر باوري وه. د کارونو اشتراک ډېر سره نږدې کړو او آشنایې مو په دوستی بدله شوه.

باوري له نژدې وروستی ځل، ما په 2016 کال د جلال‌آباد د ښاروالی په هوټل کې ولید. موږ له څو ملګرو سره د هېواد د معاصر شاعر بلبل افغان د پنځوسم تلین په سیمینار کې د ګډون لپاره جلال آباد ته تللي وو او باوري د ملي راډیو تلویزیون له یو عکاس سره د ننګرهار د تاریخي آبداتو د مطالعې، لیدلو او فلمبردارۍ لپاره ننګرهار ته راغلی و. په هغو شپو کې آوازه وه چې باوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین کیږي. د هغې شپې د بانډار په ترڅ کې مې ورته وویل:”باوري ګله! تر اوسه خو لا پوهاند شوی نه یې؟”  دی سملاسي زما د خبرې پر مقصد پوه شو او راته‌یې وویل:”چی پوهاند نسم هېڅ شی نه قبلوم.”  څه موده وروسته دی معین شو، مخکې تر دې چې زه مبارکی ته ورشم، ده زنګ را وواهه او راته‌یې وویل: “ته به خبر نه‌یې زه پوهاند سوی‌یم.” مانا دا چې دا وظیفه مې له پوهاندۍ وروسته منلې ده.

یاوري د علمي او اجتماعي سیرت خاوند، د اخلاقو او دوستۍ یوه نمونه شخصیت ؤ. مړینه‌یې یوه درنه ضایعه ده. ډېر کلونه بویه چې دا زمکه بل داسې باوري پیدا کا. خدای دې ښه ورسره وکړي.»

زلمی هېوادمل

۲۷/۰۶/۲۰۲۱

استاد معصوم هوتک د خورا ځانگړي او منحصر په فرد سبک په چوکاټ کې، د پوهاند رسول باوري پر مړینې یوه ویرنه لیکلې ده، دا یې متن دی:«

د پوهاند رسول باوري پر مړینه

پــوښـتـنـه کـانــدي مشـاهــیــر* نــن یــو لـه بـله څخه
دا جـــنـــازه د چـــا راغــلــې لـــه کــابــلـــه څــخــه

وږمـې د عـطـرو ئـې راوزي د تــابــوت لـــه تـخـتو
تــه وا کـفـن ئـې ور سـاز کــړی دئ لــه ګــلـه څخه

پـــه بـــدرګــه ئـــې د ویـــاړونـــو قــافــلــې راغـلـي
افــتــخـارات ئــې نــــه بــېــلــېــږي لـه بـغـلـه څـخـه

یـو چا ور ږغ کـړه چي دا مړ نه دئ ژوندی ئې ګڼه
نــغــمـه د ژونــد ئـې ده زده کــړې لــه بــلـبـله څخه

نــوم ئې “رسول” ګـویـا ایـلـچـي وو د روښـانـه سبـا
جــاویــدان نــوم ئــې وو څـــرګــنــده لـه اولـه څـخه

یـــو “بـاوري” وو د هـیـواد د تــرقــۍ پـر خـوځښت
د وطــن عـشـق ورسـره مـل وو لـه بــورجلـه څـخه

یـــو مـتـیـن ښـاخ وو د روزګـان د بــابـوزو د ونـي
چــي پــیـونـد سـوې ئـې ریـښـه وه لــه زابـله څـخه

یــو سـاتــنــدوی وو د وطـن د تــاریــخــي یــادونـو
د تــــاریــــخ څــلــي ئــې ســاتــلـه له یـرغـله څخه

یـــــو مــــربـــي وو د روزنــي د وطــــن د بــچــو
راګــزولــه ئــې زلــمــیــان لــــه کـــاږه پــله څـخه

وو یــو سرتـېری د فـرهـنـګ د حـفـاظـت پر میدان
ځان ئې و نه کیښ په هیڅوخت له دې مورچله څخه

افسوس چي واخیست نـاروغـۍ د کـورونا له مـوږه
ځـکـه مـو خــېــژي فــریــادونــه لــه گـوګـلـه څـخـه

کال زر څلور سوه لمریز, میاشت ده جوزا پر تقویم
نـېـټـه د مـرګ ئـې اسـتـخـراج سـولــه جــدوله څخه


اشاوا, کانادا
19 جون 2021ع

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

*د مرحوم پوهاند رسول باوري جنازه د کندهار پوهنتون په انگړ کې، د مشاهیرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل سوه.»

زما د معلوماتو له مخې له دې مقالې (د لرغونپوهنې د مسلکي پوهاند رسول باوري ویر یو کلن شو)

پرته د استاد رسول باوري د لومړي تلین له پاره دا کارونه ترسره شوي دي:

ــ د قرآن شریف ختم او د استاد مزار ته د دوعا لپاره تگ،

ــ د ملي تلويزيون له خوا د پوهاند باوري د ژوند او فرهنګي کارونو په باب د یو مستند فلم جوړول.

د ښاغلي امین باوري د رپوټ پر اساس، د پوهاند رسول باوري د لومړي تلین د درناوي په پار، د قرآن شریف ختم او خیرات شوی او تر هغه وروسته د ده درنه کورنۍ، ځینې شاگردان، دوستان او خواخوږي، د کندهار د مشاهیرو هدیرې تللي او د استاد باوري روح ته یې دوعا کړې ده.

دغه راز په ملي تلويزيون کي د فرهنګي ميراثونو د مستندو خپرونو له خوا د پوهاند صاحب باوري پر ژوند او علمي کارنو یو مستند فلم جوړ شی دی چې له ملي تلوزیون څخه به خپور شي. 

په پای کې له پوهاند استاد محمد رسول باوري سره زما د خاطراتو هغه برخه رااخلم چې لنډ لست یې ما د ده د مړینې په مناسبت په لیکلې مقاله کې خپور کړی و:

له پوهاند محمد رسول باوري سره زه بېشمېره خاطرې لرم. 

ــ له دولسم نه تر فراغت وروسته په یوه وخت د پوهنتون عمومي ازموینې ته کېناستو،

ــ دواړه د ۱۳۵۵ ام کال په پسرلي کې د ادبیاتو پوهنځي محصلن شوو،

ــ لیلیه مو یو ځای وه، یو ځل لا د یوې لنډې مودې له پاره د یوې کوټې ملگري هم وو،

ــ دی هم د مطالعې سخت شوقي و او زه هم، کله ـ کله به مو یو بل ته کتابونه په پور ورکول،

ــ په یوه وخت مو د لیسانس دوره پایته ورسوله او په یوه کال او په عین میاشت په علمي کدر کې ومنل شوو،

او گڼشمېر نورې خاطرې.

د پوهاند رسول باوري علمي فرهنگي کارونه

د افغانستان د فرهنگ په کتاب کې ځانگړی ځلېدونکی ځای لري.

ارواح یې ښاده او یاد یې تلپاتې وي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب