سور رګ یا شریان یا artery چې جمع یې سره رګونه یا شریانونه دي، د یوناني ژبې له arteria څخه اخیستل شوې ده معنا یې د وینې رګ دی. شریانونه د وینې یو ډول رګونه دي چې له زړه څخه وینه د بدن بېلابېلو برخو ته لکه انساج، سږي، دماغ او داسې نورو ته لېږدوي.
ټول شریانونه اکسېجن لرونکې وینه لېږدوي پرته له دوو شریانونو څخه چې یو د pulmonary artery په نوم او بل د umbilical artery په نوم یادېږي کوم چې دا دواړه ناپاکه یا غیر اکسېجن لرونکې وینه سږو او پلاسنټا ته لېږدوي.
د شریاني وینې موثر حجم هغه خارج الحجروي مایع ده کوم چې شریانونه یې ډک کړي دي. شریانونه د دوراني سیسټم یوه برخه ده کوم چې د بدن ټولو حجراتو ته د اکسېجن لرونکې وینې او غذایي موادو د لېږد دنده په غاړه لري همدارنګه د کاربن ډای اوکسایډ او بیکاره توکو لرې کول، د وینې د مطلوب PH ساتل او د انسان د بدن د دفاعي سیسټم د پروټینونو او حجراتو لېږد دنده هم په غاړه لري.
جوړښت Structure:
د شریانونو اناټومي کېدای شي چې په macroscopic چې په سترګو لیدل کېږي او microscopic چې په مایکروسکوپ د لیدلو وړ دي وویشو. د انسان دبدن شریاني سیسټم په دوو برخو ویشل شوی:
۱:سیسټمیک شریانونه چې وینه دزړه څخه ټول بدن ته وړي.
۲: ریوي (pulmonary) شریانونه چې غیر اکسیجن لرونکې وینه د زړه څخه سږو ته وړي. د یو شریان یا ورید بهرني پوړد tunica externa په نوم یادېږي کله د tunica advantitia په نوم هم یادېږي، د کولاجن په نوم له یو ډول فایبرونو او د elastic انساجو څخه جوړ شوی پوړ دی. لوی شریانونه له ځان سره کوچني شریانونه چې د vasa vasorum په نوم یادېږي لري دا کوچني شریانونه د لویو شریانونو په وینې د مړېدو (blood supply) سبب ګرځي.
د شریانونو د دیوال هر پوړ یو څرګند بېلوالی یو له بل سره لري خو tunica externa کوم څرګند بیلوالی له tunica media سره نه لري. tunica media هغه پوړ دی چې د tunica externa داخل خوا ته واقع دی کوم چې د ښویه عضلي حجرو، ایلاسټیک انساجو چې د نښلوونکو انساجو په نوم هم یادېږي او د کولاجن له فایبرونو څخه جوړ دی.
دننی پوړ چې د وینې له جریان سره غیر مستقیمه اړیکه لري د Intima په نوم یادېږي.ایلاستیکي فایبرونه شریانونو ته اجازه ورکوي تر څو د قات را قات کېدلو وړتیا خپله کړي او د بدن په بیلابیلو برخو کې سم ځای په ځای شي. دا پوړ په ټوله کې د انډوټیلیل حجراتو او د کولاجن فایبرونو د یوې بډایه شبکې لرونکی دی. او هغه خالیګاه چې وینه پکې جریان لري د لومن په نوم یادېږي.
د شریانونو رامنځته کېدل:
د شریانونو جوړېدل او پای ته رسېدل هغه وخت پیل کېږي کله چې اندوتیلیل حجرې د شریانونو اړونده جینونه رابرسېره کړي.
دندې:شریانونه بېلابېلې دندې لري او د دوراني سیسټم یوه برخه جوړوي. شریانونه هغه وینه چې د زړه په واسطه پمپ کېږي د بدن بېلابېلو برخو ته لېږدوي د شریانونو یو ډول چې د اکلیلي شریانونو په نامه هم یادېږي د زړه د خړوبولو دنده په غاړه لري ټول شریانونه یو ډول دنده نه ترسره کوي هر شریان خپله دنده تر سره کوي چې د اړوند شریان تر عنوان لاندې به تشریح شي.
سیسټماټیک فشار د چپ بطین د شدید تقلص له امله رامنځته کېږي. د وینې لوړ فشار د شریانونو د خرابوالي یو فکتور دی.
شریاني روغ فشار د استراحت په حالت کې کم وي یعنې سیسټمیک فشار به د ۱۰۰mm-hg د اتموسفیر وي.په ټوله کې فشار د شریانونو په واسطه ټاکل کېږي. د اصلي شریانونو د حجم او ارتجاعي ځانګړتیاوو په وړاندې د زړه د هر ضربان په واسطه د بهر شوې وینې اندازه، د مغزي سکتې حجم،د وینې په داخل کې د فشارونو سره مقاومت دا ټول د شریانونو دندې دي.
د شریانونو په واسطه د نبض فشار هم معلومولی شو.یعنې د وینې فشار په شریانونو کې معلومېږي همدارنګه نبض هم په شریان کې معلوېږي او بله مهمه دنده یې چې مخکې هم ذکر شوه د پاکې او اکسېجن لرونکې وینې د لېږد دنده په غاړه لري.