یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد سوریې پلازمېنې دمشق ته څېرمه چاودنې لږ تر لږه ۱۱ کسان...

د سوریې پلازمېنې دمشق ته څېرمه چاودنې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي

خبریال: جبارخیل – د سوریې پلازمېنې دمشق ته څېرمه یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۳۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د AFP خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څارنې ادارې په حواله ویلي چې دا وژنې د سوریې په جنوبي ښار دارا  کې هغه مهال وشوې چې یوه پک اپ لارۍ په ځمکه کې پټ شوي ماین ته د تېرېدو په حال کې وه.
په وژل شویو کې پنځه ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي.
د ځمکني ماین چاودنې ۳۴ تنه ټپیان کړي چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.
د سوریې دولتي خبري اژانس وايي، په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان ډېری هغه مزدوران دي چې د غنمو په ټولولو بوخت وو.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، سږ کال په سوریه کې د بمي چاودنو له امله د وژل شویو شمېر ۱۲۴ تنو ته رسېدلی دی.
په سوریه کې د لسیزې اوږدې کورنۍ جګړې په ترڅ کې په سړکونو او ودانیو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو، چې په پرله پسې ډول چاودنو زرګونه ولسي وګړي ټپیان او سلګونه یې وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب