یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+پاکستان کې ټولټاکنې د پنجابي پوځي نظام دوام او د څېرو بدلون...

پاکستان کې ټولټاکنې د پنجابي پوځي نظام دوام او د څېرو بدلون دی نور څه نه

عمر بورا زماني ۱۱ د جون ۲۰۲۲

په پاکستان کې ټول واک د پاکستان اسټیبلشمنټ (د پاکستان پوځ) سره دی. د پاکستان رسنۍ، قضا او جمهوري حکومت هم د پاکستان د اسټیبلشمنټ له خوا کنټرولېږي. اسټيبلشمنټ هغو ګوندونو ته واک ورکوي چې د اسټيبلشمنټ ټولې پرېکړې سل په سلو کې مني او د ردولو جرأت یې نه کوي. هغه ګوندونه چې د اسټیبلشمنټ لخوا زېږېدلې وي د پنجابي میډیا یا رسنیو له لارې روزل کېږي ترڅو په ملت کې د هغه ګوندونو د شهرت لپاره کار وشي. چې بیا د ټاکنو له لارې هغه ګوند یا ګوندونو ته د حکومت چارې وسپاري. خو د دولت اصلی واک چې مقننه، اجرائیه او قضایا قوه تشکیلو ی ورسره کورنی او بهرنی سیاست د پنجابی ارمی سره وي. د هغه وخت لومړی وزیر که هغه نواز شریف وو که بې نظیر او که عمران خان خو واګې یې له پوځ سره وې او دوی یې د ګوډاګیانو په څېر لوبول. خو که د وخت لومړی وزیر (صدراعظم) د پنجابی ارمي د پرېکړو سره مخالفت وکړي، نو بیا یې د قضایه قوې، د نه باور رایه یا د پوځ مشر د کودتا په زور له دندې ګوښه کوئ.

هغه ګوندونه چې د پنجابي پوځ له خوا زېږېدلي دي.

ای ایس ای او پنجابی پوځ چی کوم ګوندونه زیږولی دی.  بیا کله چې دا ګوندونه د پنجابي پوځ لخوا وشړل شي. بیا د دغو ګوندونو مشران او پلویان په پنجابي پوځ نیوکې پیل کړې. چې د پنجابی پوځ پام بېرته خپلو ګوندنو ته راوړه وي.

خو بیا د دغو ګوندونو مشران او پلويان د پنجابي رسنیو او پنجابي پوځ له خوا غدار ان نه ګڼل کېږي. ځکه چې د دغو ګوندنو مشران له پنجابي پوځ څخه د خپلي خاورې، خلکو، منابعو او ژبې حق غوښتنه د خپلو ولسونو د ګټې لپاره نه، بلکې یوازې د خپل واک لپاره غواړي. ځکه دا ډول ګوندونه د پنجابي پوځي نظام ته کوم ګواښ نه پېښوي، بلکې په یو ډول نه یو ډول د پنجابی پوځي نظام غوړه مالان دي او د پنجابی نظام ساتونکی او ورته وفادار دي. خو د خپل پښتون قوم، پښتو ژبې او د پښتنو سیمو د منابعو او خپلواکۍ دښمنان او غداران دي.

ملت پاله غورځنګونه او ګوندونه.

دا ډول ګوندونه او حرکتونه د یوه قوم، یوې ژبې، یوه مسلک او یوې سیمې د خلکو له خوا د وخت له استبداد او نظام څخه د خپل ملت د عدالت غوښتنې لپاره جوړ شوي. له همدې امله ملت پال ګوندونه او خوځښتونه د پنجابي پوځي نظام د ظلم پر ضد غږېږي او د خپلې سیمې د خپلواکۍ، منابعو، ګټو، ژبې او حقونو غوښتنه کوي. ځکه دوی د پنجابي رسنیو او پنجابي پوځ لخوا د وطن غداران او د وطن دښمنان بلل کېږي. خو په اصل کې دوی خپلو خلکو، خپلې ژبې او خپلې خاورې ته وفادار دي نه پنجابی نظام ته.

پښتانه په لومړي سر کې دې ته اړتیا لري چې خپله خاوره، ژبه، توکم او طبیعي زیرمې د پنجابي پوځي نظام څخه ازاد کړي.

که پنجابي پوځي نظام په پاکستان کې هر ګوند ته واک سپاري نو دا به د پښتنو په تاوان وي. ځکه دا یوازې د پنجابي پوځي نظام دوام او د څېرو بدلون دی نور څه نه.

2 COMMENTS

  1. سلامونه
    ورور زماني صاحب عمر بورا خان! په وخت عاجلې موضوع ته دې اشاره کړیده. د افغان غمیزې اساس هم همدا د انګریز هرموني دی.
    پوښتنه کولای شم چې۱- کوم ګوندونه فوج جوړ کړي دي؟ او
    ۲-ولې ځينې پښتانه د پنجاب او سند حتی کشمیر الاصله پارټیو کې لکه مضلم لیګ؛ پیپل پاړټی؛ ام قیو ام ا.د.ن.کې یا شاملیږي او یا رایه ورکوي؟؟.
    ۳-او خپلو ژغورن او ملي ګوندونو یا غورځنګونو باندې ټاپې وهي یا ګلخاني کوي؟؟؟
    “” الله ج. دې پښتنو کښې اتفاق پویدا کړي او له پیسه پرستۍ او ځانځانئ خلاص کړي”” آمین.( د ارواښاد باچا خان عبدالغفار خان د ویناوو څخه یوه برخه دعا .)
    مڼنه ،تشکر

  2. ما هم هسی یوه پلمه غوښته چی د پاکستان د نوم تر څنګ د ” پښتون ” کلمه ووینم.
    هره سپینه خبره پسته نه وی او هره زیږه خبره سپینه نه وی.
    زړه می غواړی ډیر څه ولیکم خو لاندی کرښی به کفایت وکړی.
    زما دوې خاله ګانی د ۷۰ کلونو را پدیخوا د پاکستان په بلوچستان صوبه کی ژوند کوی، مړونه ئې سره وړونه دی البته خُسرګنۍ ئې اصلاً د افغانستان وه خو ډیر کلونه مخکی هلته تللی وه ( آن د هندوستان په زمانه کی ).
    دواړی خاله ګانی او د یوې مېړه وفات سوی دی. اولادونه او لمسیان ئې نیمی هلته او دلته په اروپا او امریکا کی اوسی.
    دلته په اروپا کی ډېر پښتانه ( د کوټی او پيښور سپین پښتانه ) آشنایان لرم البته سندهی او پنجابی آشنایان هم لرم.ټول پاکستانی پښتانه او سندهیان او پنجابیان او حتی بلوڅان د ملی او وطنی او مذهبی ورځو د لمانځنی په مراسمو کی په ډیر اخلاص ګډون سره کوی.
    امّا هیښوونکې او ویښوونکې نُکته:
    ما هیڅکله او د هیڅ یادو پښتنو څخه دا خبره نه ده اورېدلې او دا احساس می نه دئ کړئ چی ګوندی هغوی دی ځان افغان ګڼلئ وی.
    موږ خوشی خطاوتلی ؤ او خطاوتلی یو چی په ځانو کی مو دا کاذب احساس روزلئ دئ چی ګواکی هغوی زموږ وطنی وړونه دی ( البته د قامی ورورګلوئ ارزښت ځانته خپل ځای لری ).
    نن سبا د جهان په سطحه ډیر ملی – وطنی مسائل فقط د ” نوم ” د ټاکلو پر سر د کړکیچونو او حتی د متقابلو دښمنیو د تولید لامل ګرځېدلی دی.
    بناً
    دا به تېر وتنه وی که افغان پښتون پدې باور وی چی د کرښی د ها خوا اوسیدونکی د ” افغانستان ” تر نوم او بیرغ لاندی د الحاق او یو ځای کېدو غوښتونکی وی.
    بلی
    د پاکستان پښتون ( مسلمان، نامسلمان، مُلا، امی، نشنلیسټ، کمونسټ، لیبرالیسټ او…….. ) افغان او افغانستان ته په درنه سترګه نه دی کتلی دی او نه ګوری او که ئې کتلی هم وی نو د لندن او لاهور او مسکو له عینکو ئې ور ته کتلی دی او دا دئ کیسه نن دې ځای ته را ورسېده چی پاکستانی مینځی را باندی حاکمی سویدی.
    هیله ده دا مسئله جدّی وګڼو چی د پاکستان د هر پښتون وینه د ” پاکستان ” د ” ډیالیز ” د ماشین سره عیاره سوېده البته زموږ په وړاندی د ځینو پاکستانی پښتنو د احساساتو اظهار فقط عاطفی اړخ لری او بس.
    تکراری خبره:
    د یو بدماش ارباب لخوا لسیزی لسیزی مخکی زما خور تښتول سوې او بل چا ته په نکاح سوې او د اولادونو او لمسیانو خاونده سوې او د مېړه په محیط کی روزل سوې او سپین سرې سوېده او دا دئ لسیزی لسیزی وروسته ما یو من ګُړه او دوه منه کروت او څلورنیم کیلو شنې چای ور په شا کړی او ورغلئ او ور ته ویلی می دی چی راځه خوری ولاړ سو د پلار او نیکه ټاټوبی ته نو طبیعی خبره ده چی هغه به زما د غوښتنی په وړاندی وخاندی ( د ګُړی او چایو لګښت بیځایه ؤ ).
    یوه پېړۍ لندن او مسکو او د هغوی مزدورو حاکمانو غولولی ؤ او نن مو هم ځینی کړیانی هلته او دلته غولوی.
    که د پلید ډیورنډ پلیده کرښه په رسمیت پیژندلې سوې وای نو نن ورځ به د خلګو خبره تور مکناټن او د هغه توری لښکری زموږ په غولی کی ارغنداؤ ارغنداؤ نه کېدای او غټ غټ ارغوندان به ئې نه وای په لاسو او جیبو کی.
    دا به د شلمی او یویشتمی پېړۍ لویه کُمیډی وی چی:
    ” دوه وړونه په زور او چل سره جلا کړه سوی دی خو فقط یو ورور د بیلتون د درد اوښکی تویَوی “.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب